Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 176

91

سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا۟ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱلْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا۟ فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوٓا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُو۟لَٰٓئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَٰنًۭا مُّبِينًۭا

ژر دى چې تاسو به نور خلق ومومئ چې هغوى غواړي چې له تاسو نه په امن (او بېغمه) شي او له خپل قوم نه (هم) په امن شي، هر وخت چې فتنې (كفر او وراني) ته وبللى شي، (نو) په هغې كې نسكور پرېوځي، نو كه دوى له تاسو نه په ډډه نه شول، او تاسو ته يې سوله پېش نه كړله او خپل لاسونه يې (له جنګ) نه بند نه كړل، بیا نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځای چې تاسو دوى ومومئ او دغه خلق دي چې مونږ تاسو ته د دوى په خلاف (د جنګ كولو) ښكاره دلیل ګرځولى دى

زر دی چې وبه مومئ تاسو -ای مومنانو- یوه بله ډله د منافقانو څخه چې تاسو ته خپل ایمان ښکاره کوي د دې لپاره چې خپل ځانونه بچ وساتي، او خپل قوم ته به کفر ښکاره کوي کله چې هغوی ته واپس شي چې د هغوی څخه هم خپل ځان بچ وساتي، کله چې دوی ته بلنه ورکړل شي په الله تعالی باندې کفر او شرک کولو ته نو دوی په هغې کې واقع شي په سختو واقع کیدلو سره، نو دا کسان کله چې ستاسو سره جنګ کول پرې نه ږدي، او تاسو ته غاړه هم کې نږدي په داسې حال کې چې صلح کوونکي وي، او ستاسو څخه خپل لاسونه هم بند نه کړي؛ نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او دغه کسان چې دا صفتونه یې دي مونږ ګرځولی ستاسو لپاره د هغوی په نیولو او وژلو باندې ښکاره دلیل؛ د هغوی د دوکې او چل د وجې نه.

92

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًۭٔا ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَـًۭٔا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ وَدِيَةٌۭ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُوا۟ ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّۢ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌۭ فَدِيَةٌۭ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍۢ مُّؤْمِنَةٍۢ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا

او د هېڅ مومن لپاره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي، وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام، وینځه) ازادول دي، نو چا چې (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره۔ او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

نه دي پکار مومن لره چې ووژني بل مومن مګر که د خطا په ډول ترې ووژل شي، او چا چې وواژه مومن د خطا په ډول نو په ده باندې لازم دي ازادول د یو څټ چې مريی وي، مومن وي کفاره د ده د کار نه، او لازمه ده د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې د دې قاتل څخه میراث وړي د دیت ورکول، پوره پوره به یې د وژل شوي کس وارثانو ته ورکوي، مګر که بخښنه وکړي دا وارثان له دیت اخیستلو څخه نو بیا نه لازمیږی په دوی باندې دیت ورکول، او که چیرته دا وژل شوی کس د داسې یو قوم څخه وي چې هغه ستاسو سره جنګ کوونکی وي او مومن وي؛ نو بیا واجب دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مومن مريي، او په ده باندې دیت نشته، او که چیرته وژل شوی کس مومن نه وي خو لکن د داسې یو قوم څخه وي چې ستاسو او د هغوی ترمنځ لوظ وي لکه د ذمیانو په شان، نو بیا لازم دی د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې وارثان وي د دې قاتل دیت پوره پوره به يې ورکوي د وژل شوي کس وارثانو ته، او لازم دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مريی چې مومن وي کفاره د خپل کار څخه، نو که چیرته دا قاتل بیانه مومي څوک چې ازاد یې کړي او یا د قیمت ورکولو وس نه لري، نو پس لازم دي په ده باندې دوه میاشتی پرلپسي روژه نیول پر لپسې چې په منځ کې به یې روژه نه ماتوي، د دې لپاره چې الله تعالی رجوع د رحمت وکړي په ده باندې په سبب د هغه کار چې ده کړی دی، او دی الله تعالی پوهه د خپلو بندګانو په عملونو او د هغوی په نیتونو، حکیم ذات دي په خپل شریعت او تدبیر کې.

93

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًۭا مُّتَعَمِّدًۭا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَٰلِدًۭا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًۭا

او هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله په ده باندې غضب كړى دى او په ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى

او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لاس ووژني، نو د هغه سزا به د تل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او د دغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به د هغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي.

94

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُوا۟ وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَنْ أَلْقَىٰٓ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًۭا تَبْتَغُونَ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌۭ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.

95

لَّا يَسْتَوِى ٱلْقَٰعِدُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُو۟لِى ٱلضَّرَرِ وَٱلْمُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ دَرَجَةًۭ ۚ وَكُلًّۭا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًۭا

په مومنانو كې ناست خلق، چې تكلیف والا نه دي، (دوى) او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكي سره برابرېدلى۔ نه شي، الله په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په لويې مرتبې سره فضیلت وركړى دى، او له هر یو سره الله د ښې بدلې وعده كړې ده، او الله جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په ډېر لوى اجر سره غوره والى وركړى دى

نه دي برابر هغه مومنان چې ناست دي په کورونو کې د جهاد کولو څخه د الله په لار کې پرته د عذر له خاوندانو څخه لکه: مریضان او ړانده، او هغه کسان چې جهاد کوي د الله تعالی په لاره کې په خرچ کولو د خپلو مالونو او (په قربانولو) د خپلو نفسونو، غوره کړي دي الله تعالی جهاد کوونکي په خرچ کولو د خپلو مالونو او نفسونو په ناستو خلکو د جهاد نه په درجه کې، او لپاره د هر یو د مجاهدینو څخه او له جهاد څخه د ناستو خلکو لره چې په عذر ناست وي ثواب دی هغه چې دا یې مستحق کیږي، او غوره ګرځولي دي الله تعالی مجاهدینو لره په (کورونو ) پر ناستو خلکو باندې د هغه له اړخه په لوی ثواب ورکولو سره.

96

دَرَجَٰتٍۢ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةًۭ وَرَحْمَةًۭ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًا

چې د هغه (الله) له طرف نه مرتبې دي او بخښنه او مهرباني ده، او الله له همېشه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

دا ثواب مرتبې دي بعضی دپاسه د بعضو نورو، سره د بخنې د ګناهونو او سره د رحمت څخه په دوی، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی خپلو بندګانو ته مهرباني کوونکی په دوی باندې.

97

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا۟ فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا۟ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ قَالُوٓا۟ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةًۭ فَتُهَاجِرُوا۟ فِيهَا ۚ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا

بېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

یقینا هغه کسان چې ساه اخلي د دوی څخه ملایکې او حال دا چې دوی وي ظلم کوونکي په خپلو ځانونو په پریښودلو د هجرت کولو سره د کفر له وطن څخه د اسلام وطن ته، وايې دوی ته ملایکې په وخت د اخیستلو د ساګانو د دوی رټنه کوونکي دوی ته: په کوم حال باندې تاسو وئ؟ او په کوم شی باندې تاسو د مشرکانو څخه جدا شوې یاست؟ نو دوی به ورته جواب ورکړي عذر پیش کوونکي به وي: بیشکه مونږ کمزوري وو زمونږ بله چاره نه وه او مونږ څه قوت هم نه درلوده چې مونږ د خپلو ځانونو څخه دفاع کړې وه. نو ملایکې به ورته ووايې په شکل د رټنې: آیا نه وو ښارونه د الله تعالی پراخه چې ورته وتلي وئ چې په خپل دین او ځانونو باندې په امن کې پاتې شوې وئ د ذلیله کولو او د زور کولو څخه په تاسو؟! نو پس دا هغه کسان دي چې هجرت يې ندی کړی، ځای د ورتللو د دوی چې پکې پاتې کیږي به هغه اور دی، او ډیر بد دی دا ځای د ورګرځیدلو او ورتللو د دوی لپاره.

98

إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةًۭ وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًۭا

مګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي

او مستثنی دي د دې عذاب او ویرې څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه و چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوی وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان ښایي چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د دوی څخه.

99

فَأُو۟لَٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًۭا

نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى

او مستثنی دي د دې عذاب او ویری څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وو چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوي وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان نزدی ده چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي لدوی څخه.

100

۞ وَمَن يُهَاجِرْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدْ فِى ٱلْأَرْضِ مُرَٰغَمًۭا كَثِيرًۭا وَسَعَةًۭ ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِنۢ بَيْتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدْرِكْهُ ٱلْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

او چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

او هغه څوک چې هجرت وکړي د کفر له ښار څخه د اسلام ښار ته لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی وبه مومي په ځمکه کې هغه چې هجرت یې ورته کړی دی بدلیدونکی حالت او ځمکه په غیر له هغې ځمکې څخه چې پریښې ده، حاصل به کړي په دې ځمکه کې عزت او پراخه رزق، او هر هغه څوک چې ووځي له خپل کور څخه هجرت کوونکی الله تعالی او د هغه رسول ته، بیا ورته مرګ راشي مخکې له رسیدلو د خپل هجرت ځای ته، نو پس یقینا ثابت شو اجر د ده الله تعالی سره، او هیڅ ضرر نه رسوي ده ته دا خبره چې دا خپل د هجرت ځای ته ونه رسیده، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د ده د بندګانو څخه، مهرباني کوونکی دی په دوی باندې.

An-Nisaa 4:100Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.