Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 176

81

وَيَقُولُونَ طَاعَةٌۭ فَإِذَا بَرَزُوا۟ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌۭ مِّنْهُمْ غَيْرَ ٱلَّذِى تَقُولُ ۖ وَٱللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا

او دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او په الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز

او منافقان تاته په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ ستا خبره منو او عملي کوو یې، چې بیا ستا د خوا نه ووځي نو چلونه جوړوي یوه ډله د دوی څخه په پټ ډول خلاف د هغه څه چې تا ته یې ښکاره کړي وو، او الله تعالی خه پوهیږي په هغو چلونو چې دوی یې جوړوي، او خامخا ورله د دوی په دې چل او دوکې سزا ورکوي، نو ته دوی ته مه ګوره؛ نو پس دوی تا ته هیڅ ضرر نشي دررسولی، او خپل ټول کارونه الله تعالی ته وسپاره، او په هغه اعتماد وکړه، او بس دی الله تعالی کار جوړوونکی چې ته په هغه باندې اعتماد کوې.

82

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَٰفًۭا كَثِيرًۭا

ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له خوا وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و

دا خلک ولې په قران کریم کې سوچ او فکر نه کوي او هغه ولې نه لولي تر دې چې دوی ته دا ثابته شي چې پدې کې هیڅ اختلاف او ګډوډی نشته؟! او تر دې چې دوی پوهه شي په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی، او که چیرته دا د غیر الله له طرفه وی نو خامخا دوی به د دې په احکامو کې ډيره ګډوډي پیداکړې وی او د دې په معنا کې به یې هم ډیر اختلاف او فرق پیداکړی وی.

83

وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌۭ مِّنَ ٱلْأَمْنِ أَوِ ٱلْخَوْفِ أَذَاعُوا۟ بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَٱتَّبَعْتُمُ ٱلشَّيْطَٰنَ إِلَّا قَلِيلًۭا

او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه خوره (نشر) كړي۔ او كه چېرې دوى هغه رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي۔ او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، خامخا تاسو به د شیطان تابعداري كړې وه۔ مګر لږو خلقو (به نه وه كړې)

کله چې دغو منافقانو ته د مسلمانانو د امن، خوښۍ، يا وېرې او غم خبر راشی، هغوی يې افشا کوي او خپروي يې، که هغوی صبر کولای او امر يې رسول الله - صلی الله عليه وسلم -، د رايې، پوهې او نصحيت څښتنانو ته راجع کولای؛ نو د رايې او استنباط څښتنانو به درک کړې وای چې د خپرولو او پټولو په اړه يې څه کول په کار دي، که پر تاسو د الله پېرزوينه د اسلام له امله او د قرآن له امله نه وای اې مؤمنانو، چې له هغه څه يې ساتلي یاست پر کوم څه يې چې دغه منافقان اخته کړي دي؛ نو هرومرو به له تاسو له لږو پرته نورو د شيطان د وسوسو پيروي کړې وای.

84

فَقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًۭا وَأَشَدُّ تَنكِيلًۭا

نو ته د الله په لاره كې جنګ كوه، ته يواځې د خپل نفس په هكله ذمه وار ګرځولى شې او مومنانو ته ترغیب وركړه، كېدى شي چې الله د هغو كسانو جنګ بند كړي چا چې كفر كړى دى، او الله ډېر سخت دى د جنګ په لحاظ او ډېر سخت دى د سزا وركولو په لحاظ

نو بس ته جنګ وکړه -ای پیغمبره- د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او د بل چا باره کې ستا څخه تپوس نشې کیدلی او ته په هغو باندې نه رانیول کیږي؛ ځکه چې ته نه يې مکلف مګر په بارولو د خپل ځان په جنګ باندې، او ترغیب ورکړه مومنانو ته په جنګ کې او په هغه باندې یې تېز کړه، کیدای شي الله تعالی ستاسو د جنګ په وجه د کافرانو قوت دفع کړي، او الله تعالی ډیر سخت دی په قوت کې، او ډیر سخت دی په سزا کې.

85

مَّن يَشْفَعْ شَفَٰعَةً حَسَنَةًۭ يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٌۭ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَٰعَةًۭ سَيِّئَةًۭ يَكُن لَّهُۥ كِفْلٌۭ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ مُّقِيتًۭا

چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پیټى وي او الله له همېشه په هر شي باندې قدرت لرونكى دى

څوک چې بل چا ته د خیر رسولو کوشش کوي؛ نو د هغه لپاره به د ثواب څخه برخه وي، او څوک چې بل چا ته د شر رسولو کوشش کوي؛ دې لپاره به د ګناه نه برخه وي، او دی الله تعالی په هر هغه عمل چې انسان یې کوي حاضر او ګواه او خامخا به ورله په هغه بدله ورکړي. نو څوک چې ستاسو څخه د خیر د حاصلولو سبب وګرځي نو ده لره به د هغه نه برخه او نصیب وي، او څوک چې سبب شي د شر په حاصلولو کې نو ده ته به د دې نه خامخا څه شر رسیږي.

86

وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍۢ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًا

او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا هم هغه ور وګرځوئ ۔، بېشكه الله د هرشي ښه حساب كوونكى دى

او کله چې په تاسو باندې چا سلام واچاوه نو تاسو جواب ورکړئ دوی ته په غوره د هغه نه چې په تاسو یې سلام اچولی، او یا جواب ورکړئ د هغه د سلام په شان، او په غوره طریقې سره جواب ورکول ډیر غوره دي، بیشکه الله په هغه عمل چې تاسو یې کوئ څوکۍ کوونکی دی، او خامخا هر چا لره به د هغه په عمل بدله ورکړي.

87

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثًۭا

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر يواځې هم دى دى، هغه به تاسو خامخا د قیامت ورځې ته راجمع كړي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته او له الله نه په خبره كې ډېر رښتینى څوك دى؟

الله تعالی دی نشته بل څوک لایق د عبادت په حق سره پغیر د هغه څخه، خامخا راغونډ به کړي اول او اخر ستاسې په ورځ د قیامت هغه ورځ چې هیڅ شک پکې نشته؛ لپاره د بدلې درکولو ستاسو په عملونو باندې، او نشته هیڅوک ریښتیا وینا کوونکی د الله تعالی څخه.

88

۞ فَمَا لَكُمْ فِى ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِئَتَيْنِ وَٱللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓا۟ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا۟ مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًۭا

نو د منافقانو په باره كې په تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې

څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره د تعامل کې د منافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ د هغوی سره د هغوی د کفر په وجه، او بله ډله د هغوی سره جنګ کول ناروا بولي د هغوی د ایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو د هغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب د عملونو د دوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لاره روان کړئ چې الله تعالی ورته د حق د قبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لاری کړي نو هیڅکله به هم ته د هغه لپاره د هدایت لاره ونه مومې.

89

وَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا۟ فَتَكُونُونَ سَوَآءًۭ ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ أَوْلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًا

دوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى

ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به د هغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ د کافرانو څخه دوستان د هغوی د دښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي د الله تعالی په لاره کې د کفر د کور څخه د اسلام کور ته چې دلالت کونکی وي د دوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ د دوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ د دوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو د دښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي.

90

إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوْ جَآءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَٰتِلُوكُمْ أَوْ يُقَٰتِلُوا۟ قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَٰتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ ٱعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَٰتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًۭا

مګر هغه كسان چې د داسې قوم سره پیوند لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نوله تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ لاره نه ده ګرځولې

مګر هغه کسان چې ځان یوځای کړي لدوی څخه داسې یو قوم ته چې ستاسو او د هغوی ترمنځ مضبوط لوظ وي په پریښودلو د جنګ باندې، او یا هغه کسان چې راغلي وي تاسو ته او حال دا چې تنګې شوي وي سینې د هغوی نو پس نه غواړي جنګ کول ستاسې سره او نه د خپل قوم سره، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی نو برلاسی کړی به یې وې په تاسو نو ستاسو سره به یې جنګ کړی و، نو پس قبول کړئ د الله تعالی له طرفه بچ ساتل ستاسو، او د هغوی په وژلو او بندي کولو لاس مه پورې کوئ، نو که چیرته هغوی ستاسو څخه یو طرف ته شول (په ډډه شول) او ستاسو سره یې جنګ ونه کړ، او غاړه یې کیښوده تاسو ته په داسې حال کې چې سوله کوونکي وو او پریښودنکي وو ستاسو جنګ لره، نو بس نده ګرځولې الله تعالی تاسو ته په هغوی باندې څه لاره د جنګ کولو او یا د هغوی د قیدې کولو.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.