Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 151–160 of 176

151

أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ حَقًّۭا ۚ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا

دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

دغه کسان چې دا لار اختیاروي دوی ریښتوني کافران دي؛ دا ځکه چا چې کفر وکړ په ټولو پیغمبرانو او یا په ځینو، یقینا ده کفر وکړ په الله تعالی او د هغه په ټولو پیغمبرانو، او بیشکه مونږ تیار کړی کافرانو لره عذاب سپکوونکی په ورځ د قیامت، دا سزا د دوی ده د وجې د تکبر کولو د دوی د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو.

An-Nisaa 4:151Listen in Qur'an →
152

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَمْ يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّنْهُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او هغه یې یواځې ګڼلی، او هیڅوک یې د هغه سره ندی شریک کړی، او تصدیق یې کړي (منلي یې دي) د هغه ټول پیغمبران، او جداوالی یې نه دی کړي په مابین د هیڅ یو کې د دوی څخه لکه څرنګه چې کافران خلک کوي، بلکه ایمان یې راوړی په ټولو؛ دغه کسان چې دي زر دی چې وربه کړي الله تعالی دوی ته ثواب لوی، بدله د دوی د ایمان راوړلو او نیکو عملونو کولو د وجې د ایمان نه، او دی الله تعالی بخښنه کوونکی هغه چاته چې رجوع ورته وکړي په توبی سره د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی.

An-Nisaa 4:152Listen in Qur'an →
153

يَسْـَٔلُكَ أَهْلُ ٱلْكِتَٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَٰبًۭا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا۟ مُوسَىٰٓ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوٓا۟ أَرِنَا ٱللَّهَ جَهْرَةًۭ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ ۚ وَءَاتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَٰنًۭا مُّبِينًۭا

اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه

غواړي ستا څخه -ای پیغمبره- یهودیان چې ته راوړي دوی ته کتاب د اسمان څخه په یو ځل لکه څرنګه چې موسی علیه السلام راوړی و، نو دا به ستا د رښتینولۍ نښه شي، نو ته د دوی څخه دا خبره غټه مه ګڼه، یقینا غوښتلی و پخوانیو مشرانو د دوی د موسی علیه السلام څخه غټ د هغه نه چې دوی ستا څخه غوښتلي، کله چې هغوی غوښتلي و د موسی علیه السلام څخه چې وښایې دوی ته الله تعالی ښکاره، نو ونیول دوی لره چیغی (تندر) چې سزا وه د دوی لپاره په سبب د هغه ګناه چې دوی کړې وه، بیا الله تعالی بیرته راژوندي کړل، نو بیا يې د سخې بندګي شروع کړه پرته له الله تعالی څخه وروسته د هغه نه چې راغلی و دوی ته ښکاره دلیلونه چې دلالت کوونکي و په یواځې والي د الله تعالی او په یواځي ګڼلو د هغه په ربوبیت او الوهیت کې، بیا مونږ بخښنه وکړه دوی ته، او ورموکړه موسی علیه السلام ته ښکاره غلبه په خپل قوم باندې.

An-Nisaa 4:153Listen in Qur'an →
154

وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ ٱلطُّورَ بِمِيثَٰقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًۭا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا۟ فِى ٱلسَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًۭا

او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله

او پورته کړی و مونږ د پاسه د دوی نه غر په سبب د اخیستلو د مضبوط لوظ چې تاکید کوونکی و په هغوی لپاره د ویرولو چې عمل وکړي په هغه څه چې په دې کې وو، او مونږ وویل دوی ته وروسته د پورته کولو د غر څخه: ننوځئ تاسو دروازې د بیت المقدس ته سجده کوونکې په ټیټولو د سرونو، نو دوی ننوتل په داسې حال کې ښویدل په خپلو کوناټو باندې، او مونږ وویل دوی ته: تاسو تیری مه کوئ په کولو د ښکار سره په ورځ د خالي (شنبې) کې، نو نه وو د دوی څخه مګر دا چې تیری یې وکړ او ښکار یې وکړ، او مونږ اخیستی و په دوی باندې سخت مضبوط لوظ په دې خبرې سره، نو دوی مات کړ هغه لوظ چې د دوی څخه اخیستلی شوی و.

An-Nisaa 4:154Listen in Qur'an →
155

فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَٰقَهُمْ وَكُفْرِهِم بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَقَتْلِهِمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَلْ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًۭا

نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)

هغوی مو له خپلې لورېينې لېرې کړل، ځکه هغوی خپله ټينګه ژمنه ماته کړه، د الله له آيتونو يې نټه وکړه، د نبيانو د وژلو جرئت يې وکړ او محمد صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: زموږ زړونه په داسې پرده کې دي چې ستا وينا نه اوري، خو چاره داسې نه وه لکه هغوی چې ويل، بلکې الله د هغوی د کفر له امله د هغوی پر زړونو مهر ولګاوه چې هيڅ ښېګڼه نه ورته رسيږي؛ نو ډېر لږ داسې ايمان راوړي چې ګټه ورته نه رسوي.

An-Nisaa 4:155Listen in Qur'an →
156

وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَٰنًا عَظِيمًۭا

او په سبب د دوى د كفر كولو او په مریم باندې د بېخي لوى تهمت ویلو

او مونږ دوی د خپل رحمت څخه وشړل په سبب د کفر د دوی او په سبب د ویشتلو د دوی مریم علیها السلام لره په بدکارۍ (زنا) باندې په دروغو او بهتان سره.

An-Nisaa 4:156Listen in Qur'an →
157

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا ٱلْمَسِيحَ عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ لَفِى شَكٍّۢ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًۢا

او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى

او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب د وینا د دوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی د مریم چې د الله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه و وژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی و چې الله تعالی په هغه باندې د عیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې د عیسی علیه السلام د قتل دعوی یې کړې وه د یهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی و له نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي د حال د هغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی د ګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی د حق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و.

An-Nisaa 4:157Listen in Qur'an →
158

بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيْهِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًۭا

بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى۔ او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.

An-Nisaa 4:158Listen in Qur'an →
159

وَإِن مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِۦ قَبْلَ مَوْتِهِۦ ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًۭا

او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې په ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي

او نشته هیڅ یو کس د اهل کتابو څخه مګر خامخا ایمان به راوړي په عیسی -علیه السلام- باندې وروسته د راښکته کیدلو د هغه نه په اخر وخت کې مخکې د هغه له مرګ څخه، او په ورځ د قیامت به وي عیسی -علیه السلام- ګواهي کوونکی د هغوی په عملونو؛ چې کوم د هغې نه د شرعې سره برابر وو او کوم د شرعې مخالف وو.

An-Nisaa 4:159Listen in Qur'an →
160

فَبِظُلْمٍۢ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَٰتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرًۭا

نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه

نو په سبب د ظلم د یهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو د دوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې د هغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو د دی څارویو، او په سبب د بندولو د دوی خپل نفسونو لره او بندولو د دوی نورو خلکو لره د الله تعالی له لارې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول د دوی خوی او خصلت وګرځیدل.

An-Nisaa 4:160Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.