Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 121–130 of 176

121

أُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًۭا

دغه خلق دي چې د دوى استوګنه جهنم دى او دوى به له هغه نه هېڅ خلاصى ونه مومي

دغه کسان چې د شیطان د قدمونو تابعداري کوي او د هغه څه تابعداري کوي چې شیطان ورته پرې مهلت ورکوي؛ ځای د اوسیدو د دوی اور د جهنم دی چې نه به مومي له هغه څخه ځای د تیښتې چې پناه ورته ویسي.

An-Nisaa 4:121Listen in Qur'an →
122

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًۭا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّۭا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلًۭا

او هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟

او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) د هغې د ماڼیو لاندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده د الله تعالی له طرفه، او د هغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي د وعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني د الله تعالی څخه په وینا کې.

An-Nisaa 4:122Listen in Qur'an →
123

لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَآ أَمَانِىِّ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ ۗ مَن يَعْمَلْ سُوٓءًۭا يُجْزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدْ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّۭا وَلَا نَصِيرًۭا

نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كار سازى او نه څوك مدد كوونكى

نه دی کار د خلاصي او د کامیابۍ موافق د هغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع د هغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع د عمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ د قیامت، او بیا به نه مومې د ځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي.

An-Nisaa 4:123Listen in Qur'an →
124

وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌۭ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًۭا

او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي او كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او په دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم (هم) نه كېږي

او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.

An-Nisaa 4:124Listen in Qur'an →
125

وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًۭا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌۭ وَٱتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا ۗ وَٱتَّخَذَ ٱللَّهُ إِبْرَٰهِيمَ خَلِيلًۭا

او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و۔ او هغه د ابراهیم د ملت تابع شي، چې يواځې حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى

او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار د دین سره د هغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ د شرعې، او تابعداري یې کړی وي د دین د ابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی د دین د محمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې.

An-Nisaa 4:125Listen in Qur'an →
126

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍۢ مُّحِيطًۭا

او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى

او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی د خپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره.

An-Nisaa 4:126Listen in Qur'an →
127

وَيَسْتَفْتُونَكَ فِى ٱلنِّسَآءِ ۖ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ فِى يَتَٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِى لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلْوِلْدَٰنِ وَأَن تَقُومُوا۟ لِلْيَتَٰمَىٰ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمًۭا

او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتویٰ دركوي او هغه (حكم هم شته) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې او د دې په باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ۔ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى

او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- د مېرمنو او د هغوی د حقونو په اړه چې د هغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، د هغه مېرمنو د یتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرف لاندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو د هغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست د هغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسو لازم دي په باره د کمزورو ماشومانو کې، د ورکولو د حق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې د هغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي د هغوی د حالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو د کوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي.

An-Nisaa 4:127Listen in Qur'an →
128

وَإِنِ ٱمْرَأَةٌ خَافَتْ مِنۢ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًۭا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًۭا ۚ وَٱلصُّلْحُ خَيْرٌۭ ۗ وَأُحْضِرَتِ ٱلْأَنفُسُ ٱلشُّحَّ ۚ وَإِن تُحْسِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًۭا

او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

او که چیرته وویریږي یوه ښځه د خپل خاوند څخه په لویي کولو سره د هغې څخه او مینه او رغبت نه وي د هغې سره نو هیڅ ګناه نشته په دې دواړو چې د یو بل سره جوړه وکړي داسې چې ښځه د خپلو ځینو لازمي حقونو څخه تنازل وکړي لکه د نفقې او شپې تیرولو حقونه، او روغه جوړه دلته غوره ده دې دواړو لره د طلاق څخه، او یقینا پیداشوي دې نفسونه په حرص او بخل باندې، نو نه غواړي تنازل د خپلو حقونو څخه، نو پس مناسب دي دواړو ښځې او خاوند لره د دې خاصیت علاج کول په عادت کولو د خپلو نفسونو په بخښنې او نیکۍ کولو. او که چیرته تاسو په خپلو ټولو چارو کې نیکي او ښیګړه وکړئ، او د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، نو پس بیشکه الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو يې کوئ خبردار دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.

An-Nisaa 4:128Listen in Qur'an →
129

وَلَن تَسْتَطِيعُوٓا۟ أَن تَعْدِلُوا۟ بَيْنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا۟ كُلَّ ٱلْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د ښځو په مینځ كې انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نومه كګېږئ (یوې خوا ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او هیچ چیرې تاسو نه شئ کولی -ای خاوندانو- چې پوره پوره عدل وکړئ د خپلو ښځو سره د زړه په کږیدلو کې، او اګر که تاسو په دې باندې حرص هم وکړئ؛ د هغو کارونو په وجه چې کیدای شي ستاسو د ارادې څخه بهر وي، نو بس تاسو مه کږیږئ په پوره کږیدلو سره د هغې ښځې څخه چې تاسو ورسره مینه نه لرئ نو بس تاسو يې پریږدئ د ځوړندې شوې ښځې په شان چې نه د خاوند والا وي چې حق ورله ادا کړي، او نه بې خاونده وي چې نکاح وکړي، او که چیرته تاسو سوله وکړئ په خپل منځ کې په داسې طریقه چې مجبور کړئ خپل ځانونه په هغه څه باندې چې نه يې غواړي د اداد کولو د حق د ښځې نه، او وویریږئ د ښځې باره کې د الله تعالی څخه، نو پس بیشکه الله تعالی دی بخښنه کوونکی رحم کوونکی.

An-Nisaa 4:129Listen in Qur'an →
130

وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ ٱللَّهُ كُلًّۭا مِّن سَعَتِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمًۭا

او كه دواړه له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى

او که مېړه او مېرمن د طلاق او خلعې له امله له يوبل بېل شي، الله به هر یو په خپله پراخه پېرزوينه غني او بې پروا کړي او الله د پراخه پېرزويينې او لورېينې څښتن دی او په تدبير او تقدير کې يې حکيم دی.

An-Nisaa 4:130Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.