Muslim99Muslim99
← Tafsir library

13. Ar-Ra'd

The Thunder · Medinan · 43 ayahs

سُورَةُ الرَّعۡدِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–43 of 43

41

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ وَٱللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِۦ ۚ وَهُوَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغه د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى

آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ د کفر ځمکې ته راځو د اسلام په خپرېدو د مسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله د خپلو بندګانو ترمنځ د هغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې د هغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي.

42

وَقَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ ٱلْمَكْرُ جَمِيعًۭا ۖ يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍۢ ۗ وَسَيَعْلَمُ ٱلْكُفَّٰرُ لِمَنْ عُقْبَى ٱلدَّارِ

او تحقیق هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي په هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى

او مخکېنيو امتونو له خپلو نبيانو سره چل وکړ او هغوی ته يې دامونه کېښودل او هغه څه يې درواغ وګڼل چې هغوی ورسره راغلي وو، نو هغوی لره يې په خپل تدبير څه وکړل؟ هيڅ، ځکه اغېزناکه تدبير يوازې د الله دی، نه د بل چا، لکه څنګه چې الله پاک هغه ذات دی چې د خپل مخلوق پر ټولو کړنو پوهيږي، له هغه هيڅ هم ترې نه پټيږي، او هغه مهال به دغه درواغ ګڼونکي ژر پوه شي چې پر الله ايمان نه راوړلو کې څومره تېروتي وو، او مؤمنان څومره په حقه وو، چې پر دغه يې جنت او ښه پايله ترلاسه کړل.

43

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَسْتَ مُرْسَلًۭا ۚ قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْكِتَٰبِ

او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى

او هغه کسان چې کفر يې کړی وايي: ته ای محمده! د الله لخوا نه يې لېږل شوی، ورته ووايه: ای رسوله! زما او ستاسو تر منځ الله د شاهد په توګه بسنه کوونکی دی پر دې خبره چې زه د خپل پالونکي لخوا تاسوته لېږل شوی يم، له هغه سره د آسماني کتابونو پوهه ده چې په هغو کې زما صفت دی او د چا پر رېښتينولۍ چې الله شاهد وي؛ نو د هغه چا درواغ ګڼل زيان نه ورته رسوي چې درواغ يې ګني.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.