Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 176

31

إِن تَجْتَنِبُوا۟ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًۭا كَرِيمًۭا

كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو

که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی.

32

وَلَا تَتَمَنَّوْا۟ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا ٱكْتَسَبُوا۟ ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا ٱكْتَسَبْنَ ۚ وَسْـَٔلُوا۟ ٱللَّهَ مِن فَضْلِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًۭا

او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى

اې مومنانو د هغه څه هيله مه کوئ چې الله ستاسو څخه ځينو ته پر ځينو کومه پېرزوينه کړې ده؛ ترڅو د غصې او کينې لامل نه شي؛ نو د ښځينه و لپاره نه ښايي چې د هغه څه هيله وکړي چې الله د نارينه و لپاره ځانګړي کړي دي، ځکه د هرې ډلې لپاره د هغه له حساب سره سمه بدله ده، او له الله څخه د هغه د ورکړې د زياتوالي غوښتنه وکړئ، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، نو هر چاته يې له هغه سره مناسب څه ورکړي دي.

33

وَلِكُلٍّۢ جَعَلْنَا مَوَٰلِىَ مِمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ ۚ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَٰنُكُمْ فَـَٔاتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ شَهِيدًا

او د هر یو (سړي او ښځې) لپاره مونږ وارثان مقرركړي دي له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوانو پریښى وي او هغه كسان چې له هغوى سره ستاسو معاهده شوې ده، نو تاسو هغوى ته د هغوى حصه وركړئ، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى

او لپاره د هر یو ستاسو څخه مونږ ګرځولې هغه لره خپلوان میراث اخلي د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او نورو خپلوانو د میراث نه او هغه کسان چې تاسو غوټه کړي د هغوئ سره مضبوط قسمونه په اتحاد او کومک کولو نو ورکړئ هغوی ته برخه د هغوی د میراث نه، بیشکه دی الله تعالی په هر څه باندې څاروونکې، او د هغه د څارنې څخه شاهدې د هغه ده ستاسو په دې قسمونو او لوظونو، او توارث بالحلف (په دوستئ سره د یو بل نه میراث اخیستل) د اسلام په اول کې وو، بیا منسوخ شو.

34

ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ وَبِمَآ أَنفَقُوا۟ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ ۚ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٌۭ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُ ۚ وَٱلَّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهْجُرُوهُنَّ فِى ٱلْمَضَاجِعِ وَٱضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا۟ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيًّۭا كَبِيرًۭا

سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي، نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي، او هغه ښځې چې تاسو د هغوى له نافرمانۍ نه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې نه جدا شئ او ويې وهئ، نو كه ستاسو خبره يې ومنله، نو (بیا) د دوى په خلاف بله لار مه لټوئ، بېشكه الله ډېر اوچت، ډېر لوى دى

سړی به ساتنه کوي د زنانه و، او د هغوی چارې (د زندګۍ اسباب) به سمبالوي، پدې وجه چې الله تعالی دوی خاص کړي په غوره والي سره په زنانه و باندې، او په دې وجه چې واجب دي په دې سړو باندې د نفقې نه او د سرپرستۍ کولو نه په زنانه و باندې، او هغه نیکانې د ښځو څخه چې تابعداري کوونکي وي د خپل رب، تابعداري کوونکي وي د خپل خاوند، ساتونکي وي د خپلو خاوندانو د هغوئ په غیاب کې په سبب د توفیق د الله تعالی دې زنانه و ته، او هغه زنانه چې تاسو ویریږئ د هغوی له سرغړونې څخه د خاوند د تابعدارۍ نه په وینا او چلند کې، نو اول شروع وکړئ -ای خاوندانو- هغوی ته په نصیحت کولو او د الله تعالی څخه په ویره ورکولو، نو که چیرته درله خبره ونه منې نو بیا پریږدئ هغوی لره په بیسترو کې، داسې چې شا دې ورته اړولي وي او کوروالی دې ورسره نه کوي، نو که بیا یې هم خبره ونه منله نو بیا یې ووهئ داسې وهل چې ډیر او سخت نه وي (چې په وجود کې یې د وهلو اثر پیدا نشې او یایې هډوکی مات نشي)، نو که بیا راوګرځې ستاسو اطاعت ته؛ نو بیا په هغوې تیری مه کوئ په ظلم کولو سره او یا په ملامتیا ورکولو سره، بیشکه دی الله تعالی خاوند د اوچتوالي په هر شی باندې، اوچت دی په خپل ذات او صفاتو کې نو د هغه څخه وویریږئ.

35

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَٱبْعَثُوا۟ حَكَمًۭا مِّنْ أَهْلِهِۦ وَحَكَمًۭا مِّنْ أَهْلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصْلَٰحًۭا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيْنَهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًۭا

او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى

او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو د ښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف د دې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف د خاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف د زنانه د خپلوانو څخه؛ د دې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي د جدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او د دواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه د ښځې او خاوند د یوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او د هغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې د خپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي.

36

۞ وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًۭٔا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَٰنًۭا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًۭا فَخُورًا

او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او د څنګ له ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي

يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.

37

ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا

هغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

او نه خوښوي الله تعالی هغه کسان چې بندوي هغه چې الله تعالی په دوی باندې واجب کړی د خرچ کولو د هغه رزق څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی، او نورو خلکو ته هم په خوله او په کردار سره په دې بندولو امر کوي، او پټوي هغه رزق، علم او نعمتونه چې الله تعالی دوی ته د خپل فضل نه ورکړي دي، نو خلکو ته حق نه ښکاره کوي، بلکه پټوي یې، او باطل ښکاره کوي، او دا صفات د کفر د صفاتو څخه دي، او بیشکه مونږ تیار کړی دی کافرانو لره عذاب شرموونکی.

38

وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ ۗ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيْطَٰنُ لَهُۥ قَرِينًۭا فَسَآءَ قَرِينًۭا

او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى

او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی د هغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل د دې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې د قیامت؛ تیار کړی دی مونږ د هغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول د دوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی.

39

وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا

او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى

او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.

40

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةًۭ يُضَٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًۭا

بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه (هم) ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي

بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو د هغوی د حسناتو څخه د وړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي د ذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي د خپلې مهربانۍ له مخې، او سره د زیاتوالي نه؛ د خپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.