Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 200

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

الٓمٓ

الف، لام، ميم

(الم) دا مقطعات (پرې شوي) حروف دي، د دې په څېر مخکې د البقره په سورت کې تېر شوي، او په دې کې د عربو ناتوانۍ ته اشاره ده چې د دې قرآن په څېر څه راوړي، سره لدې چې قرآن کریم هم د داسې حروفو څخه جوړ شوی په کومو چې دا سورت پېل شوی، او د همدې حروفو څخه دوی خپلې خبرې هم جوړوي.

Aal-i-Imraan 3:1Listen in Qur'an →
2

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالَم انتظام كوونكى دى

الله تعالی هغه ذات دی چې له ده پرته په حق سره د عبادت وړ بل څوک نشته، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره چې نه مرګ لري او نه کمی، سمبالوونکی دی هغه چې په خپل ذات ولاړ دی او د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، او ټول مخلوقات پر ده ولاړ دي، لده څخه په هېڅ حالت کې نشي بې پروا کېدلی.

Aal-i-Imraan 3:2Listen in Qur'an →
3

نَزَّلَ عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ

هغه په تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړى دى

نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، د مخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو د قرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته د هغوی د دین او دنیا د سمون هدایت او لارښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې د الله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، د هغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او د ده د امر مخالفت یې کړی.

Aal-i-Imraan 3:3Listen in Qur'an →
4

مِن قَبْلُ هُدًۭى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ ٱلْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌۭ شَدِيدٌۭ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌۭ ذُو ٱنتِقَامٍ

له دې نه مخكې، دخلقو د هدایت لپاره او فرقان يې نازل كړى دى، بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافر شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او الله ډېر غالب (او) انتقام والا دى

نازل کړی یې دی پر تا -ای پېغمبره- قرآن چې رښتیا ویونکی دی په خبر ورکولو کې او انصاف کوونکی دی په پرېکړو کې، د مخکینیو الهي کتابونو سره موافق دی، د دې تر منځ هېڅ ټکر نشته، او نازل کړی یې دی تورات په موسی علیه السلام، او انجیل په عیسی علیه السلام، مخکې له نازلولو د قرآن کریم څخه پر تا، او دا ټول الهي کتابونه خلکو ته د هغوی د دین او دنیا د سمون هدایت او لارښونه ده، او نازل کړی یې دی فرقان (توپير کوونکی) په کوم چې حق له باطل څخه پېژندل کېږي او هدایت له ګمراهۍ څخه، او هغه کسان چې د الله تعالی په هغو آیاتونو چې پر تا یې نازل کړي کفر کوي، دوی لپاره سخت عذاب دی، او الله تعالی برلاسی دی هېڅ پرې غالب کیدلای نشي، د هغه چا څخه انتقام (کسات) اخیستلو څښتن دی چې د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي او د ده د امر مخالفت یې کړی.

Aal-i-Imraan 3:4Listen in Qur'an →
5

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَىْءٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ

یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې

بیشکه له الله تعالی هېڅ شی نه په ځمکه کې او نه په اسمان کې پټېدلای شي، په تحقیق سره راګیر کړی علم او پوهې د الله تعالی ټولو شیانو لره که پټ دی اوکه ښکاره دی.

Aal-i-Imraan 3:5Listen in Qur'an →
6

هُوَ ٱلَّذِى يُصَوِّرُكُمْ فِى ٱلْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَآءُ ۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى

هغه ذات چې تاسو د مېندو په خیټو کې په مختلفو شکلونو چې وغواړي پېدا کوي، نارینه یا ښځینه، ښایسته یا بد رنګ، سپین یا تور، نشته معبود په حق سره پرته له ده، برلاسی دی چې نه کوز لاسی کېږي، ځېرک دی په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې.

Aal-i-Imraan 3:6Listen in Qur'an →
7

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ مِنْهُ ءَايَٰتٌۭ مُّحْكَمَٰتٌ هُنَّ أُمُّ ٱلْكِتَٰبِ وَأُخَرُ مُتَشَٰبِهَٰتٌۭ ۖ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِمْ زَيْغٌۭ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَٰبَهَ مِنْهُ ٱبْتِغَآءَ ٱلْفِتْنَةِ وَٱبْتِغَآءَ تَأْوِيلِهِۦ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُۥٓ إِلَّا ٱللَّهُ ۗ وَٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ يَقُولُونَ ءَامَنَّا بِهِۦ كُلٌّۭ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ

دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځېنې محكم (ښكاره مراد والا) ایتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله۔، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ په ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه) زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان

هغه ذات دی چې پر تا -ای پېغمبره- یې قرآن نازل کړی، له هغه نه څه آیتونه څرګندې معناوې لري، هېڅ ګډوډی نلري، چې بنسټ د کتاب او زیاتره همدا دي، او همدې ته د اختلاف پر مهال ورګرځېدل کېږي، او له دې څخه نور آیتونه دي چې د ګڼو معناګانو احتمال لري، په ډېرو خلکو یې معنا ګډوډېږي، پس هغه کسان چې د هغوی په زړونو کې د حق څخه کوږوالی وي نو محکم پرېږدي، او د احتمال والا متشابه رانیسي؛ پدې سره د شبهاتو را پارول او د خلکو ګمراه کول غواړي، او پدې سره د خپلو خواهشاتو پر بنسټ اصلي معنا د خپل فاسد مذهب سره سمه راوباسي، او د دې آیتونو حقیقي معنا او پایلې باندې یوازې الله تعالی پوهېږي، او پاخه په علم کې قوي خلک وایي: مونږ په ټول قرآن باور لرو؛ ځکه ټول زمونږ د رب لخوا دی، او متشابه آیتونه د محکمو په رڼا کې تفسیروي. او پند نه اخلي مګر د روغو عقلونو خاوندان یې اخلي.

Aal-i-Imraan 3:7Listen in Qur'an →
8

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْوَهَّابُ

(او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې

او دا (په علم کې) پاخه وایي: ای ربه زمونږ! زمونږ زړونه د حق څخه مه کږوه پس لدې چې ته راته لارښوونه وکړې، او وساتې مونږ له هغه څه نه چې د حق څخه کاږه شوي خلکو ته رسېدلي، او راکړې مونږ ته له خپل لوري څخه پراخه رحمت چې زړونه مو پرې هدایت ومومي، او له بې لاریتوب څخه مو وساتي، بېشکه ته -ای ربه زمونږ- بخښونکی د ډېرې ورکړې یې.

Aal-i-Imraan 3:8Listen in Qur'an →
9

رَبَّنَآ إِنَّكَ جَامِعُ ٱلنَّاسِ لِيَوْمٍۢ لَّا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ

اى زمونږه ربه! بېشكه ته خلقو لره جمع كوونكى يې په داسې ورځ كې چې په هغې كې هېڅ شك نشته، یقینًا الله د وعدې مخالفت نه كوي

ای زمونږ ربه! بېشکه زر دی چې ته به ټول خلک ځان ته د دوی څخه د حساب اخیستلو لپاره راټول کړې په داسې ورځ چې هېڅ شک پکې نشته، پس دا ورځ له شک پرته راتلونکې ده، بېشکه ته -ای زمونږ ربه- د ژمنې خلاف نه کوې.

Aal-i-Imraan 3:9Listen in Qur'an →
10

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ وَقُودُ ٱلنَّارِ

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي

بیشکه هغه کسان چې په الله او د هغه پر پېغمبرانو یې کفر کړی دی، د دوی مالونه او اولادونه به دوی څخه د الله عذاب بند نه کړای شي، نه په دنیا کې او نه په آخرت کې، او د دې صفاتو لرونکي همدوی خاشاک دي چې د قیامت په ورځ به پرې د دوزخ اور بلېږي.

Aal-i-Imraan 3:10Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.