الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ
الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي
الر) د دغو او دېته ورته تورو په اړه بحث د بقرې سورت په پیل کې تېر شو. دغه آيتونه چې په دغه سورت کې نازل کړل شوي دي د څرګند قرآن له آيتونو څخه دي چې پر هغه مشتمل دی.
سُورَةُ يُوسُفَ
Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies
Ayahs 1–10 of 111
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ
الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي
الر) د دغو او دېته ورته تورو په اړه بحث د بقرې سورت په پیل کې تېر شو. دغه آيتونه چې په دغه سورت کې نازل کړل شوي دي د څرګند قرآن له آيتونو څخه دي چې پر هغه مشتمل دی.
إِنَّآ أَنزَلْنَٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّۭا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ
بېشکه موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو ای عربو تاسو يې په معناوو پوه شئ.
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ ٱلْقَصَصِ بِمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلْغَٰفِلِينَ
مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) بیانوو په دې سبب چې مونږ تا ته دا قرآن وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې
ای رسوله! موږ پر تا غوره کيسې بيانوو د هغو د رېښتينولۍ، د هغو د الفاظو د سلامتۍ او بلاغت له امله چې دغه قرآن مو درباندې نازل کړی دی او بېشکه ته د هغه له نازلېدو مخکې له دغو کيسو څخه له بې خبرو څخه وې، تا لره پر دغه پوهه نه وه.
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ إِنِّى رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًۭا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِى سَٰجِدِينَ
(یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو
موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب د يوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و.
قَالَ يَٰبُنَىَّ لَا تَقْصُصْ رُءْيَاكَ عَلَىٰٓ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا۟ لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ لِلْإِنسَٰنِ عَدُوٌّۭ مُّبِينٌۭ
(یعقوب) وویل: اى زما بچوړیه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى
يعقوب عليه السلام خپل زوی يوسف عليه السلام ته وويل: ای زوکيه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه چې پرې پوه شي، کينه به درسره وکړي؛ نوهغوی به له خپل لوري د دوکې او کينې په توګه تدبير درته ونيسي، بېشکه شیطان د انسان لپاره له ښکاره دوښمنۍ سره دوښمن دی.
وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ ءَالِ يَعْقُوبَ كَمَآ أَتَمَّهَا عَلَىٰٓ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَٰقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ
او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو (خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى
لکه څنګه چې دې دغه خوب ليدلی ای يوسفه خپل پالونکی به دې غوره کړي او د خوب تعبير به درته وښيي، د نبوت په درکړه به خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي لکه څنګه چې يې له تا مخکې ستا پر پلرونو ابراهيم او اسحاق عليهما السلام بشپړه کړې وه، بېشکه ستا پالونکی پر خپل مخلوق ښه پوه دی په خپل تدبير کې حکيم دی.
۞ لَّقَدْ كَانَ فِى يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِۦٓ ءَايَٰتٌۭ لِّلسَّآئِلِينَ
یقینًا یقینًا په یوسف او د هغه په وروڼو كې د تپوس كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
بېشکه د يوسف عليه السلام او د هغه د وروڼو په خبر کې د هغوی د خبرونو د پوښتونکو لپاره پندونه او نصيحتونه دي.
إِذْ قَالُوا۟ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰٓ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِى ضَلَٰلٍۢ مُّبِينٍ
كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى
کله چې يې وروڼو په خپل منځ کې وويل: يوسف او د هغه سکنی ورور مو پلار ته ترموږ ډېر ګران دی حال دا چې موږ يوه ډله زيات شمېر يو؛ نو څنګه يې هغوی دواړو ته پر موږ غوراوی ورکړی؟ بېشکه موږ هغه په ښکاره تېروتنه کې وينو چې هغوی ته يې پرموږ غوراوی ورکړی دی پرته له کوم داسې لامل څخه چې موږ ته دې ښکاره شي.
ٱقْتُلُوا۟ يُوسُفَ أَوِ ٱطْرَحُوهُ أَرْضًۭا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا۟ مِنۢ بَعْدِهِۦ قَوْمًۭا صَٰلِحِينَ
تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو لپاره د خپل پلار مخ خالص (او وزګار) شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ
يوسف ووژنئ يا يې په لرې ځمکه کې ورک کړئ، د پلار مخ به يوازې تاسو ته شي؛ نو په بشپړه مينه به مينه درسره کوي او تاسو به وروسته له دې چې د هغه وژل يا ورکول ترسره کړئ ښه خلک شئ کله چې له خپلې ګناه توبه وباسئ.
قَالَ قَآئِلٌۭ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا۟ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِى غَيَٰبَتِ ٱلْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَٰعِلِينَ
په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي)
له وروڼو يوه وويل: يوسف مه وژنئ بلکې د څاه تل ته يې وغورځوئ ځينې هغه مسافرين به يې ورسره پورته کړي چې پرې تېريږي، دا يې تر وژلو کم ضرر دی، که چېرې تاسو د هغه څه هوډ لرئ چې د هغه په اړه مو وويل.
Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.