Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 141–150 of 176

141

ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَٰفِرِينَ نَصِيبٌۭ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ وَلَن يَجْعَلَ ٱللَّهُ لِلْكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

هغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسوسره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا كافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ په تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ تاسو له مومنانو نه بچ نه كړئ، نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي۔ او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي

هغه کسان چې د دې انتظار کوي ترڅو تاسوته کومه ښېګڼه يا بدي ورسيږي، که تاسو ته د الله له لوري بريا وي او ولجې ترلاسه کړئ، هغوی درته وايي ايا موږ ستاسو سره نه وو؟ هلته حاضر وو چې تاسې حاضر واست، ترڅو له ولجې څه ترلاسه کړي، خو که کافرانو لره کومه برخه وي، هغوی ته وايي، ايا ستاسو چارې مو پر غاړه نه وې، په پاملرنه او مرسته پر تاسو چاپېر نه وو او له مؤمنانو مو ستاسو په مرسته کولو او د هغوی په پرېښودلو ستاسو ملاتړ ونه کړ؟! الله به د ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ پرېکړه کوي، چې مؤمنانو ته به جنت ته په ننه اېستلو بدله ورکړي او منافقانو ته د اور تر ټولو ښکته کندې ته په ننه اېستلو سره، او د قيامت په ورځ به منافقانو ته د مؤمنانو پر خلاف هيڅ دليل ونه ګرځوي، بلکې ښه پايله به د مؤمنانو لپاره وي ترڅو چې هغوی پر شريعت عمل کوونکي او په ايمان کې رېښتيني وي.

An-Nisaa 4:141Listen in Qur'an →
142

إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوٓا۟ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُوا۟ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلًۭا

بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوى مګر ډېر ل

پرته له شکه منافقان د ايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه د دوی د دوکې ځواب ورکوي، چې د هغوی د کفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني.

An-Nisaa 4:142Listen in Qur'an →
143

مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ ۚ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًۭا

دوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې

دا منافقان ګډوډ دي په شک کې دي، نو نه دوی د مومنانو سره دي په پټه او ښکاره او نه د کافرانو سره دي، بلکه په ښکاره ډول د مومنانو سره دي او په پټه د کافرانو سره دي، او څوک چې الله تعالی ګمراه کړي نو پس هیڅکله به ته بیانه مومې -ای پیغمبره- دې لره لار د هدایت د ګمراهۍ څخه.

An-Nisaa 4:143Listen in Qur'an →
144

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَٰنًۭا مُّبِينًا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه نیسئ په الله تعالی باندې کفر کوونکي خلک خالص دوستان چې دوستانه ورسره کوئ پرته له مومنانو څخه، آیا تاسو غواړئ په خپل دې کار سره چې وګرځوئ د الله تعالی لپاره په تاسو باندې دلیل ښکاره چې دلالت کوونکی وي ستا په مستحق کیدلو د عذاب؟!.

An-Nisaa 4:144Listen in Qur'an →
145

إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِى ٱلدَّرْكِ ٱلْأَسْفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا

بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې

یقینا منافقان چې دي خامخا وبه ګرځوي الله تعالی دوی په لاندې ځای د اور کې په ورځ د قیامت، او هیچری به ته بیانه مومې دوی لره څوک مددګار چې د دوی نه عذاب بچ کړي.

An-Nisaa 4:145Listen in Qur'an →
146

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِٱللَّهِ وَأَخْلَصُوا۟ دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَسَوْفَ يُؤْتِ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًۭا

مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او په (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي

مګر هغه کسان چې وګرځې د خپل منافقت څخه الله تعالی ته په توبې سره، او خپل باطن اعمال د شرعې موافق برابر کړي، او منګولې ولګوي د الله تعالی په لوظ باندې، او خالص کړي خپل عملونه یوازي الله تعالی ته پرته له ځان ښودنې (ریا) څخه، نو دغه کسان چې دا يې صفات دي، وي به دوی د مومنانو سره په دنیا او اخرت کې، او زر دی چې وربه کړي الله تعالی مومنانو ته ډیر ثواب.

An-Nisaa 4:146Listen in Qur'an →
147

مَّا يَفْعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَءَامَنتُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًۭا

الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى

هیڅ ضرورت نشته الله تعالی ته ستاسو په عذاب درکولو کې که چیرته تاسې د هغه شکر ادا کړئ او په هغه باندې ایمان ولرئ، نو هغه لوی ذات نیکي کوونکی مهرباني کوونکی دی، لیکن تاسو ته ستاسو په ګناهونو سزا درکوي، نو که خپل عمل مو برابر کړ، او د هغه په نعمتونو مو شکر وویسته، او په هغه مو ښکاره او پټ ایمان راوړ، نو هیڅ عذاب نه درکوي، او دی الله تعالی شکر قبلوونکی د هغه چا څخه چې د الله تعالی په نعمتونو اعتراف وکړي نو هغوی لره پرې ډیر ثواب ورکوي، پوهه دی په ایمان د خپل مخلوق، او خامخا وربه کړي هر یو ته بدله په خپل عمل.

An-Nisaa 4:147Listen in Qur'an →
148

۞ لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلْجَهْرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا

الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.

An-Nisaa 4:148Listen in Qur'an →
149

إِن تُبْدُوا۟ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا۟ عَن سُوٓءٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّۭا قَدِيرًا

كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى

که تاسو ښکاره کوئ څه خیر که وینا وي او که کار، او که یا یې پټوئ، او یا تاسو بخښنه کوئ هغه چاته چې ستاسو سره یې بد کړي وي؛ نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی قدرت والا دی، نو پس شي دې بخښنه ستاسو د اخلاقو څخه، شاید چې الله تعالی تاسو ته بخښنه وکړي.

An-Nisaa 4:149Listen in Qur'an →
150

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ ٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍۢ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍۢ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا۟ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا

بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ په ځینو ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي د کفر او ايمان ترمنځ لار غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لار به يې خوندي کړي.

An-Nisaa 4:150Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.