Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 176

21

وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُۥ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍۢ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًۭا

او تاسو به هغه (مال) څنګه واپس اخلئ، حال دا چې په تحقیق سره تاسو له یو بل سره یو ځای شوي یئ او هغو (ښځو) له تاسو نه ډېره پخه وعده اخيستې ده!

او څرنګه تاسو اخلئ هغه څه چې تاسو ورکړي وي هغوئ ته د مهر نه وروسته د هغه نه چې ستاسو ترمنځ کومه علاقه او دوستي رامنځ ته شوې وه او تاسو کوم خوندونه اخیستي وو او د یو بل په پټو رازونو خبر شوي وئ، ځکه چې د هغه مال ارزو کول چې د هغوی سره وي وروسته د دې ټولو خبرو نه نا آشنا او بد کار دی، او په تحقیق سره اخیستلی دی دې زنانه و ستاسو نه کلک لوظ، او هغه دا چې هغوی مو د الله په نوم او د هغه د شریعت له مخې ځان ته روا کړي دي.

22

وَلَا تَنكِحُوا۟ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةًۭ وَمَقْتًۭا وَسَآءَ سَبِيلًا

او له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړى دى، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده

او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې د پلار د ښځې سره د زوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او د الله تعالی د غصي سبب دی د دې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لار ده د هغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي.

23

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَٰتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَٰتُكُمْ وَعَمَّٰتُكُمْ وَخَٰلَٰتُكُمْ وَبَنَاتُ ٱلْأَخِ وَبَنَاتُ ٱلْأُخْتِ وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِىٓ أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ وَأُمَّهَٰتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَٰٓئِبُكُمُ ٱلَّٰتِى فِى حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّٰتِى دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا۟ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَٰٓئِلُ أَبْنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنْ أَصْلَٰبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا۟ بَيْنَ ٱلْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

حرامې كړى شوي دي پر تاسو باندې ستاسو میندې، او ستاسو لوڼه، او ستاسو خویندې او ستاسو تروریانې (د پلار خویندې) او ستاسو خاله ګانې (د مور خویندې) او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته يې تى دركړى دى او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو د ښځو میندې (سكه خواښې) او ستاسو پركټیانې، چې (عمومًا) ستاسو په پرورش كې وي، چې ستاسو له هغو ښځو نه (پیدا وي) چې تاسو ورسره كوروالى كړى وي او كه تاسو ورسره كوروالى نه وي كړى، نو (بیا) پر تاسو باندې څه ګناه نشته، او ستاسو د خپلو حقیقي زامنو ښځې (اینګوریانې) او دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ (په یو وخت كې دواړه په نكاح كې وساتئ) لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

بیشکه حرام کړي الله تعالی په تاسو باندې نکاح کول د خپلو میندو سره او پورته د هغوی نه، یعنی د مور مور او د هغې نیا د پلار یا د مور له طرف نه، او لورګانې ستاسو او لاندې د هغوی نه؛ یعني ستاسو د لورګانو لورګانې او د هغوی د لورګانو لورګانې، او همدارنګه د زوی لورګانې او د لور لورګانې او لاندې د هغې نه، او خویندې ستاسو سکه (چې مور او پلار مو یو وي) او یا ناسکه (چې مور یا پلار مو جدا وي)، او عمات (د پلار خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د پلارانو عمه ګانې او ستاسو د مورګانو عمه ګانې او پورته له هغې نه، او تروریاني (د مور خویندې) ستاسو، او همدارنګه ستاسو د میندو او پلارانو تروریاني او پورته د هغوی نه، او وریرې ستاسو او خورزې ستاسو، او د هغوی اولاد او ښکته د هغوی نه، او میندې ستاسې هغه چې تاسو ته یې تی (شیدې) درکړي وي، او خویندې ستاسو د وجې د تي رودلو نه، او ستاسو د بیبیانو میندې (خواښیانې) که تاسو د دغو بیبیانو سره کوروالی کړی وي او که نه مو وي کړی، او لورګانې ستاسو د بیبیانو هغه چې د بل خاوند څخه وي (پرکټۍ) چې ستاسو په کورونو کې غالبا هغوئ اوسیږي او د هغوئ تربیت کیږي، او همدارنګه هغه چې ستاسو په کورونو کې یې تربیت نه وي شوي، که چیرته تاسو د هغوی له مورګانو سره کوروالی کړی وي، او که کوروالی مو ورسره نه وي کړی نو بیا په تاسو څه ګناه نشته چې د هغوی د لورګانو سره نکاح وکړئ، او حرام کړې یې ده په تاسو باندې نکاح کول ستاسو د زامنو د ښځو (انګور) سره هغه زامن چې ستاسو نه پیدا وي، او اګر که هغوی ورسره کوروالی هم نه وي کړی، او په دې حکم کې ستاسو د رضاعي بچو ښځې هم شاملې دي، او حرام دی په تاسو باندې یوځای کول د دوو خویندو ترمنځ که نسبي خویندي وي او که رضاعي وي مګر هغه چې مخکې چا دا کار کړی وي په جاهلیت دور کې نو بس الله تعالی د هغه نه عفوه کړې ده، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی خپلو توبه ویستونکو بندګانو ته، مهربانه دی په هغوی باندې. او همدا رنګه په حدیثو کې د ښځې او د هغې د ترور (عمه او خاله) تر منځ د یوځای والی څخه هم منع راغلې ده.

24

۞ وَٱلْمُحْصَنَٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ۖ كِتَٰبَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَٰفِحِينَ ۚ فَمَا ٱسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةًۭ ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ ٱلْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا

او (پر تاسو باندې حرامې كړى شوي دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې له مقررولو (د مهر) نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله په هر څه پوه، ښه حكمت والا دى

او حرام کړی شوي دي په تاسو باندې نکاح کول د واده شوو زنانه و سره، مګر هغه چې مالکان شوي یاستئ تاسو په قیدي کولو د هغوئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې، نو جایز دي تاسو لره کوروالی د هغوئ سره وروسته د پاکوالي د هغوئ د بچو دانو په یو حیض (میاشتنۍ بیمارۍ) سره، دا حکم الله تعالی په تاسو فرضا مقرر کړی دی، او حلال کړي الله تعالی تاسو لره علاوه (پرته) له دې نه ټولې زنانه، په دې شرط چې تاسو ولټوئ ستاسو په مالونو سره پاکوالی ستاسو د نفسونو او بچ کول د هغو په حلالو طریقو سره چې نه یاستئ قصد کوونکې د زنا، نو د کومو زنانه و څخه چې تاسو فایدې واخلئ په نکاح کولو سره نو ورکړئ هغوئ ته مهرونه د هغوئ هغه چې الله تعالی په تاسو باندې مقرر کړی دی، او نشته ګناه په تاسو په هغه څه کې چې تاسو په هغه باندې رضا شئ وروسته د ټاکلو د واجب مهر نه، د زیاتوالی نه په هغه کې او یا عفوه کول په څه حصه د مهر کې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په خپلو مخلوقاتو باندې هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، حکمت والا دی په خپلو کارونو او حکمونو کې.

25

وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ ٱلْمُحْصَنَٰتِ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُم مِّن فَتَيَٰتِكُمُ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍۢ ۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ مُحْصَنَٰتٍ غَيْرَ مُسَٰفِحَٰتٍۢ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخْدَانٍۢ ۚ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَٰحِشَةٍۢ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى ٱلْمُحْصَنَٰتِ مِنَ ٱلْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ ٱلْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا۟ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او په تاسو كې چې څوك له اصیلو مومنو ښځو سره د نكاح كولو مالي وَس نه لري، نو (نكاح دې وكړي) له هغو مومنو وینځو سره چې تاسو يې مالكان شوي يئ او الله ستاسو په ایمان ښه عالم دى، ستاسو ځینې له ځینو نورو دي، نو د هغو (وینځو) د مالكانو په اجازت سره له هغوى سره نكاح وكړئ او هغوى ته خپل مهرونه د دستور سره سم وركړئ، (په دې شرط) چې پاك لمنې وي، بدكارې نه وي او نه پټ یاران نیونكې وي، بیا چې كله دوى مړوښې شوي، نو كه بدكاري (زنا) يې وكړه، نو په دوى باندې د اصیلو ښځو د سزا نیمايي (سزا) ده، دا (له وینځې سره د نكاح كولو اساني) په تاسو كې د هغه چا لپاره ده چې د زنا اندېښنه لري او كه تاسو (له وینځې سره له نكاح نه) صبر وكړئ (نو دا) تاسو لپاره غوره دي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او هغه څوک چې وسه نه لري ستاسو څخه -ای سړو- د مال د کموالي له امله چې نکاح وکړي د ازادو زنانه و سره نو جایز دی دې لره نکاح کول د وینځو سره چې ستاسو نه پرته د بل چا وینځې وي، په دې شرط چې په ظاهر کې تاسو ته مومنانې ښکاري، او الله تعالی ښه پوهه دي په حقیقت د ایمانونو ستاسو او په پټو حالاتو ستاسو، او تاسو او هغوئ برابر یاستئ په دین او انسانیت کې، نو بس تاسو مه اوړئ د نکاح کولو نه د هغوی سره، او تاسو نکاح کړئ هغوی په اجازه د مالکانو د هغوی، او ورکړئ هغوی ته مهرونه د هغوی پرته له کموالي او وروسته والي څخه، دا پدې شرط چې هغوی پاک لمنې وي په ښکاره ډول زنا کاري نه وي، او نه وي نیوونکې پټو یارانو لره لپاره د زنا کولو د هغوی سره په پټه باندې، نو کله چې دا وینځې نکاح وکړي، او بیا بدکارۍ (زنا) ته راتګ وکړي نو د هغوئ سزا په شان د نیمې سزا د ازادو ښځو ده: پنځوس دُرې دي، او د هغوئ په کاڼو ویشتل نشته، برخلاف د ازادو زنانه و کله چې هغوی زنا وکړي. دا چې بیان شو د نکاح جواز د پاک لمني مومنې وینځې سره د هغه چا لپاره رخصت دی چې په خپل ځان په زنا کې د واقع کیدو نه ویریږي، او د ازادو زنانه و سره د نکاح وسه یې نه وي، سره د دې نه چې د وینځو سره د نکاح کولو څخه صبر کول ډیر بهتر دي؛ د دې وجې نه چې غلامان بچې ډیر نشي، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي د خپلو بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې هغوی ته یې د وینځو سره نکاح کول جایز کړي په هغه وخت کې چې انسان د ازادې زنانه سره نکاح نشي کولی او په زنا کې د واقع کیدو څخه ویریږي.

26

يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ

الله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې.

27

وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُوا۟ مَيْلًا عَظِيمًۭا

الله غواړي تاسو ته توجه وكړي (په خپل رحمت سره) او هغه كسان، چې د خواهشاتو تابع كېږي، (هغوى) غواړي چې تاسو (له حقې لارې نه) ډېر زیات كاږه شئ،

او الله تعالی غواړي چې توفیق د توبې درکړي تاسو ته، او ستاسو د ګناهونو څخه تیر شي، او غواړي هغه کسان چې په خپلو شهوتونو پسې روان دي؛ چې لرې شئ تاسو د نیغې لارې نه ډیر لرې.

28

يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَٰنُ ضَعِيفًۭا

او الله غواړي چې په تاسو تخفیف (اساني) راولي او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى

غواړی الله تعالی چې سپک کړي له تاسو څخه په هغه احکامو کې چې ستاسو لپاره یې روا کړي دي، نو تاسو نه مکلف کوي په هغه څه چې وسه يې نه لرئ؛ ځکه چې هغه ښه پوهه دی د انسان په کمزورۍ په پیدایشت او په اخلاقو کې.

29

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٍۢ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًۭا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقه) مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداری مو کړې ده! نه دې اخلې بعضی ستاسو نه مالونه د بعضو نورو په ناروا طریقو سره، لکه په زور اخیستل او په غلا او رشوت او نورو باطلو طریقو باندې، مګر که دا مالونه د تجارت مالونه وي چې د دواړو (اخیستونکي او خرڅوونکي) په خوښه صادر شوي وي، نو جایز دي تاسو لره د هغې خوړل او په هغه کې تصرف کول، او نه دې وژني بعضي ستاسو نه بعضو نورو لره، او نه دې مړ کوي هیڅ یو کس ستاسو نه خپل ځان لره، او خپل ځان دې هلاکت ته نه اچوي، بیشکه الله تعالی په تاسو باندې ډیر مهربانه دی، او د هغه د رحمت څخه دا دي چې په ستاسو وینې او مالونه او عرضونه يې حرام کړي دي.

30

وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَٰنًۭا وَظُلْمًۭا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًۭا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا

او چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال د بل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته د قیامت په ورځ، څکې به د هغه اور ګرمي، او برداشت کوي به د هغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی).

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.