Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 171–176 of 176

171

يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ إِنَّمَا ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلْقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌۭ مِّنْهُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۖ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَٰثَةٌ ۚ ٱنتَهُوا۟ خَيْرًۭا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٌۭ وَٰحِدٌۭ ۖ سُبْحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٌۭ ۘ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًۭا

اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلو (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ (يواځې) د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو په الله او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبوددى (زه) هغه لره پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز

ته ووایه -ای پیغمبره- نصاراو ته چې د انجیل والا دي: تاسو په خپل دین کې د حد څخه تیری مه کوئ، او مه وايې په الله تعالی باندې د عیسی -علیه السلام- باره کې مګر د حق خبره، بیشکه مسیح زوی د مریم د الله تعالی پیغمبر دی رالیږلی یې دی په رښتیا سره (لپاره د ښکاره کولو د حق)، پیداکړی یې دی په خپلې هغې کلمې چې جبریل علیه السلام یې پرې رالیږلی وو مریم ته، او هغه دا خبره وه: کُن (شه)، نو پیدا شو، او دا یو پوکی وو د الله تعالی له طرفه چې پوکلی وو جبریل علیه السلام د الله تعالی په امر، نو تاسو ایمان راوړئ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو پرته د جداوالې نه د هغوی ترمنځ، او تاسو مه وايئ: چې د عبادت لایق (معبودان) درې دي، منع شئ د دې دروغجنې او فاسدې وینا څخه دا منع کیدل به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، بیشکه الله تعالی یوازې حقدار د بندګۍ دی پاک دی د شریک او زوی څخه، او هغه بی حاجته ذات دی، د هغه لپاره دی اختیار د اسمانونو او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي، او بس (کافي) دی الله تعالی کار چلوونکی او کار جوړوونکی د هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.

An-Nisaa 4:171Listen in Qur'an →
172

لَّن يَسْتَنكِفَ ٱلْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًۭا لِّلَّهِ وَلَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ٱلْمُقَرَّبُونَ ۚ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًۭا

هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك چې مقرب دي۔ او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي

بد نه ګڼي عیسی زوی د مریم او نه ځان بندوي د دې خبری نه چې دا دې د الله تعالی بنده وي، او نه (بد ګڼې) هغه ملایکې چې الله تعالی ځان ته نزدې کړي، او د هغوی مرتبه یې اوچته کړې چې دوی دې د الله تعالی بندګي کوونکي وي، نو څرنګه تاسو عیسی -علیه السلام- د عبادت وړ ګڼئ؟! او څرنګه مشرکان خلک ملایکو لره د عبادت مستحقې ګڼي؟! او چا چې د الله تعالی د عبادت څخه سرغړونه وکړه، او د هغه څخه یې ځان اوچت وګاڼه نو بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي ټول خلک خپل طرف ته د قیامت په ورځ، او بدله به ورکړي هر چاته چې د څه شې مستحق وي.

An-Nisaa 4:172Listen in Qur'an →
173

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْتَنكَفُوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا

نو هر چې هغه كسان دي چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى

نو هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او تصدیق یې کړی د هغه د پیغمبرانو، او عملونه یې کړي نیک عملونه خالص د الله تعالی لپاره د هغه د شرعې موافق، نو خامخا ورکوي به ورته پوره پوره ثوابونه د هغوی د عملونو چې هیڅ به ترې نشې کمیدلی، او خامخا زیاتي به ورکوي سره د دې نه د خپل فضل او مهربانۍ څخه، او هر هغه کسان چې مخ یې اړولی د الله تعالی د عبادت او تابعدارۍ څخه او لویي او تکبر یې کړی، نو عذاب به ورته ورکړي عذاب دردناک، او پیدا به نه کړي د الله تعالی نه بغیر څوک چې دوستانه ورسره وکړي نو فایده ورته ورسوي، او پیدا به نه کړي څوک مددګار چې ضرر به ترې دفع کړي.

An-Nisaa 4:173Listen in Qur'an →
174

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُم بُرْهَٰنٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ نُورًۭا مُّبِينًۭا

اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده

ای خلکو! په تحقیق سره راغلی تاسو ته ستاسو د رب له طرفه ښکاره دلیل چې هر قسم بهانه ختموي او هر قسم شبه لرې کوي -او هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی- او رالیږلي مونږ تاسو ته واضحه (ښکاره) رڼا، او هغه دا قران کریم دی.

An-Nisaa 4:174Listen in Qur'an →
175

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِهِۦ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِى رَحْمَةٍۢ مِّنْهُ وَفَضْلٍۢ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَٰطًۭا مُّسْتَقِيمًۭا

نو هر چې هغه كسان دي چې په الله يې ایمان راوړو او په (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي

نو پس هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او په قران کریم یې منګولې لګولې هغه قران چې د دوی په پیغمبر نازل شوی نو خامخا الله تعالی به پرې رحم وکړي په ننباسلو سره جنت ته، او زیات به کړي ورله ثواب او لوړې درجې په جنت کې، او توفیق به ورکړي د تللو په نیغې لارې هغه چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او هغه تلپاتې جنتونو ته د رسیدو لار ده.

An-Nisaa 4:175Listen in Qur'an →
176

يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِى ٱلْكَلَٰلَةِ ۚ إِنِ ٱمْرُؤٌا۟ هَلَكَ لَيْسَ لَهُۥ وَلَدٌۭ وَلَهُۥٓ أُخْتٌۭ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَتَا ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ ۚ وَإِن كَانُوٓا۟ إِخْوَةًۭ رِّجَالًۭا وَنِسَآءًۭ فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۗ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا۟ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ

دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كلاله‘‘ په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، د هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خوېندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله په هر شي ښه عالم دى

تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- چې دوی لره فتوی ورکړي په باره د میراث د کلالې (میرات) کې، او دا هغه کس دی چې مړ شي او نه یې پلار وي او نه یې اولاد، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي حکم د دې باره کې: که چیرته مړ شي یو کس چې نه وي د هغه لپاره پلار او نه زوی، او د هغه لپاره وي سکه خور او يا د پلار د طرفه خور (علاتي خور) نو د دې لپاره دی نیم د هغه مال څخه چې ورور یې پریښې د فرض (مقررې برخې) په ډول، او د دې سکه ورور او یا د پلار له طرفه ورور (علاتي ورور) میراث وړي د هغه مال څخه چې پریښی دی د تعصیب په ډول که چیرته د دې سره صاحب فرض (د مقررې برخې) والا څوک نه وي، که چیرته ورسره د مقرر برخې والا وارث وي نو د دې څخه وروسته به باقي مال په میراث کې اخلي، نو که چیرته زیاتې وې سکه خویندې او یا علاتي خویندې -چې دوه یا د دوو څخه زیاتې وې- نو میراث به اخلي دوې دوه په دری برخه د ټول مال د فرض (مقررې برخې) په ډول، او که چیرته وو سکه وروڼه (او خویندې) او یا علاتي وروڼه (او خویندې) چې په دوی کې نارینه او زنانه وي نو بیا به میراث د تعصیب په ډول اخلې د دې قاعدې مطابق: (چې نارینه لره به وي په شان د برخې د دوو زنانو) داسې چې هر یو نارینه لره به د زنانه د برخې دوه چنده ورکیدی شي. بیانوي الله تعالی تاسو ته د کلالې (میرات) حکم او نور د میراث احکام د دې لپاره بیانوي چې تاسو په دې کې ګمراه نشئ، او الله تعالی په هر څه باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی.

An-Nisaa 4:176Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.