يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ خُذُوا۟ حِذْرَكُمْ فَٱنفِرُوا۟ ثُبَاتٍ أَوِ ٱنفِرُوا۟ جَمِيعًۭا
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپلې وسلې واخلئ، پس (د جنګ لپاره) بېلې بېلې ډلې ووځئ، یا ټول په جمع ووځئ
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعدارۍ مو کړې ده، ونیسئ خپله ساتنه د خپلو دښمنانو څخه په نیولو د اسبابو د هغوی د جنګ کولو، نو ووځئ هغوی ته د جنګ لپاره یوه ډله وروسته د بلې ډلې څخه، او یا ورته ټول په یو ځای ووځئ، دا ټول د خپل مصلحت مطابق، او مطابق د هغې خطې چې دښمن ته پکې ماتې ورکول کیږي.