Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 176

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍۢ وَٰحِدَةٍۢ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًۭا كَثِيرًۭا وَنِسَآءًۭ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًۭا

اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې د یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په (نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى

ای خلکو! د خپل رب څخه وویریږئ، پس الله تعالی هغه ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست له یو نفس نه چې هغه ستاسو پلار آدم علیه السلام دی، او پیدا کړې يې ده له آدم علیه السلام نه د هغه بي بي؛ حواء چې ستاسو مور ده، او خواره کړي يې دي د دغو دواړو له نسل څخه په ځمکه کې ډیر انسانان؛ نر او ښځې، او وویریږئ د الله تعالی څخه هغه چې سوال کوئ بعضی ستاسو د بعضو نه د هغه په نامه چې داسې وایئ: د الله په نامه دا کار داسې وکړه، او وویریږئ د پرې کولو د خپلولۍ نه هغه چې تاسو د یو بل سره نښلوي، بیشکه الله تعالی په تاسو څارونکی دی، نو هغه ستاسو هیڅ عمل نه هیروي، مګر هغه حسابوي او تاسو ته پرې جزا درکوي.

2

وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَهُمْ إِلَىٰٓ أَمْوَٰلِكُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبًۭا كَبِيرًۭا

او یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده

او ورکړئ -ای وصیت کوونکو- یتیمانانو ته -او دا هغه څوک دي چې: پلاران يې وفات شوي وي او دوی بلوغ ته نه وي رسیدلي- مالونه د دوی پوره پوره کله چې دوی بلوغ ته ورسیږی او دوی هوښیاران وي، او تاسو مه بدلوئ حرام مال په حلال باندې؛ دا چې تاسو د یتیمانو د مالونو څخه ښه او غوره مال واخلئ، او د هغه په بدل کې ورته د خپل مال څخه بیکاره او خراب مال ورکړئ، او تاسو مه اخلئ د یتیمانو مالونه چې د خپلو مالونو سره يې یوځای کوئ، یقینا دا کار ډیره لویه ګناه ده د الله تعالی په وړاندې.

3

وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟

او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ

او که چیرته تاسې ویریږئ چې انصاف به ونه کړی شئ کله چې تاسې یتیمانې انجونې په نکاح کړئ هغه چې ستاسو د ولایت لاندې دي، یا له ویرې د کموالي نه د هغوی په واجب مهر کې، او یا د هغوی سره د بدې معاملې له وجې نه، نو بس پریږدئ دوی لره او نکاح وکړئ د پاک لمنو مېرمنو سره پرته له یتیمانو انجونو، که چیرته ستاسو خوښه وي نکاح وکړئ له دوو ښځو سره یا د دریو ښځو سره او یا له څلورو سره، او که چیرته تاسو ویریږئ چې د مېرمنو ترمنځ به انصاف ونه کړای شئ نو بیا په یوه باندې بسنه وکړئ، او یا فایده واخلئ په هغو سره چې مالکان دی ستاسو ښې لاسونه یې له وینځو نه؛ ځکه چې د هغوئ هغه شان حقونه نشته لکه څرنګه چې د (ازادو) ښځو حقونه وي، دا حکم چې په آیت کې راغلی د یتیمو انجونو په اړه او بسنه کول په یوه ښځه باندې او یا فایده اخیستل له وینځې نه ډیر نږدې دي دیته چې تاسو به ظلم ونه کړئ او د حق نه به کاږه نشئ.

4

وَءَاتُوا۟ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحْلَةًۭ ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍۢ مِّنْهُ نَفْسًۭا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًۭٔا مَّرِيٓـًۭٔا

او ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى

او ښځو ته د هغوی مهرونه د واجب سوغات په توګه ورکړئ، نو که چیرته یې د خپل مهر نه یو څه له زړه نه تاسې ته درکاوه پرته لدې چې اړ یې باسئ دې کار ته؛ نو بیا یې په اسانۍ سره وخورئ چې هیڅ تکلیف پکې نه وي.

5

وَلَا تُؤْتُوا۟ ٱلسُّفَهَآءَ أَمْوَٰلَكُمُ ٱلَّتِى جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ قِيَٰمًۭا وَٱرْزُقُوهُمْ فِيهَا وَٱكْسُوهُمْ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا

او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ

(ای د چارو ساتونکو) هغو کسانو ته مالونه مه ورکوئ چې په ښه توګه یې اداره کولی نشي، ځکه دا مالونه الله تعالی سبب ګرځولی چې بندګان پرې خپلې چارې او د خپلې زندګۍ کارونه برابر کړي، او دا خلک د دې وړ ندي چې مال واخلي او خوندي یې کړي، او خرچه کوئ په هغوئ باندې او جامي ورله ترې کوئ، او دوی ته ښایسته خبرې کوئ، له دوی سره ښه ژمنه وکړئ چې تاسو به دوی ته پیسې هغه مهال ورکړئ کله چې دوی بالغ شي. او ښه چلند ورسره وکړئ.

6

وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًۭا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًۭا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّۭا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًۭا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًۭا

او تاسو یتیمان ازمایئ تر هغه پورې چې دوى (حد د) نكاح ته ورسېږي، نو كه تاسو له هغوى نه څه هوښیارتیا معلومه (محسوسه) كړه، بیا نو هغوى ته خپل مالونه وروسپارئ، او تاسو دا (د یتیمانو مالونه) په اسراف سره او جلتۍ سره مه خورئ، چې دوى به لوى شي (نو وابه يې خلي) او څوك (د یتیم ولي) چې مالداره وي، نو هغه دې (له دې ماله) ځان ښه بچ ساتي او څوك چې فقیر وي، نو هغه دې له دستور سره سم خوري، بیا چې كله هغوى ته خپل مالونه وركوئ، نو په دې (وركړه) باندې ګواهان ونیسئ او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى

او ازمیښت وکړئ -ای ولیانو- په یتیمانو کله چې بلوغ ته ورسیږي، په ورکولو د لږ مال سره چې هغوی یې مصرف کړي، نو که په ښه طریقه یې مصرف کړ، او تاسو ته د هغوی هوښیارتیا معلومه شوه؛ نو بس وسپارئ هغوی ته مالونه د هغوی پوره بغیر د نقصان نه، او مه خورئ د هغوی مالونه چې تیریدونکي یاست د هغه حد نه چې الله تعالی ستاسو لپاره روا کړی د هغوی د مالونو څخه د ضرورت په وخت کې، او تاسو بیړه مه کوئ په خوړلو د مالونو د دوی کې لدې وجې نه چې تاسو ویریږئ چې که دوی بلوغ ته ورسیږی نو خپل مال به واخلي، او ستاسو نه چې چا لره دومره مال وي چې بې حاجته کوي یې نو بس د یتیم د مال د اخیستلو څخه دې ډډه وکړي، او څوک چې ستاسو څخه غریب وي او مال ورسره نه وي نو د خپل حاجت په اندازه دي ترې خوراک وکړي، او کله چې تاسو هغوی ته وروسته د بلوغ څخه او وروسته د معلومیدلو د هوښیارتیا دهغوی څه مالونه ورسپارئ؛ نو په دغو سپارلو باندې ګواهان ونیسئ لپاره د ساتلو د حقوقو، او لپاره د بندولو د اسبابو د اختلاف لره، او الله تعالی بس دی ګواه په دې باندې، او حساب کوونکی دی د بندګانو سره د هغوی په عملونو باندې.

7

لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌۭ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًۭا مَّفْرُوضًۭا

د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، له هغه (مال) نه چې لږ وي، یا ډېر وي، مقرر كړى شوې برخه ده

نارينه و لره شته دی برخه د هغه مال نه چې پریښی وي مور او پلار او خپلوانو لکه وروڼو او کاکاګانو وروسته د هغوی له مرګ نه، که دا مال لږ وي او که ډیر، او مېرمنو لره شته دی برخه د هغه مال نه چې دوی پریښی وي؛ خلاف د هغه حکم چې کوم د جاهلیت والاو وو چې زنانه او ماشومان به یې له میراث نه محرومول، دا برخه حق دی ښکاره اندازې والا د الله تعالی له طرفه فرض کړی شوې ده.

8

وَإِذَا حَضَرَ ٱلْقِسْمَةَ أُو۟لُوا۟ ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينُ فَٱرْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًۭا مَّعْرُوفًۭا

او كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ

او کله چې حاضر شي د میراث د ویش پر مهال هغه خلک چې په میراث کې یې برخه نه وي د خپلوانو او یتیمانو او غریبانو څخه؛ نو ورکړئ دوی ته -د استحباب په ډول- د دې مال څخه مخکې د تقسیم د دې نه هغه څه چې ستاسو نفسونه پرې خوشحالیږي، نو پس د هغوی دې مال ته سترګي دي، او دا مال تاسو ته پرته له مشقت نه حاصل شوی دی، او هغوی ته ښایسته خبرې وکړئ چې څه بد پکې نه وي.

9

وَلْيَخْشَ ٱلَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا۟ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةًۭ ضِعَٰفًا خَافُوا۟ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْيَقُولُوا۟ قَوْلًۭا سَدِيدًا

او هغه كسان دې ووېرېږي چې كه چېرې دوى له خپل ځان (له مرګ) نه وروسته كمزوري بچي پرېږدي، (نو) دوى به په هغو باندې وېرېږي، نو لازم ده چې له الله نه دې ووېرېږي او سمه نېغه خبره دې وكړي

او ودې ویریږي هغه کسان چې که چیرته مړه شي دوی او وروسته پریږدي واړه او کمزوري بچي، نو دوی ویریږي پر دوئ باندې د ضایع کیدو نه، نو پس د الله تعالی څخه دې وویریږي د هغه چا باره کې چې د دوی د ولایت لاندې وي په پریښودلو د ظلم سره په دوی باندې، تر دې چې الله تعالی دوی ته برابر کړي هغه څوک چې د دوی له مرګ نه وروسته د دوی د بچو سره نیکي وکړي لکه څرنګه نیکي چې دوی کړې وه، او ښه رویه دې وکړي د هغه چا د بچو باره کې چې د دې وصیت ته حاضریږی چې ښه خبره ورته وکړي برابره د حق سره دا نه چې په خپل وصیت کې د خپلو وارثانو په حق کې ظلم وکړي، او د وصیت په پریښودلو سره دې ځان د خیر څخه هم نه محروموي.

10

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلْيَتَٰمَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًۭا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًۭا

بېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي

بیشکه هغه کسان چې خوري او اخلي مالونه د یتیمانو، او پدې کې په ظلم او زیاتي سره تصرف کوي، بیشکه دوی اچوي په خپلو خیټو کې اور چې لمبې به وهي په دوی باندې، او خامخا به یې اور سوځوي د قیامت په ورځ.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.