Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 161–170 of 176

161

وَأَخْذِهِمُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَقَدْ نُهُوا۟ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَٰطِلِ ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا

او (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو، او (په سبب) د دوى په ناحقه خوړلو د خلقو مالونو لره، او مونږه په دوى كې د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

او په سبب د دوی د معاملې کولو په سود سره وروسته له هغه څخه چې الله تعالی يې د ورکولو اخیستلو څخه منع کړي وو، او په سبب د اخیستلو د مالونو د خلکو په غیر د شرعي حق څخه، او تیار کړی مونږ کافرانو لره د دوی څخه عذاب دردناک.

An-Nisaa 4:161Listen in Qur'an →
162

لَّٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ مِنْهُمْ وَٱلْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ ۚ وَٱلْمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ وَٱلْمُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ أُو۟لَٰٓئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا

خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي په هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق، خامخا به مونږ دوى ته ډېر لوى اجر وركړو

لیکن پاخه خلک چې مضبوط دي په علم کې له یهودیانو څخه، او مومنان خلک تصدیق کوي په هغه کتاب چې نازل شوی دی تاته -ای پیغمبره- له قران څخه، او تصدیق کوي په هغه چې نازل شوي دي له کتابونو څخه ستا څخه مخکې پیغمبرانو باندې لکه تورات او انجیل، او قایموي لمانځه لره، او ورکوي د خپلو مالونو زکاتونه، او تصدیق کوي په الله تعالی باندې چې لایق د عبادت دی یواځې هیڅ شریک ورله نشته، او تصدیق کوي په ورځ د قیامت؛ دغه کسان چې دا صفتونه لري زر دی چې وربه کړو مونږ دوی ته ثواب لوی.

An-Nisaa 4:162Listen in Qur'an →
163

۞ إِنَّآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ كَمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ نُوحٍۢ وَٱلنَّبِيِّۦنَ مِنۢ بَعْدِهِۦ ۚ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَٰرُونَ وَسُلَيْمَٰنَ ۚ وَءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ زَبُورًۭا

بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږه وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته۔ او مونږه داود ته زبور وركړى و

اې رسوله پرته له شکه تاته مو همداسې وحي وکړه لکه له تا مخکې نبيانو ته مو چې کړې وه، نو ته له رسولانو کوم نوی نه يې، نوح ته مو وحي وکړه، او هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې له هغه وروسته راغلي وو، ابراهيم او د هغه زامنو اسماعيل او اسحاق ته او د اسحاق زوی یعقوب ته او اسباط هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې د بني اسرائيلو په دوولسو قبيلو کې د يعقوب عليه السلام له زامنو څخه وو، عيسی، ایوب، يونس، هارون او سليمان ته مو وحي وکړه او داود ته مو زبور کتاب ورکړ.

An-Nisaa 4:163Listen in Qur'an →
164

وَرُسُلًۭا قَدْ قَصَصْنَٰهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًۭا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ ۚ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًۭا

او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې

او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ د هغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ د هغوی نه یادول د حکمت د وجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر د واسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه د الله رب العزت د شان سره مناسب دي چې دا عزت وو د موسی -علیه السلام- لپاره.

An-Nisaa 4:164Listen in Qur'an →
165

رُّسُلًۭا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةٌۢ بَعْدَ ٱلرُّسُلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا

او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې.

An-Nisaa 4:165Listen in Qur'an →
166

لَّٰكِنِ ٱللَّهُ يَشْهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيْكَ ۖ أَنزَلَهُۥ بِعِلْمِهِۦ ۖ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَشْهَدُونَ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا

لېكن الله ګواهي كوي په هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه

که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) د هغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- د قران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان د هغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره د ګواهۍ د الله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو د هغه ګواهي کافی ده د نورو خلکو له ګواهۍ څخه.

An-Nisaa 4:166Listen in Qur'an →
167

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدْ ضَلُّوا۟ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا

بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی ستا په پیغمبرۍ، او خلک یې بند کړي له اسلام څخه بیشکه لرې شوي د حق څخه په لري والي ډیر سره.

An-Nisaa 4:167Listen in Qur'an →
168

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَظَلَمُوا۟ لَمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به په نېغه لار روان كړي

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو، او ظلم یې کړی په خپلو ځانونو په پاتې کیدلو د هغې په کفر باندې، نه دی الله تعالی چې وبخي دوی ته څه چې دوی پکې دې د کفر څخه، او نه دی چې وروبه ښایې دوی ته داسې لار چې دوی دالله تعالی د عذاب څخه خلاص کړي.

An-Nisaa 4:168Listen in Qur'an →
169

إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًۭا

مګر په لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

مګر (روانه وي به دوی) په هغه لار چې رسیدونکې ده جهنم ته تل به وي دوی په دې کې همیشه، او دی دا کار په الله تعالی باندې اسان، نو پس هغه لره نشې عاجز کولی هیڅ شي.

An-Nisaa 4:169Listen in Qur'an →
170

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلرَّسُولُ بِٱلْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَـَٔامِنُوا۟ خَيْرًۭا لَّكُمْ ۚ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا

اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره د الله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو د ایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي، او د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په ځمکه کې دي او د هغه څه چې د دی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي د هدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې د هغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې.

An-Nisaa 4:170Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.