Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 61–70 of 176

61

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيْتَ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًۭا

او كله چې دوى ته وویل شي هغه (قرآن) ته راشئ چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ، نو) ته به منافقان وینې چې له تا نه مخ اړوي، سخت مخ اړول

او کله چې دې منافقانو ته وویل شي: راشئ هغه څه ته چې رالیږلی الله تعالی په خپل کتاب کې د فیصلی څخه، او راشئ پیغمبر ته د دې لپاره چې فیصله وکړي ستاسو تر منځ په جګړو ستاسو کې، ته به وینې -ای پیغمبره- چې ګرځي به ستا څخه د فیصلې لپاره بل چاته په پوره ګرځیدلو سره.

62

فَكَيْفَ إِذَآ أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّآ إِحْسَٰنًۭا وَتَوْفِيقًا

نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې په الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو

نو څرنګه به وي حال د منافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب د هغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او د دواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې د الله تعالی قانون او شرع د هغه په بندګانو باندې عملي شي.

63

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعْلَمُ ٱللَّهُ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِىٓ أَنفُسِهِمْ قَوْلًۢا بَلِيغًۭا

دا هغه كسان دي چې الله پوهېږي په هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه

دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي د نفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته د الله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او د دوی په زړونو کې ورننوځي.

64

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ جَآءُوكَ فَٱسْتَغْفَرُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْتَغْفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُوا۟ ٱللَّهَ تَوَّابًۭا رَّحِيمًۭا

او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم) بخښنه غوښتې وَى (، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و

او مونږ نه دی لیږلی هیڅ رسول مګر د دې لپاره چې د هغه اطاعت وکړی شي په هغه څه کې چې امر پرې کوي د الله تعالی په خوښه او د هغه په تقدیر، او بیشکه کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کړی وي په کولو د ګناهونو سره نو راشي تاته -ای پیغمبره- ستا په ژوند کې اقرار کوونکي په هغو ګناهونو چې دوی کړي وي پښیمانه هم وي او توبه ویستونکي هم وي، او د الله تعالی څخه يې بخښنه غوښتلي وي، او تا ورله هم بخښنه غوښتلي وي؛ نو خامخا دوی به موندلی وای الله تعالی توبه قبلوونکی د دوی؛ مهرباني کوونکی په دوی باندې.

65

فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًۭا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًۭا

پس داسې نه ده، ستاپه رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني

داسې خبره نده لکه څرنګه چې ګمان کوي دا منافقان. بیا الله رب العزت په خپل ذات باندې قسم وکړ چې بیشکه دوی تر هغه وخته پورې په حقه سره منونکي نشې کیدلی تر څو چې دوی فیصله ورنه وړي پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د هغه په ژوند کې او د هغه قانون او شرعې ته د هغه د مرګ څخه وروسته په هره مسئله چې د دوی پکې اختلاف راځي، او بیا راضي شي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په فیصله باندې، او د دوی په سینو کې د دې فیصلې د وجې نه څه تنګستیا او شک پاتي نشي، او غاړه کیږدي په پوره غاړه کیښودلو سره په ښکاره او پټ ډول.

66

وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ ٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ أَوِ ٱخْرُجُوا۟ مِن دِيَٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌۭ مِّنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا۟ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًۭا

او كه په رښتیا مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و

او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

67

وَإِذًۭا لَّءَاتَيْنَٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجْرًا عَظِيمًۭا

او په دغه وخت كې به یقینًا مونږه دوى ته له خپل جانبه ډېر لوى اجر وركړى و

او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وی وژل د یو بل، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړي مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکیدلی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

68

وَلَهَدَيْنَٰهُمْ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا

او مونږ به یقینًا دوى په نېغه لار روان كړي وو

او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وای وژل د یو بل لره، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړې مګر لږو کسانو له دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکول کیږي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوئ ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی وی دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

69

وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّۦنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّٰلِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُو۟لَٰٓئِكَ رَفِيقًۭا

او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلقو سره وي په چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي

او چاچې تابعدارې وکړه د الله تعالی او د پیغمبر نو دا کسان به د هغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته د ننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي د دوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې د الله تعالی په لاره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان د ملګرو څخه په جنت کې.

70

ذَٰلِكَ ٱلْفَضْلُ مِنَ ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمًۭا

دا د الله له جانبه (پېرزویَنه او) فضل دى او الله كافي دى، ښه پوه

دغه بیان شوی ثواب مهرباني ده د الله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو، او کافي دی الله تعالی پوه د دوی په احوالو، او خامخا بدله به ورکړی هر چا ته په خپل عمل.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.