الٓر ۚ كِتَٰبٌ أَنزَلْنَٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن سره، د ډېر غالب، ښه ستايل شوي ذات لارې ته
(الر) د دغه ډول تورو په اړه خبره د بقرې سورت په پيل کې تېره شوه، دغه قرآن اې رسوله چې تاته مو نازل کړی دی، ترڅو خلک له کفر، ناپوهۍ او لار ورکۍ څخه ايمان، پوهې او لارښوونې ته د الله تعالی په اراده او د هغه په مرسته د اسلام هغه دين ته را وباسې چې هغه د داسې برلاسي الله لار ده پر کوم چې هيڅوک نه شي برلاسی کېدلای چې هغه په هر څه کې ستايل شوی دی.