Muslim99Muslim99
← Tafsir library

13. Ar-Ra'd

The Thunder · Medinan · 43 ayahs

سُورَةُ الرَّعۡدِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 43

21

وَٱلَّذِينَ يَصِلُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوٓءَ ٱلْحِسَابِ

او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي

او هغوی داسې خلک دي چې د هر هغه څه پالل کوي چې الله يې له خپلوليو د پاللو امر کړی، له خپل پالونکي يې داسې وېريږي چې وېره يې د الله د حکمونو منلو او نواهيوو څخه ډډه کولو ته اړباسي او له دې ډاريږي چې الله به له هغوی سره په کړو ګناهونو يې حساب وکړي؛ نو چې له چاسره په حساب کې مناقشه وشي هغه تباه شو.

22

وَٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ سِرًّۭا وَعَلَانِيَةًۭ وَيَدْرَءُونَ بِٱلْحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عُقْبَى ٱلدَّارِ

او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى

او هغوی داسې خلک دي چې د الله پر پيروۍ صبر کوي او پر هغه څه چې الله ورته په تقدير کې ليکلي له خوښۍ او بدۍ څخه، د الله د خوښۍ غوښتلو لپاره له ګناه صبر کوي، په بشپړه توګه لمونځ کوي، له هغو مالونو چې موږ ورکړي واجب حقوق ورکوي او نفلي خيرات بنده ته په پټه ورکوي د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور يې پيروي وکړي، د هغه چا بدي چې له هغوی سره يې کړې هغه ته په نېکۍ ورځوابوي، دغه چې پداسې صفتونو متصف دي هغوی لره د قيامت په ورځ ستايل شوې پايله ده.

23

جَنَّٰتُ عَدْنٍۢ يَدْخُلُونَهَا وَمَن صَلَحَ مِنْ ءَابَآئِهِمْ وَأَزْوَٰجِهِمْ وَذُرِّيَّٰتِهِمْ ۖ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍۢ

چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي

دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې د پېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لار وو ترڅو د هغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به د هغوی د کورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي.

24

سَلَٰمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ ۚ فَنِعْمَ عُقْبَى ٱلدَّارِ

(او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى

هغوی ته د پرېښتو د هرکلي وينا چې کله هم پرې ورننوځي: پر تاسو دې سلام وي، سره به وي معنا دا چې د الله په پيروۍ او تقدير په تريخوالي د صبر له امله دې له هر کړاو څخه خوندي وي همدارنګه د هغه له ګناه څخه په خپل صبرکولوسره؛ نو د هغه کور پايله غوره ده چې کومه پايله ستاسو ده.

25

وَٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۙ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ ٱلدَّارِ

او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده

او هغه خلک چې د الله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې د پاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره د الله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی.

26

ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ۚ وَفَرِحُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْءَاخِرَةِ إِلَّا مَتَٰعٌۭ

الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى په دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان)

چاته چې الله وغواړي روزي يې پراخوي او تنګوي يې له بندګانو يې چې چاته وغواړي، د روزۍ پراخوالی د نېکمرغۍ نښه نده او نه د الله د مينې، نه يې تنګي د بدبختۍ نښه ده، کافران د دنيا په ژوند خوشحاله شول؛ نو کاږه شول او پر هغو ډاډه شول او د دنيا ژوند د آخرت په وړاندې يوازې تلونکې لږ توښه ده.

27

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌۭ مِّن رَّبِّهِۦ ۗ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ

او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازله كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي

او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر نښانو يې کفر کړی وايي: ولې پر محمد د خپل پالونکي لخوا يې کومه حسي نښه نده راغلې چې پر رېښتينولي يې دلالت وکړي؛ نو موږ به پرې ايمان راوړو، دغو وړانديز کوونکو ته ووایه ای رسوله!: بېشکه الله په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لار ترې ورکوي او په خپله پېرزوينه لارښوونه کوي هغه چاته چې په توبه اېستلو ورګرځي، لارښوونه د هغوی په لاس کې نده چې د نښانو له را تګ سره يې تړاو ورکړي.

28

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ ٱللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ ٱللَّهِ تَطْمَئِنُّ ٱلْقُلُوبُ

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! د الله په ذكر سره زړونه مطمئن كېږي

دوی هغه کسان دي چې الله يې لارښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې د الله په ياد، د هغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، د هغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې د الله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه د دې ډېر وړ دي.

29

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَـَٔابٍۢ

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى

دغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې ښې کړنې يې ترسره کړي دي چې الله ته يې نږدې کوي، هغوی لره په آخرت کې ښه ژوند دی او هغوی لره غوره پايله ده چې هغه جنت دی.

30

كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَٰكَ فِىٓ أُمَّةٍۢ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهَآ أُمَمٌۭ لِّتَتْلُوَا۟ عَلَيْهِمُ ٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِٱلرَّحْمَٰنِ ۚ قُلْ هُوَ رَبِّى لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ

همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (قرآن) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص په هم ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زما بېرته ورتله دي

د دغه لېږلو بېلګه چې مخکيني رسولان مو امتونو ته يې پرې لېږلي لکه ته مو چې ای رسوله! خپل امت ته دې لېږلی يې، هغه قرآن پر هغوی لولې چې درته وحي کړی مو دی، چې ستا د رېښتينولۍ په دلالت کولو کې بسنه کوونکی دی، خو ستا د قوم حال دا دی چې له دغې نښې نټه کوي، ځکه هغوی پر الرحمن کفر کوي چې بل ورسره شريکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه الرحمن چې بل ورسره شريکوئ هغه زما پالونکی دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، په خپلو ټولو چارو کې مې پر هغه بروسه کړې ده او هغه ته مې ورګرځېدل دي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.