Muslim99Muslim99
← Tafsir library

13. Ar-Ra'd

The Thunder · Medinan · 43 ayahs

سُورَةُ الرَّعۡدِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 43

11

لَهُۥ مُعَقِّبَٰتٌۭ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ يَحْفَظُونَهُۥ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِقَوْمٍۢ سُوٓءًۭا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ

د ده لپاره له مخې نه او د ده له شا نه نوبت په نوبت یو د بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي۔، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله په یو قوم د بدۍ اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته

هغه پاک ذات لره داسې پرېښتې دي چې ځينې يې په ځينو پسې د انسان پسې کيږي؛ نو ځينې يې د شپې ورته راځي او ځينې د ورځې، د الله په امر انسان له ټولو هغو شيانو ساتي چې الله له هغو خونديتوب ورته ليکلی، ويناوې او کړنې يې ليکي، بېشکه الله د هيڅ قوم ښه حالت په بل حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل ځانونه د شکر له حالت څخه بدل نکړي، کله چې الله پاک د کوم قوم د تباهۍ اراده وکړي؛ نو د هغه څه مخ نيوونکی نشته چې اراده يې کړې ده، تاسو لره ای خلکو! له الله پرته سرپرست نشته چې ستاسو د چارو سرپرستي وکړي؛ چې پناه وروړئ د هغه کړاو په مخنيوي کې چې درته رسېدلی وي.

12

هُوَ ٱلَّذِى يُرِيكُمُ ٱلْبَرْقَ خَوْفًۭا وَطَمَعًۭا وَيُنشِئُ ٱلسَّحَابَ ٱلثِّقَالَ

دى همغه ذات دى چې تاسو ته برېښنا د وېرولو او طمع دركولو لپاره درښیي او درنې ورېځې پیدا كوي

همغه دی چې تاسو ته ای خلکو! برېښنا ښيي او له اسماني ټکو درته وېره او د باران هيله يوځای کوي، همغه دی چې د زيات باران په اوبو درنه ورېځ پيداکوي.

13

وَيُسَبِّحُ ٱلرَّعْدُ بِحَمْدِهِۦ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِۦ وَيُرْسِلُ ٱلصَّوَٰعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَآءُ وَهُمْ يُجَٰدِلُونَ فِى ٱللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ ٱلْمِحَالِ

او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى

او تالنده (پرېښته) د خپل پالونکي په پاکۍ بيانولو سره پاکي بيانوي چې د هغه پاک ذات له ستاينې سره مل وي، پرېښتې د خپل پالونکي له وېرې، درناوی او د هغه د لويوالي له امله پاکي بيانوي، او پر هغه چا سوځوونکي تندرونه لېږي چې له مخلوقاتو يې چاته خوښه شي، نو تباه کوي يې، او کافران د الله په يووالي کې شخړې کوي او الله د سخت بدلون او ځواک څښتن دی، هر څه چې وغواړي کوي يې.

14

لَهُۥ دَعْوَةُ ٱلْحَقِّ ۖ وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَىْءٍ إِلَّا كَبَٰسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَٰلِغِهِۦ ۚ وَمَا دُعَآءُ ٱلْكَٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍۢ

خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي غځونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده

يوازې الله ته د توحيد بلنه ده هيڅوک ورسره پکښې شريک نه دي، هغه بوتان چې له الله پرته يې مشرکان وربولي د هغه چا بلنې ته چې وربولي يې په هيڅ غوښتنه کې ځواب نشي ورکولای، د هغوی لخوا يې بلنه د هغه تږي غوندې ده چې خپل لاس اوبو ته غځوي، څو يې خولې ته ورسيږي او ترې ويې څښي، خو اوبه يې خولې ته رسېدونکې نه دي، د کافرانو لخوا د بتانو رابلل يوازې ضايع کېدل او له حقه لرې کېدل دي، ځکه د هغوی لپاره نه د ګټې د راکشولو او نه د زيان د مخنيوي واک لري.

15

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ طَوْعًۭا وَكَرْهًۭا وَظِلَٰلُهُم بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْءَاصَالِ ۩

او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه

يوازې الله ته ټول هغه څوک چې په آسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي په سجده سر ټيټوي، په دې کې مؤمن او کافر برابر دي، خو دا چې مؤمن په خوښه سرتيټوي او سجده کوي او کافر په ناخوښه سرتيټوي او خپل فطرت يې اړباسي چې په خوښه ورته سرټيټ کړي او د هغه له مخلوقاتو د ورځې په پيل او پای کې د هر هغه څه سيوری غاړه ږدي چې سيوری لري.

16

قُلْ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ قُلِ ٱللَّهُ ۚ قُلْ أَفَٱتَّخَذْتُم مِّن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ نَفْعًۭا وَلَا ضَرًّۭا ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِى ٱلظُّلُمَٰتُ وَٱلنُّورُ ۗ أَمْ جَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوا۟ كَخَلْقِهِۦ فَتَشَٰبَهَ ٱلْخَلْقُ عَلَيْهِمْ ۚ قُلِ ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍۢ وَهُوَ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّٰرُ

ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا۔، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى

اې رسوله ووايه: هغو کافرانو ته چې له الله سره بل څوک لمانځي، څوک دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيداکړي او د هغو دواړو چار سمبالوونکی دی؟ ای رسوله! ووايه: الله يې پيداکوونکی او د امر تدبير کوونکی دی او تاسې دغه منئ هم، اې رسوله! هغوی ته ووايه: آيا ځانونو ته مو له الله پرته داسې عاجزه دوستان نيولي دي چې خپلو ځانو ته هم نه ګټه را جلبولای شي او نه ضرر دفع کولای شي، نو دا کار به نورو ته چېرې وکولای شي؟ ورته ووايه: ای رسوله! آيا هغه کافر چې ړوند وي او هغه مؤمن چې لار موندونکی ليدونکی وي سره برابر دي؟ او يا هغه کفر چې تيارې دي او هغه ايمان چې رڼا ده سره برابر دي؟ او يا چې هغوی الله پاک لره په مخلوق کې کوم شريکان نيولي دي، نو آیا هغوی هم داسې څه پيداکړي دي لکه الله؟ چې د الله پيدا کړي د هغوی د شريکانو له پيداکړو سره ګډوډ شوي وي؟ هغوی ته ووايه: اې رسوله! يوازې الله د هرڅه پيداکوونکی دی، هغه لره په مخلوق کې کوم شريک نشته او هغه په الوهيت کې داسې يوازې دی چې په يوازېتوب سره د عبادت وړ دی او پر هرڅه برلاسی دی.

17

أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌۢ بِقَدَرِهَا فَٱحْتَمَلَ ٱلسَّيْلُ زَبَدًۭا رَّابِيًۭا ۚ وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِى ٱلنَّارِ ٱبْتِغَآءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَٰعٍۢ زَبَدٌۭ مِّثْلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ وَٱلْبَٰطِلَ ۚ فَأَمَّا ٱلزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَآءًۭ ۖ وَأَمَّا مَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ فَيَمْكُثُ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ

هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي۔، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي

الله د باطل د له منځه وړلو او حق پاتې کېدلو لپاره له آسمانه د ورېدونکي باران بېلګه بيان کړې ده، تردې چې د لویوالي او کوچنوالي سره سمې ويالې پرې وبهيږي؛ نو سېل د اوبو پر سر خس او خځلې پورته کړي وي او بله بېلګه يې هغوی دواړو ته د ځينو هغه څه بيان کړې ده چې خلک يې له ارزښتناکه زېرمو څخه اور پرې بلوي تر څو يې اصل او هغه څه ولټوي چې خلک ځانونه پرې ښايسته کوي، نو هغه خپل زګ داسې پورته کوي لکه دغه يې چې پورته کوي، په دغو دوو بېلګو سره الله د حق او باطل بېلګې بيانوي، نو باطل د خسو او د اوبو پر سر د غورځول شوي زږ غوندې وي او له زنګ څخه د معدن پاتې خیري غوندې وي، او حق د هغو پاکو اوبو غوندې وي چې څښل کيږي، مېوې، شينګيا او واښه را شنه کوي او هغه چې په معدن کې له خيري وروسته وي، نو خلک ترې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې دغه دوې بېلګې بيان کړې، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي چې حق پرې له باطله بېل کړي.

18

لِلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِرَبِّهِمُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُۥ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦٓ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْحِسَابِ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ

هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د ده په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى

د هغو مؤمنانو لپاره چې د خپل پالونکي د توحيد او پيروۍ بلنه يې ومنله ښه بدله ده چې هغه جنت دی او هغه کافران چې د هغه د توحيد او پيروۍ بلنه يې ونه منله که چېرې د هغوی لپاره په ځمکه کې د مال ټول ډولونه وي او دهغو غوندې څو برابره نور وي، هرومرو به هغوی دغه ټول له سزا د ځان ژغورنې لپاره ولګوي، له دغو کسانو سره چې د هغه بلنه يې نه ده منلې د خپلو ټولو بدو کړنو حساب به کيږي، دهغوی هستوګنځی چې ورځي به دوزخ دی، بد دی د هغوی فرش او د اوسېدو ځای چې هغه اور دی.

19

۞ أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰٓ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ

ایا نو هغه څوك چې په دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي

برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا د پالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې د الله د حکمونو منونکی دی او هغه کافر چې د الله د حکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره د سمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي.

20

ٱلَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَلَا يَنقُضُونَ ٱلْمِيثَٰقَ

هغه كسان چې د الله وعده پوره كوي او پخه وعده نه ماتوي

هغه کسان چې د الله حکمونه يې منلي هغوی داسې خلک دي چې هغه ژمنې پوره کوي کومې يې چې له الله سره کړې دي او يا يې د هغه له بندګانو سره کړې دي او له الله يا بل چا سره ټينګې ژمنې نه ماتوي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.