Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 176

11

يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِىٓ أَوْلَٰدِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءًۭ فَوْقَ ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَٰحِدَةًۭ فَلَهَا ٱلنِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَٰحِدٍۢ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٌۭ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُ ۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخْوَةٌۭ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصِى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًۭا ۚ فَرِيضَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًۭا

الله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه جینكو د حصې په مثل (حصه) ده، نو كه دوى (دوه يا) ددوو نه زياتې جينكۍ وي، نو د دوى لپاره دوه په درې برخې دي د هغه (مال) چې ده پرېښى وي او كه چېرې يواځې یوه جینۍ وي، نو د هغې لپاره نیم (مال) دى او د هغه (مړي) مور او پلار لپاره په دواړو كې د هر یو لپاره شپږمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغه (مړي) پریښى وي، كه چېرې د هغه (مړي) لپاره اولاد وي او كه د هغه اولاد نه وي او د هغه وارثان د هغه مور او پلار وي، نو د هغه د مور لپاره درېمه حصه ده، نو كه چېرې د هغه (مړي) لپاره وروڼه وي، نو د هغه د مور لپاره شپږمه حصه ده (دا) پس له (اداكولو د) وصیت نه، چې هغه (مړي) يې وصیت كړى وي یا له قرض نه، ستاسو پلرونه او ستاسو زامن (چې دي)، تاسو نه پوهېږئ چې په دوى كې تاسو ته د فايدې په لحاظ سره څوك ډېر نژدې دي، دا مقرره برخه ده د الله له جانبه، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

مضبوط حکم کوي الله تعالی او امر کوي تاسو ته د میراث په اړه ستاسو په اولادونو کې؛ یقینا میراث تقسیمیږي په منځ د اولادونو ستاسو کې داسې چې هلک لره به وي په شان د دوو برخو د جینکو، نو که چیرته پریښودي وي دې مړي لورګانې پغیر د نر بچې نه؛ نو د دوو یا د دوو څخه زیاتو لورګانو لره ده دریمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښی وي، او که چیرته یوه لور وي نو بیا د هغې لپاره نیمه برخه د هغه مال ده چې دې مړي پریښې وي، او شته لپاره د هر یو د مور او پلار د مړي شپږمه برخه د هغه مال نه چې دې مړي پریښې وي؛ که د دې مړي اولاد وي نر وي او که ښځه، او که چیرته نه وي د دې مړي اولاد او نه یې نور وارثان وي بغیر د مور او پلار څخه؛ نو د مور لپاره یې بیا دریمه حصه د مال ده، او پاتې ټول میراث د پلار حق دی، او که چیرته وي د دې مړي وروڼه یا خویندې دوه یا له دوو څخه زیات که سکه وي (چې مور او پلار یې یو وي) او یا ناسکه وي (چې پلار یا مور يې جدا وي)؛ نو بیا د دې مور لپاره شپږمه برخه فرضا ده، او باقي مال د پلاره لپاره تعصیبا دی، او دې وروڼو او خویندو لپاره بیا هیڅ هم نشته، او د میراث تقسیم به وي وروسته د اداء کولو د هغه وصیت نه چې مړي کړی وي پدې شرط چې دا وصیت به د ټول مال له دریمې حصې څخه زیات نه وي، او په شرط د اداء کولو د هغه قرض چې پدې مړي باندې وي، او الله تعالی د میراث تقسیم ځکه پدې ډول کړی چې؛ تاسو نه پوهیږئ څوک ستاسو د پلارانو او اولادونو څخه تاسو ته ډیر نږدې دی په ګټې دررسولو کې په دنیا او اخرت کې، کیدای شي چې مړی به د یو وارث باره کې د خیر فکر کوي؛ نو هغه ته به ټول مال ورکړي، او یا به پرې د شر سوچ کوي نو هغه به له میراث څخه محروم کړي، او کیدای شي د هغه وارث حالات د دې برعکس وي، او یوازې هغه ذات چې دا ټول پیژني الله تعالی دی هغه ذات چې په هغه باندې هیڅ شي پټ نشې پاتي کیدلی، او لدې وجی نه یې میراث په هغه طریقه تقسیم کړ کوم چې په دې ایت کې بیان شو، او دا یې د خپل طرف نه په خپلو بندګانو فرض کړ، بیشکه الله تعالی په هر څه باندې پوه دی په هغه باندې د خپلو بندګانو د مصلحت څخه هیڅ شی هم پټ نشي پاتې کیدلی، حکمت والا ذات دی په خپلو حکمونو او په خپلو کارونو کې.

12

۞ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌۭ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍۢ ۚ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌۭ ۚ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌۭ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم ۚ مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍۢ ۗ وَإِن كَانَ رَجُلٌۭ يُورَثُ كَلَٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌۭ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌۭ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍۢ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ ۚ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍۢ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّۢ ۚ وَصِيَّةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌۭ

او تاسو لپاره (اى سړیو!) نیمه حصه ده له هغه (مال) نه چې ستاسو ښځې يې پرېږدي كه چېرې د هغوى اولاد نه وي، نو كه چېرې د هغوى اولاد وي، نو تاسو لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغوى يې پرېږدي، پس له (ادا كولو د) وصیت نه چې هغوى په دې سره وصیت كوي، یا له قرض نه، او د هغو (ښځو) لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو (سړي) يې پرېږدئ كه چېرې ستاسو اولاد نه وي، نو كه چېرې ستاسو لپاره وي، نو د هغو (ښځو) لپاره اتمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو يې پرېږدئ، پس له (اداكولو د) وصیت نه چې تاسو د هغه وصیت كوئ، یا له قرض نه او كه یو سړى، یا ښځه چې میراث ترې وړل كېږي، كلاله (بې پلاره او بې اولاده) وي او د هغه (یا د هغې) (مورنى) ورور، یا خور وي، نو په دې دواړو كې هر یو ته شپږمه حصه ده، بیا كه هغوى (د كلاله خویندې، وروڼه) له دې (شمېر) نه زیات وو، نو هغوى په درېمه حصه كې (ټول) شریك دي، پس له وصیته، چې د هغه وصیت كولى شي، يا له قرض نه، چې ضرر رسوونكى نه وي (بل ته په دې وصیت سره) دا د الله له جانبه وصیت دى، او الله ښه پوه، ښه تحمل ولا دى

او ستاسو لپاره -ای خاوندانو- نیمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پريښی وي؛ چې کله د هغوی هیڅ اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- ستاسو څخه او یا د بل خاوند څخه، نو که چیرته د هغوی اولاد وي - نارینه یا زنانه- نو بیا ستاسو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې ستاسو بیبیانو پریښی وي، دا به تاسو لره درکول کیږي وروسته د نافذولو د وصیت د هغوی نه، او وروسته د اداد کولو د هغه قرض نه چې په هغوی باندې قرض وي. او د بیبیانو لپاره څلورمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی وي -ای خاوندانو- که چیرته ستاسو اولاد نه وي -نارینه یا زنانه- د دې بیبیانو څخه او یا د نورو څخه، نو که چیرته ستاسو اولاد وي -نارینه یا زنانه- نو بیا د هغوی لپاره اتمه حصه د هغه مال ده چې تاسو پریښی دی، هغوی ته به دا حصه ورکول کیږي وروسته د اجرا کولو ستاسو د وصیت نه، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په تاسو وي. او که چیرته یو سړی مړ شي او د هغه پلار او اولاد نه وي، او یا زنانه مړه شي چې د هغې پلار او اولاد نه وي، او وي د دې مړي لپاره د دې دواړو نه اخیافی (چې یوازی له مور څخه يې وي) ورور یا خور؛ نو پس هر یو د دې دواړو ته شپږمه حصه د مال ده فرضا، او که چیرته دا اخیافي وروڼه او خویندې له یو څخه زیاتې وي؛ نو بیا د دې ټولو لپاره یوځای د ټول مال دریمه برخه ده فرضا، نارینه او زنانه یوشان دي په تقسیم کې، او اخلي دوی دا خپله برخه وروسته د اجرا کولو د وصیت د مړي څخه ، او وروسته د ادا کولو د هغه قرض نه چې په دې مړي وي، پدې شرط چې دا وصیت به وارثانو ته څه ضرر نه رسوي؛ داسې چې دا وصیت د ټول مال له دریمي حصې څخه زیات وي، دا حکم چې کوم په دې آیت کې راغلی د الله تعالی له طرفه تاسو ته مضبوط حکم دی چې په تاسو یې فرض کړی دی، او الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې اصلاح کوي په هغه سره بندګان خپل په دنیا او اخرت کې، صبرناک دی ګناهګار ته په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي.

13

تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

دا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده

دا پورته بیان شوي احکام د یتیمانو او نورو خلکو باره کې، د الله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي د الله تعالی او د هغه د رسول په عملي کولو د اوامرو د هغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو د هغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا د الله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی.

14

وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خَٰلِدًۭا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ

او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى

او چا چې نافرماني وکړه د الله تعالی او د هغه د رسول په وروسته کولو د حکمونو د هغه او په پریښودلو د عمل کولو په هغو، او یا په شک کولو سره په هغو کې، او د الله تعالی د حکمونو له پولو څخه اوړي؛ داخل به یې کړي اورته همیشه به وي پدې اور کې، او دې لره به پدې اور کې ذلیلونکی عذاب وي.

15

وَٱلَّٰتِى يَأْتِينَ ٱلْفَٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَٱسْتَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةًۭ مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا۟ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِى ٱلْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًۭا

او ستاسو له ښځو ځنې چې كومې بدكاري (زنا) وكړي، نو تاسو پر هغوى باندې له خپلو (مسلمانانو) نه څلور (سړي) ګواهان ونیسئ، نو كه چېرې هغوى ګواهي ووايي، بیا دا ښځې په كورونو كې پابندې وساتئ تر هغه وخته پورې چې مرګ يې فنا كړي، یا الله د دوى لپاره بله لار راوباسي

او هغه چې راتګ کوي بدکارۍ ته ستاسو له زنانه و څخه که واده شوي وي او که نه وي واده شوې، نو بس ګواهان ونیسئ په دوئ باندې څلور سړي مسلمانان عادلان، نو که هغوی ګواهي وکړه په دې زنانه و چې بدکاري يې کړې ده نو بس بندې وساتئ هغوی لره په کوټو کې؛ دا سزا ده د دوی لپاره، تر دې چې د مرګ په راتګ سره یې زندګي ختمه شي، او یا جوړه کړي الله تعالی دوی لره بله څه لاره غیر له بند نه. بیا الله تعالی د هغوی لپاره وروسته لاره بیان کړه، نو حکم یې کیښود د باکرې (ناواده شوې) بدکاره ښځې لپاره سل درې وهل او یو کال جلا وطني، او د واده شوي ښځي لپاره رجم (په کاڼو ویشتل).

16

وَٱلَّذَانِ يَأْتِيَٰنِهَا مِنكُمْ فَـَٔاذُوهُمَا ۖ فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابًۭا رَّحِيمًا

او په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي.

17

إِنَّمَا ٱلتَّوْبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٍۢ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍۢ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًۭا

اصل خبره دا ده چې په الله باندې د توبې د قبلولو حق د هغه چا لپاره دى، چې په ناپوهۍ سره ګناه كوي، بیا ډېر ژر توبه وباسي، نو دغه خلق دي چې الله د هغوى توبه قبلوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

بیشکه قبلوي الله تعالی توبه د هغو کسانو چې اقدام یې کړی وي په کولو د ګناه او نافرمانۍ په ناپوهۍ سره په انجام د دې ګناه او په بدوالي د دې ګناه -او دا د هر ګناه کوونکي حال وي که قصدا يې کړی وي او که په خطا سره یې کړی وي- بیا راګرځي مایلیدونکي خپل رب ته مخکې د لیدلو د مرګ نه (مخکې د زنکدن نه)، نو الله تعالی قبلوي د دغو کسانو توبه، او د هغوی د ګناهونو څخه تیریږي، او الله تعالی د خپلو مخلوقاتو په احوالو ښه خبر دی، حکیم دی په خپل تقدیر او حکمونو کې.

18

وَلَيْسَتِ ٱلتَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ إِنِّى تُبْتُ ٱلْـَٰٔنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۭا

او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي: بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.

19

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا۟ ٱلنِّسَآءَ كَرْهًۭا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا۟ بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَٰحِشَةٍۢ مُّبَيِّنَةٍۢ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًۭٔا وَيَجْعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيْرًۭا كَثِيرًۭا

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زورسره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي

اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، ستاسو لپاره روا نه دي چې د پلرونو او خپلوانو مېرمنې مو په ميراث يوسئ لکه مال چې په ميراث وړل کيږي او له هغوی سره په واده کولو تصرف وکړئ او يا يې چې چاته وغواړئ په نکاح کړئ او يا يې له واده څخه منع کړئ، او نه ستاسو لپاره د زيان په موخه د خپلو هغو مېرمنو راګرځول روا دي چې تاسو يې نه خوښوئ، تر څو ستاسو لپاره له ځينې هغه مهر او نورو شيانو تېرې شي چې ورکړي مو دي، مګر دا چې څرګنده ناروا کار لکه زنا وکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا ستاسو لپاره د هغوی را ګرځول او پر هغوی تر هغه وخته تنګسه راوستل روا دي، ترڅو يې هغه څه د فديې په ډول نه وي درکړي چې تاسو هغوی ته ورکړي وو، له خپلو مېرمنو سره د زيان له رسولو په لاس اخېستو او نېکۍ کولو سره ښه ملګرتيا وکړئ، که مو د کومې دنيوي چارې له امله له هغوی بد راځي، نو پر هغوی صبر وکړئ، کېدای شي الله په هغه څه کې د دنيا په ژوند او آخرت کې زياته ښېګڼه درته اېښې وي.

20

وَإِنْ أَرَدتُّمُ ٱسْتِبْدَالَ زَوْجٍۢ مَّكَانَ زَوْجٍۢ وَءَاتَيْتُمْ إِحْدَىٰهُنَّ قِنطَارًۭا فَلَا تَأْخُذُوا۟ مِنْهُ شَيْـًٔا ۚ أَتَأْخُذُونَهُۥ بُهْتَٰنًۭا وَإِثْمًۭا مُّبِينًۭا

او كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟

او که چیرته تاسو اراده وکړئ -ای خاوندانو- طلاقول د یوئ ښځې، او بدلول د بلې ښځې په هغې؛ نو په تاسو باندې پدې کې څه ګناه نشته، او که چیرته تاسو ورکړی وي هغې ښځې ته چې تاسو د هغې د پریښودلو پخه اراده کړي وي ډیر مال په مهر کې؛ نو ندي جایز تاسو لره اخیستل د هیڅ شی له هغې نه، ځکه د هغه څه اخیستل چې تاسو دوی ته ورکړی یو ښکاره سپکاوی( تور تپل) او ښکاره ګناه ده.

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.