Muslim99Muslim99
← Tafsir library

13. Ar-Ra'd

The Thunder · Medinan · 43 ayahs

سُورَةُ الرَّعۡدِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 43

31

وَلَوْ أَنَّ قُرْءَانًۭا سُيِّرَتْ بِهِ ٱلْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ ٱلْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ ٱلْمَوْتَىٰ ۗ بَل لِّلَّهِ ٱلْأَمْرُ جَمِيعًا ۗ أَفَلَمْ يَا۟يْـَٔسِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَهَدَى ٱلنَّاسَ جَمِيعًۭا ۗ وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُوا۟ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًۭا مِّن دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِىَ وَعْدُ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ

او كه بېشكه قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستلى شي۔ (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و۔ او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي

که چېرې د الهي کتابونو څخه د کوم کتاب صفت دا وی چې غرونه له خپلو ځايونو پرې لرې شي، يا ځمکه پرې وچول شي چې نهرونه او چينې وبهوي، يا پر مړيو ولوستل شي هغوی ژوندي شي؛ نو ای رسوله! دغه پر تا نازل کړل شوی قرآن به داسې وی، هغه څرګند دليل والا او لوی اغېز والا دی که چېرې هغوی پاک زړي وای، خو هغوی نټه کوونکي دي، بلکې د معجزو او نورو شيانو په نازلولو کې ټول واک يوازې الله لره دی، آيا پر الله باور کوونکي نه پوهيږي چې که الله پرته د نښانو له نازلولو د ټولو خلکو لارښوونه غوښتی؛ نو پرته له هغو به يې ټول په لاره کړي وای؟ خو دا يې نه دي غوښتي او تل هغو کسانو ته چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د تر سره کړي کفر او ګناهونو له امله داسې سخت کړاو رسيږي چې ويښوي يې يا دغه کړاو هغوی ته نږدې نازليږي، تر دې چې د الله ژمنه د پيوسته سزا په نازلېدو راشي، بېشکه الله د هغه څه پوره کول نه پرېږدي چې ژمنه يې کړې وي، کله يې چې ټاکلی وخت راشي.

32

وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍۢ مِّن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ

او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟

ته لومړی هغه رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی او ملنډې يې پرې وهلې دي، بېشکه له تا مخکې ای رسوله! امتونو پر خپلو رسولانو ملنډې وهلي دي او درواغجن يې ګڼلي دي، خو ما هغو کسانو ته چې پر خپلو رسولانو يې کفر کړی، مهلت ورکړی، تر دې چې هغوی دا ګومان وکړ چې زه يې تباه کوونکی نه يم، بيا وروسته له مهلته مې په ډول ډول سزاوو ونيول؛ نو هغوی لره دې زما سزا څنګه وليده؟ بېشکه سخته سزا وه.

33

أَفَمَنْ هُوَ قَآئِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّـُٔونَهُۥ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلْأَرْضِ أَم بِظَٰهِرٍۢ مِّنَ ٱلْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا۟ عَنِ ٱلسَّبِيلِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍۢ

ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه عمل چې هغه كړى دى (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره وينا سره (تش په خولې، بې دلیله دوى شریكان كوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته

ايا هغه څوک چې د ټول مخلوق د روزيو د ساتنې دنده لري د هر نفس په ترسره کړې کړنه څارونکی دی، پر کړنو يې بدله ورکوي زيات وړ دی چې عبادت يې وشي يا دغه بتان چې هيڅ د عبادت حق نلري؟ حال دا چې کافرانو په ظلم او درواغو هغه له الله سره شريکان ګرځولي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: نومونه واخلئ موږ ته د هغو شريکانو چې تاسو يې له الله سره عبادت کوئ که چېرې په خپله دعوی کې رېښتيني وئ يا الله ته په ځمکه کې د هغو شريکانو خبر ورکوئ چې پرې نه پوهيږي او يا د سرسري وينا خبر ورکوئ چې حقيقت نلري؟ بلکې شيطان هغو کسانو ته چې کفر يې کړی د هغوی چل ښايسته کړی؛ نو پر الله يې کفر وکړ او هغوی يې د سمون او لارښوونې له لارې را وګرځول، څوک چې الله د سمون له لارې لار ورکي کړي هغو لره کوم لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي.

34

لَّهُمْ عَذَابٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ ٱلْءَاخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍۢ

شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي

هغوی لره د دنيا په ژوند کې د مؤمنانو پر لاسونو رسېدلې د وژلو او بندي کولو سزا ده او د آخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی د دنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او د قيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې د الله له سزا يې وساتي.

35

۞ مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ ۖ أُكُلُهَا دَآئِمٌۭ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ ۖ وَّعُقْبَى ٱلْكَٰفِرِينَ ٱلنَّارُ

د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغه له لاندې ولې بهېږي، د هغه مېوې همېشنۍ دي او د هغه سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى

د هغه جنت صفت چې الله يې له ځان ساتونکو سره ژمنه کړې د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې نهرونه بهيږي، مېوې به يې تل وي نه به ختميږي د دنيا د مېوو سر چپه، سيوری به يې تل وي نه به ورکيږي او نه به ټوليږي، دغه د هغو کسانو پايله ده چې له الله څخه د هغه د حکمونو پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي او د کافرانو پايله اور دی ورننوځي به تل به پکښې اوسېدونکي وي.

36

وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ ۖ وَمِنَ ٱلْأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُۥ ۚ قُلْ إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ وَلَآ أُشْرِكَ بِهِۦٓ ۚ إِلَيْهِ أَدْعُوا۟ وَإِلَيْهِ مَـَٔابِ

او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او (د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخه نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته په دې سره حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغه طرف ته بلنه كوم او خاص هم ده ته زما ورتله دي

هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره د موافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې د هغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مې ورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي.

37

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَٰهُ حُكْمًا عَرَبِيًّۭا ۚ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَمَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّۢ وَلَا وَاقٍۢ

او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى

د پخوانيو کتابونو د خپلو قومونو په ژبو د نازلېدو غوندې پر تا مو هم ای رسوله! قرآن څرګنده حق بيانوونکي عربي وينا نازله کړې ده، که چېرې ای رسوله! د کتاب د څښتنانو د نفسي غوښتنو پيروي وکړې ستا سره د هغوی په معامله کې د هغه څه په لرې کولو چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي وروسته د هغې پوهې له راتګه چې الله تاته ښوولې ده؛ نو تا لره د الله لخوا کوم دوست نشته چې ستا کار خوښ کړي او د دوښمنانو پر وړاندې دې مرسته وکړي او نه تا لره کوم خنډ شته چې د الله له سزا دې مخه ونيسي.

38

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًۭا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَٰجًۭا وَذُرِّيَّةًۭ ۚ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ لِكُلِّ أَجَلٍۢ كِتَابٌۭ

او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى

له تا مخکې مو ای رسوله! له انسانانو رسولان لېږلي، ته له رسولانو نوی نه يې، هغوی لره مو مېرمنې ګرځولې، هغوی لره مو د ټولو انسانانو غوندې اولادونه ګرځولي، هغوی مو پرېښتې نه دي ګرځولې، چې نه ودونه کوي او نه اولادونه زيږوي او ته له همدغو رسولانو يې چې هغوی انسانان دي ودونه کوي اولادونه زيږوي؛ نو مشرکان ستا له داسې کېدو ولې حيرانيږي؟ د رسول لپاره سمه نده چې له ځانه کومه نښانه راوړي خو دا چې الله د هغې د راوړلو اجازه وکړي، د هر کار لپاره چې الله يې پرېکړه کړې کتاب شته چې دغه پکښې ياد شوي دي او داسې نېته شته چې نه مخته کيږي او نه وروسته.

39

يَمْحُوا۟ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ وَيُثْبِتُ ۖ وَعِندَهُۥٓ أُمُّ ٱلْكِتَٰبِ

الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى

الله له منځه وړي هغه څه چې له منځه وړل يې وغواړي له خير او شره، نېکمرغۍ او بدمرغۍ او داسې نورو شيانو څخه او پر ځای پرېږدي کوم څه چې وغواړي، له هغه سره لوح محفوظ دی چې هغه د دغو ټولو د ورګرځېدو ځای دی او له منځه وړو او پرېښودو چې څه څرګنديږي له هغه څه سره سم دي چې په لوح محفوظ کې دي.

40

وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَٰغُ وَعَلَيْنَا ٱلْحِسَابُ

او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي

او که موږ تاته در وښيو ای نبي! ځينې هغه سزا چې له هغوی سره مو ژمنه کړې مخکې ستا تر مړينې؛ نو دا زموږ کار دی او که دې مړ کړو مخکې تردې چې تاته هغه دروښيو؛ نو پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې پر رسولو مو امر درته کړی او پرتا د هغوی سزا او د هغوی حساب نشته، دغه پر موږ دي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.