Muslim99Muslim99
← Tafsir library

13. Ar-Ra'd

The Thunder · Medinan · 43 ayahs

سُورَةُ الرَّعۡدِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 43

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

الٓمٓر ۚ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ۗ وَٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ

الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي

المر) د بقرې سورت په پیل کې د ورته تورو په اړه بحث تېرشو. دغه لوړې نښې په دغه سورت کې او هغه قرآن چې پرتا نازل شوی ای رسوله! داسې حق دي چې شک پکښې نشته او پرته له شکه د الله له لوري دي، خو ډېری خلک پرې ايمان نه راوړي د سرزورۍ او لويۍ له امله.

2

ٱللَّهُ ٱلَّذِى رَفَعَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍۢ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ ۖ كُلٌّۭ يَجْرِى لِأَجَلٍۢ مُّسَمًّۭى ۚ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ يُفَصِّلُ ٱلْءَايَٰتِ لَعَلَّكُم بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ

الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې پورته كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب په ملاقات یقین وكړئ

الله هغه ذات دی چې لوړ آسمانونه يې پرته له داسې ستنو پيدا کړي چې تاسو يې ووينئ، بيا پورته شو او په عرش لوړ شو داسې چې د هغه پاک ذات له شان سره ښايي پرته له څرنګوالي او مثال بیانولو څخه، د خپل مخلوق د ګټو لپاره يې لمر او سپوږمۍ تابع کړل، هر يو له لمر او سپوږمۍ د الله په پوهه کې تر ټاکلې مودې ګرځي، هغه پاک ذات په اسمانونو او ځمکه کې د خپلې خوښې سره سم امر چلوي، پرخپل قدرت دلالت کوونکې نښې بيانوي تر څو د قيامت په ورځ د خپل پالونکي په مخامخ کېدو باور وکړئ، د ښه کار لپاره ورته چمتو شئ.

3

وَهُوَ ٱلَّذِى مَدَّ ٱلْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنْهَٰرًۭا ۖ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ ۖ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَتَفَكَّرُونَ

او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه او نهرونه جوړ كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره لازمًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي

او هغه پاک ذات دی چې ځمکه يې غوړولې ده او په هغې کې يې ټينګ ولاړ غرونه پيداکړي دي، تر څو پر خلکو ونه خوځيږي، د اوبو ويالې يې پکې بهولې دي، تر څو خلک، څاروي يې، کښتونه يې او هر ډول مېوې يې پرې اوبه کړي، په هغو کې يې دوه ډوله لکه نارينه او ښځینه د څارويو ګرځولي دي، شپه يې ورځې ته ور اغوستې ده، چې له رڼا وروسته تياره ګرځېدلې ده، پرته له شکه په دغو يادو کې د هغو خلکو لپاره دلائل او برهانونه دي چې د الله په پيدايښت کې فکر کوي او غور پکې کوي؛ نو همغوی دي چې له دلائلو او برهانونو ګټه پورته کوي.

4

وَفِى ٱلْأَرْضِ قِطَعٌۭ مُّتَجَٰوِرَٰتٌۭ وَجَنَّٰتٌۭ مِّنْ أَعْنَٰبٍۢ وَزَرْعٌۭ وَنَخِيلٌۭ صِنْوَانٌۭ وَغَيْرُ صِنْوَانٍۢ يُسْقَىٰ بِمَآءٍۢ وَٰحِدٍۢ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍۢ فِى ٱلْأُكُلِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَٰتٍۢ لِّقَوْمٍۢ يَعْقِلُونَ

او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوه بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوه قسم اوبو سره اوبه كولى شي۔ او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې د عقل نه كار اخلي

په ځمکه کې نږدې نږدې برخې دي، په هغې کې د انګورو باغونه دي، کښتونه دي پکښې او په يو بېخ او په بېلوبېلو بېخونو پورې د خرما ونې دي، په يو اوبو دغه باغونه او کښتونه خړوبیږي، سره له دې چې يو او بل ته نږدې دي او په يو ابو اوبيږي موږ په خوند او نورو ګټو کې يې ځينو ته پر ځينو غوراوی ورکوو، په دغه ياد شویو کې دلائل او برهانونه دي د هغه قوم لپاره چې له عقل څخه کار اخلي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له ترې پند اخلي.

5

۞ وَإِن تَعْجَبْ فَعَجَبٌۭ قَوْلُهُمْ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًا أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍۢ جَدِيدٍ ۗ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ ٱلْأَغْلَٰلُ فِىٓ أَعْنَاقِهِمْ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې (وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي

که ته له څه حيرانېږې ای رسوله!؛ نو زيات حق دا دی چې د هغوی لخوا د بېرته را پاڅېدو په درواغ ګڼلو او په نټه يې د هغوی په دې وينا له استدلال کولو حيران شې: کله چې موږ مړه، خاورې او وراسته زاړه هډوکي شو بېرته به راپاڅول کېږو او ژوندي کېږو به؟! همدوی له مرګ څخه وروسته د بېرته راپاڅېدو څخه نټه کوونکي هغه کسان دي چې په خپل پالونکي يې کفر کړی، له مرګ وروسته په بېرته راپاڅولو د هغه له قدرت يې نټه کړې ده، د قيامت په ورځ به د دوی په غاړو کې د اور ځنځيرونه ور اچول کيږي، دوی د اور خلک دي، تل به پکښې پاتې کېدونکي وي، له منځه تلل به نه ورته راځي او نه به ترې سزا پرې کيږي.

6

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ ٱلْمَثُلَٰتُ ۗ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍۢ لِّلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ ۖ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى

ای رسوله! مشرکان له تا د سزا په غوښتنه کې بيړه کوي، مخکې د هغو پېرزوينو له پوره کولو چې الله هغوی ته ليکلي دي د هغې سزا راتګ پرې ورو احساسوي، له هغوی مخکې په درواغ ګڼونکو امتنونو ورته سزاوې راغلې دي؛ نو آيا پند ترې نه اخلي؟ بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د خلکو لپاره بښونکی دی سره د هغوی له ظلمه، په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي ترڅو الله ته توبه وباسي، د سختې سزا ورکوونکی دی هغوکسانوته چې په خپل کفر ټينګار کوونکي دي که چېرې هغوی توبه ونه باسي.

7

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦٓ ۗ إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرٌۭ ۖ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ

او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازله كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى

هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی په بې پروايۍ او ضد کې د دوام له مخې وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه نښه نده نازله شوې لکه پر موسی او عيسی چې نازلې شوې دي، ای رسوله! ته يوازې وېروونکی يې خلک د الله له سزا وېروې، تا لره يوازې هغه نښې دي چې الله درکړې دي، هر قوم لره نبي وي چې حق لارې ته يې لارښوونه کوي او ورته ښيي يې.

8

ٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنثَىٰ وَمَا تَغِيضُ ٱلْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ۖ وَكُلُّ شَىْءٍ عِندَهُۥ بِمِقْدَارٍ

الله پوهېږي په هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او په هغه څه چې رحمونه يې كموي او په هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى

الله پوهيږي په هغه څه چې هره ښځينه يې په خپله خېټه کې وړي، پوهيږي په هغه څه چې په رحمونو کې کوم کمی زيادت، روغتيا او ناروغي رامنځته کيږي او د هغه پاک ذات په وړاندې هر څه اندازه کړل شوي دي چې نه ترې زياتيږي او نه کميږي.

9

عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلْكَبِيرُ ٱلْمُتَعَالِ

د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى

ځکه هغه پاک ذات په هر هغه څه پوه دی چې د مخلوق له حواسو پټ دي او يا يې د هغوی حواس درک کولای شي، لوی دی په خپلو صفتونو، نومونو او کړنو کې، او له مخلوقاتو يې په هر مخلوق په ذات او صفاتو کې لوړ دی.

10

سَوَآءٌۭ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ ٱلْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِۦ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍۭ بِٱلَّيْلِ وَسَارِبٌۢ بِٱلنَّهَارِ

یو شان دي، په تاسو كې چې څوك خبره پټوي او څوك چې يې څرګندوي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى

په راز او پټو پوه دی،د هغه په پوهه کې ای خلکو! برابر دي هغه څوک چې له تاسو وينا پټوي او څوک يې چې څرګندوي او همدارنګه برابر دي د هغه په پوهه کې هغه څوک چې د خلکو له سترګو د شپې په تياره کې پټ وي او څوک چې د ورځې په رڼا کې له خپلو کړنو سره ښکاره وي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.