Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 176

51

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يُؤْمِنُونَ بِٱلْجِبْتِ وَٱلطَّٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَٰٓؤُلَآءِ أَهْدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ سَبِيلًا

ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) په بت او په شیطان (هم) ایمان راوړي او د كافر شوو كسانو (مشركانو) په باره كې وايي: دا (كفار) له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- او تعجب کوې حال د هغو یهودو ته چې الله تعالی ورته د علم نه څه برخه ورکړې ده، یقین کوي په هغه څه چې دوی جوړ کړی لایق د بندګۍ ښکته د الله تعالی څخه، او وایې - چاپلوسي کوونکي مشرکانو ته- بیشکه دوی په ډیره ښه طریقه دي د محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو څخه؟!.

52

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا

دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه ومومې

دا هغه کسان دي چې دا فاسده عقیده لري او هم دوی دي چې الله تعالی د خپل رحمت څخه شړلي دي، او څوک چې الله تعالی د خپل رحمت نه وشړي نو ته به هغه لره هیڅ څوک مرستندوی پیدا نه کړې چې مرسته يې وکړي.

53

أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌۭ مِّنَ ٱلْمُلْكِ فَإِذًۭا لَّا يُؤْتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا

ایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي

نشته دې خلکو لره څه برخه د بادشاهۍ نه، او که چیرته وي دوی لره څه برخه د بادشاهئ نه نو نه به يې وی ورکړی هیچا ته د دې څخه هیڅ شی، او اګر که په اندازه د هغه داغ وي کوم چې د کجوري د هډوکی(زړی) په شا وي.

54

أَمْ يَحْسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۖ فَقَدْ ءَاتَيْنَآ ءَالَ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَءَاتَيْنَٰهُم مُّلْكًا عَظِيمًۭا

یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړى دى، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه

بلکه دوی حسد کوي د محمد -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو سره په هغه چې الله تعالی دې ته ورکړي د پیغمبرۍ نه او د ایمان نه او په زمکه کې د قدرت نه. نو ولې دوی حسد کوي د دوی سره او حال دا چې مخکې مونږ ورکړی و کورنۍ د ابراهیم علیه السلام ته رالیږل شوی کتاب، او پرته له رالیږل شوي کتاب نه نوره وحې هم، او ورکړې وه مونږ هغوی ته په خلکو باندې پراخه بادشاهي.

55

فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ ۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا

نو له دوى نه ځینې هغه دي چې په ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى

ځینې د اهل کتابو نه هغه دي چې ایمان یې راوړی په هغه وحې چې الله تعالی په ابراهیم علیه السلام باندې رالیږلې ده او د هغې په اولاده کې په نورو پیغمبرانو رالیږلی ده، او بعضی د دوی څخه هغه دي چې مخ یې اړولی دی په هغې باندې د ایمان راوړلو څخه، او دا موقف د دوی د محمد صلی الله علیه وسلم باندې چې کومه وحی راغلی وه د هغې باره کې هم دی، او دی اور د جهنم پوره عذاب د هغه چا لپاره چې کفر یې کړی د دوی څخه.

56

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًۭا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًۭا

بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی زمونږ په آیتونو زر به ننباسو مونږ دوی د قیامت په ورځ اور ته چې ګردچاپیره به وي د دوی څخه، هر کله چې وسوځیږی څرمنې د دوی بدلې به کړو ورله نوری څرمنې غیر د دې نه؛ د دې لپاره چې په دوی باندې عذاب همیشه وي، بیشکه دې الله تعالی زورور دی هیڅ شي پرې نشي غالب کیدلی، حکمت والا دی په هغه څه کې چې برابروي يې او فیصله کوی يې.

57

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ لَّهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّۭا ظَلِيلًا

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو

او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی د قیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي.

58

۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا۟ ٱلْأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُوا۟ بِٱلْعَدْلِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًۭا

بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

بیشکه الله تعالی امر کوي تاسو ته چې ورسوئ ټول امانتونه خپلو خاوندانو ته، او حکم کوي تاسو ته کله چې تاسو د خلکو تر منځه فیصلې کوئ چې انصاف وکړئ او د حق نه مه کږیږئ چې په فیصله کې زیاتی وکړئ، بیشکه ډیر ښه دی هغه چې الله تعالی تاسو ته پرې پند درکوي او تاسو ته ښودنه کوي په هر حال کې، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو ویناګانو لره، لیدونکی دی ستاسو کارونو لره.

59

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَأُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍۢ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌۭ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې جګړه وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ۔ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، تابعداري وکړئ د الله تعالی او تابعداري وکړئ د هغه د پیغمبر، په عملي کولو د هغه څه چې امر یې پرې کړی او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې نهی یې ترې کړې ده، او تابعداري وکړئ د خپلو اختیار والاو تر څو چې په ګناه یې درته امر نه وي کړی، نو که چیرته تاسو اختلاف پیدا کړ په څه شي کې نو وګرځئ په دې کار کې د الله تعالی کتاب او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته، که چیرته تاسو ایمان لرئ په الله تعالی او په ورځ وروستنئ، دا د الله کتاب او د پیغمبرو سنتو ته ګرځیدل ډیر غوره دي د هميشوالي كولو نه په اختلاف کې او د وینا کولو نه په خپله رایه، او ډیر ښه دی تاسو لره په اعتبار د انجام.

60

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا۟ أَن يَكْفُرُوا۟ بِهِۦ وَيُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًۭا

ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعویٰ كوي چې دوى په هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي دا چې خپل منځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره

آیا ته نه ګورې -ای پیغمبره- تناقض د منافقانو ته چې د یهودو څخه دي هغه کسان چې دعوه کوي په دروغو سره چې یقینا دوی ایمان راوړی په هغه کتاب چې په تا باندې نازل شوی دی او په هغو کتابونو چې ستا څخه مخکې نورو پیغمبرانو باندې نازل شوی دی، دوی غواړي چې فیصلې وېسې په خپلو جګړو کې غیر د الله تعالی د شرعې نه هغه شرعې ته چې بندګانو جوړه کړی ده، او دوی ته امر کړی شوی و چې په دې باندې کفر وکړي. او غواړي شیطان چې لرې يې کړي د حق نه په ډیر لرې والي سره چې د هغه سره سمه لاره نشي موندلی.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.