Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 176

41

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍۭ بِشَهِيدٍۢ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ شَهِيدًۭا

نو څه حال به وي په هغه وخت كې كله چې مونږ له هر امت نه یو ګواه راولو او تا په دوى باندې (د) ګواه (په حیث) راولو

نو څرنګه به وي حال په ورځ د قیامت کله چې مونږ راولو د هر امت پیغمبر لره چې ګواهي به کوي په خپل امت باندې په هغه عمل چې کړی يې وي، او رابه ولو مونږ تالره -ای پیغمبره- ستا په امت باندې ګواهي کوونکی؟!.

42

يَوْمَئِذٍۢ يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَعَصَوُا۟ ٱلرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ ٱلْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ ٱللَّهَ حَدِيثًۭا

په دغه ورځ كې به هغه كسان ارزو كوي چې كافر شوي دي او د رسول نافرماني يې كړې ده، چې كاشكې په دوى باندې ځمكه (له پاسه نه) همواره كړى شي، او دوى به له الله نه هېڅ خبره (هم) نشي پټولى

په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی د الله تعالی څخه هیڅ شی د هغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به د دوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به د دوی په کړو عملونو ګواهي وکړي.

43

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْرَبُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمْ سُكَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا۟ مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِى سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا۟ ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌۭ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءًۭ فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًۭا طَيِّبًۭا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ او نه د جنابت په حالت كې، مګر دا چې لارَوي یئ، تر دې چې تاسو غسل وكړئ او كه تاسو بېماران یئ، یا په سفر یئ، یا په تاسو كې یو كس له اودس ماتي راشي، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ، پس د خپلو مخونو او (تر مړوندونو پورې د) لاسونو مسح وكړئ، بېشكه الله ډېر معافي كوونكى، ښه مغفرت كوونكى دى

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړی! تاسو لمونځ مه کوئ په داسې حال کې چې تاسو نشه یاستئ تر دې پورې چې خه روغ شئ له نشې څخه، او پوهه شئ په هغه څه چې تاسو یې وایئ -او دا حکم مخکې د شرابو د حراموالي څخه و- او لمونځ مه کوئ حال دا چې تاسو په جنابت کې یاستئ، او تاسو جوماتونو ته مه ننوځئ د نشې په حال کې مګر دا چې تیریدونکي یاستئ او په هغه کې نه پاتې کیږئ؛ تر دې چې ولامبئ، او که چیرته تاسو ته داسې مرض دررسیدلی وي چې د هغه سره د اوبو استعمال نا ممکن وي، او یا تاسو مسافر وئ، او یا یو کس ستاسو څخه بی اودسه شي، او یا د خپلو ښځو سره کوروالی وکړئ؛ نو اوبه پیدا نه کړئ نو پس بیا قصد وکړئ پاکې خاورې ته، نو مسح وکړئ په خپلو مخونو او په خپلو لاسونو د دې خاورې څخه، بیشکه الله تعالی مخ اړوونکی دی ستاسو د کموالي څخه، بخنه کوونکی دی تاسو ته.

44

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يَشْتَرُونَ ٱلضَّلَٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ

ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي (د هغوى په حال نه یئ خبر شوي) چې هغوى ته څه حصه له كتابه وركړى شوې ده، چې هغوى ګمراهي اخلي او غواړي چې تاسو (هم حقه) لاره وركه كړئ

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د یهودو د کار نه هغه چې الله تعالی ورته د تورات د علم څخه څه برخه ورکړی ده، بدلوي (اخلي) ګمراهي په هدایت باندې، او دوی ستاسو په ګمراه کولو باندې هم حرص کوونکي دي -ای مومنانو- د سمې لارې څخه هغه چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی؛ د دې لپاره چې تاسو د هغوی په کږې لاره روان شئ؟!.

45

وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَآئِكُمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ نَصِيرًۭا

او الله ستاسو په دښمنانو ښه پوه دى او الله كافي دى كارساز او الله كافي دى مدد كوونكى

او الله رب العزت ښه پوهه دی ستاسو په دښمنانو -ای مومنانو- نو تاسو یې په هغوئ باندې خبر کړی یاستئ او د هغوی دښمني یې تاسو ته بیان کړې ده، او پوره دی الله تعالی کار چلوونکی، چې تاسو د هغوی د جنګ څخه ساتي، او پوره دی الله تعالی مددکوونکی بچ کوي تاسو لره د هغوی د چلونو او د تکلیفونو څخه او تاسو په هغوی غالبه کوي.

46

مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَٱسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍۢ وَرَٰعِنَا لَيًّۢا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًۭا فِى ٱلدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَٱسْمَعْ وَٱنظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا

او ځینې له هغو كسانو نه چې یهودیان دي، هغوى له خپلو ځایونو نه كلمِې بدلوي او هغوى وايي: سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا مونږ واورېدل او مونږ نافرماني وكړه۔‘‘ وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ ’’او ته واوره، چې ته اورول شوى نه يې‘‘ اورَاعِنَا زمونږ رعایت وكړه د خپلو ژبو په تاوولو سره او په دین كې د طعن (او عیب) راوښكلو لپاره، او یقینًا كه دوى ویلي وى (چې) سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ’’مونږ واورېدل او اطاعت مو وكړ‘‘، او اِسْمَعْ ’’واوره‘‘، وَانْظُرْنَا ’’او مونږ ته وګوره‘‘، نو دا (كلام) به د هغوى لپاره ډېر غوره او ډېر درست ساتونكى و او لېكن الله د دوى د كفر په سبب په دوى لعنت كړى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)

له یهودو څخه یو بد قوم دی بدلوي هغه خبرې چې الله تعالی رالیږلي دي، نو بس د هغه تفسیر کوي خلاف د هغه څه چې الله تعالی رالیږلي دي، او وایې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته کله چې ورته هغه په څه شي باندې امر وکړي: مونږ ستا خبره اورو، او ستا د کار مخالفت کوو، او وایې دوی د مسخرې په ډول: واوره هغه څه چې مونږ یې وایو ته دې اورول ونه کړی شی؛ او دوی ښکاره کوي په خپلې دې وینا سره: «راعنا» چې دوی دا غواړي: ستا غوږ مونږ ته متوجه کړه، او بلکه د دوی مقصد کنځل کول وي (شپونکې، یا کم عقل او غبي)؛ اړوي راړوي په دې سره ژبې خپلې، دوی اراده د بد دعایۍلري په پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او هدف د دوی په دین کې عیب ویل وي، او که چیرته دوی ویلی وئ: مونږ ستا وینا واوریده، او ستا تابعداري کوو، په بدل د وینا د دوی کې: مونږ ستا خبره واوریده، او ستا تابعداري نه کوو، او ویلی یې وئ: واوره، په ځای د وینا د دوی: واوره تا ته دې اورول ونه کړی شي، او دوی ویلي وی: مونږ ته لږ انتظار وکړه چې مونږ په هغه څه پوهه شو چې ته یې وایې، په ځاي د وینا د دوی: راعنا (زمونږ شپونکیه، یا کم عقل او غبي)؛ دا به خامخا دوی لره غوره وی د هغه څه نه چې دوی اول ویلی و، او ډیره برابره خبره به وي د هغې نه؛ ځکه چې په دې کې خایسته ادب دی، هغه چې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- د شان سره مناسب دی، خو لکن الله تعالی په دوی باندې لعنت کړی دی، نو دوی یې د خپل رحمت څخه شړلي دي د دوی د کفر په وجه، نو دوی داسې ایمان نه راوړي چې دوی ته فایده ورسوي.

47

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ ءَامِنُوا۟ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًۭا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰٓ أَدْبَارِهَآ أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّآ أَصْحَٰبَ ٱلسَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًا

او اى هغو كسانو چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى! تاسو په هغه (كتاب) ایمان راوړئ چې مونږ نازل كړى دى، چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له تاسو سره دي، مخكې له دې چې مونږه څه مخونه محوه كړو، بیا دغه (مخونه) خپلو شاګانو ته ورواړوو، یا پرې مونږ لعنت وكړو، لكه څنګه چې مونږ لعنت كړى و د خالي د ورځې په ملګرو، او د الله كار (خامخا) پوره كړى شوى وي

ای هغه کسانو چې کتاب ورته ورکړی شوی دی د یهودو او نصاراو څخه، ایمان راوړئ په هغه کتاب چې مونږ په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې نازل کړی دی، هغه چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتابونو چې ستاسو سره دي د تورات او انجیل څخه، مخکې لدې نه چې مونږ وران کړو هغه حواس چې په مخونو کې دي، او ویې ګرځوو د شا طرف ته، او یا به مونږ دوی وشړو د الله تعالی د رحمت څخه لکه څرنګه چې مونږ د دې څخه د شنبی ورځې والا (خالی ورځې والا) شړلی وو هغه کسان چې د شنبې په ورځ يې د ماهیانو ښکار کړی و وروسته د دې نه چې هغوی ترې منع شوي وو، نو الله تعالی د هغوی څخه شادوګان جوړ کړل، او دی کار او فیصله د الله تعالی خامخا واقع کیدونکی.

48

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفْتَرَىٰٓ إِثْمًا عَظِيمًا

بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك، یا كفر) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله

بیشکه الله تعالی نه بښي چې هغه سره دې څه شی د خپلو مخلوقاتو څخه شریک کړل شي، او بښنه کوي ښکته د شرک او کفر څخه د ګناهونو چاته چې وغواړي په خپل فضل سره، او عذاب ورکوي په دې ګناهونو سره چا لره چې وغواړي د هغه د ګناهونو په اندازه په خپل عدل سره، او چا چې د الله تعالی سره څه شي شریک کړل نو یقینا جوړه يې کړه غټه ګناه چې؛ نه معاف کیږي څوک چې پرې مړ شو.

49

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم ۚ بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا

ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، اوپه دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال د هغو کسانو چې د خپل ځان او د خپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې د زړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي د هغوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي(زړي) په منځ کې دی.

50

ٱنظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۖ وَكَفَىٰ بِهِۦٓ إِثْمًۭا مُّبِينًا

ته وګوره دوى څنګه په الله باندې دروغ ورتپي او دا (دروغ) د ښكاره ګناه كېدلو لپاره كافي دي

وګوره ته -ای پیغمبره- څرنګه دوی جوړوي په الله تعالی باندې دروغ په ستایلو د دوی ځانونو خپلو لره! او دا یوه ګناه بسنه کوي د دې لپاره چې ښکاره کړي د دوی بې لارېتوب لره.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.