Muslim99Muslim99
← Tafsir library

4. An-Nisaa

The Women · Medinan · 176 ayahs

سُورَةُ النِّسَاءِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 176

101

وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا۟ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱلْكَٰفِرِينَ كَانُوا۟ لَكُمْ عَدُوًّۭا مُّبِينًۭا

او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه كافران له همېشه ستاسو ښكاره دښمنان دي

او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو د کافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه د کافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره د امن په حالت کې هم د سفر پر مهال د قصر رواوالی ثابت دی.

An-Nisaa 4:101Listen in Qur'an →
102

وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌۭ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا۟ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا۟ فَلْيَكُونُوا۟ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا۟ فَلْيُصَلُّوا۟ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا۟ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةًۭ وَٰحِدَةًۭ ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًۭى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓا۟ أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا۟ حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًۭا مُّهِينًۭا

او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، كافران شوي خلق دا ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي۔ او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

او کله چې یې ته -ای پیغمبره- په لښکر کې د دښمن سره د جنګ په وخت کې، او ته وغواړې چې دوی لره لمونځ وکړې، نو لښکر په دوو ډلو وویشه: یوه ډله د دوی څخه به ستا سره لمانځه ته ودریږي، او په لمانځه کې دې د ځان سره خپلې سلاح ګانې هم واخلي، او بله ډلګۍ دې په پیره (څوکۍ) کې وي، نو هر کله چې لمړۍ ډلې له امام سره یو رکعت وکړ نور لمونځ دې خپل ځان لره یواځې پوره کړي، نو هر کله چې يې لمونځ ختم کړ نو دوی دې ستاسو شاته دښمن ته مخامخ شي، او هغه بله ډله دې راشي هغه چې مخکې یې پیره (څوکۍ) کوله او لمونځ یې ندی کړی، نو د امام سره دې یو رکعت وکړي، پس هر کله چې امام سلام وګرځاوه خپل باقي لمونځ دې پوره کړي، او د خپل دښمن څخه دې په احتیاط او بیدارۍ کې ووسي، او خپلې وسلې دی د ځان سره واخلي، ځکه هغه کسان چې کفر یې کړی دی ارمان کوي چې تاسو د خپلو وسلو او سامانونو څخه غافله شئ کله چې تاسو لمونځ کوئ نو هغوی به پر تاسو باندې یوه حمله وکړي، او ستاسو د بی خبرۍ په حالت کې به تاسو ونیسي، او نشته دې په تاسو باندې څه ګناه که چیرته تاسو ته څه ضرر درورسیده د باران په وجه او یا تاسو مریضان یاستئ یا بل څه عذر وي، چې تاسو خپلې وسلې کیږدئ نو د ځان سره یې وانه خلئ، او د خپل دښمن څخه ځان وساتئ په کومه طریقه چې تاسو کولی شئ، بیشکه الله تیار کړی دی د کافرانو لپاره عذاب؛ سپکوونکې د هغوی لپاره.

An-Nisaa 4:102Listen in Qur'an →
103

فَإِذَا قَضَيْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ قِيَٰمًۭا وَقُعُودًۭا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا ٱطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتْ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ كِتَٰبًۭا مَّوْقُوتًۭا

بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى

نو پس هر کله چې فارغ شوئ -ای مومنانو- د لمانځه څخه نو یاد کړئ الله تعالی لره په سبحان الله ویلو سره او په الحمد لله ویلو سره او په لا اله الا الله وحده لا شریک له له الملک وله الحمد وهو علی کل شيء قدیر ویلوسره په هر حالت کې که ولاړ یاست یا ناست، او همدارنګه که ډډه مو وهلي وي، نو پس هر کله چې ستاسو څخه ویره ختمه شوه او په امن کې شوئ نو ادا کړئ لمانځه لره پوره په ارکانو او واجباتو او مستحباتو څرنګه چې یې تاسو ته امر کړی شوی دی، بیشکه لمونځ فرض کړی شوی دی په مومنانو باندې په ټاکل شوي وخت کې، نه دی جایز وروستوالی د لمانځه د خپل وخت څخه مګر په عذر سره، دا حکم د اقامت په وخت کې دی، هر چې د سفر حالت دی نو تاسو لره بیا جمع او قصر هم جایز دي.

An-Nisaa 4:103Listen in Qur'an →
104

وَلَا تَهِنُوا۟ فِى ٱبْتِغَآءِ ٱلْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا۟ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

او تاسو د (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.

An-Nisaa 4:104Listen in Qur'an →
105

إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًۭا

بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه

یقینا مونږ نازل کړی تاته -ای پیغمبره- قران کریم چې شامل دی په حق باندې؛ د دې لپاره چې ته فیصلې وکړې د خلکو تر منځ د هغوی په ټولو چارو کې په هغه علم چې الله تعالی تاته درکړی او تاته یې الهام کړی نه ستا په خواهش او ستا په رایه، او ته مه کیږه د خپلو ځانونو او امانتونو سره خیانت کوونکو خلکو لره دفاع کوونکی چې ته واپس کوې د هغوی څخه هغه څوک چې خپل حق ترې غواړي.

An-Nisaa 4:105Listen in Qur'an →
106

وَٱسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

او له الله نه بخښنه غواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او بخښنه او معافي له الله تعالی څخه وغواړه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغه باندې.

An-Nisaa 4:106Listen in Qur'an →
107

وَلَا تُجَٰدِلْ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًۭا

او ته د هغو كسانو له طرفه جګړه مه كوه چې له خپلو ځانونو سره خیانت كوي، بېشكه الله له هغه چا سره مینه نه كوي چې ډېر خاين، سخت ګناهګار وي

د هيڅ داسې شخص لخوا شخړه مه کوه چې خيانت کوي او د خيانت په پټولو کې له مبالغې کار اخلي، الله هغه څوک نه خوښوي چې ډېر خيانت او ګناه کوونکی وي.

An-Nisaa 4:107Listen in Qur'an →
108

يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ ٱلْقَوْلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا

دوى پټول كوي له خلقو نه او له الله نه پټول نه كوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه (الله) يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى

دوی پټیږي د خلکو څخه په وخت د کولو د ګناه کې د ویرې او د حیا له وجې، او د الله تعالی څخه ځان نه پټوي، حال دا چې الله تعالی د هغوی سره دی په ګیره اچولو سره په دوی باندې، پټ نشې پاتی کیدلی په هغه باندې هیڅ شی کله چې دوی پټ چلونه جوړوي هغه چې الله تعالی یې نه خوښوي د خبرو څخه، لکه د ګناهګار څخه دفاع کول او د یو بری کس متهم کول، او دی الله تعالی ګیره اچوونکی په هغو کارونو چې دوی یې کوي په پټه او ښکاره، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا بدله به ورکړي د دوی په عملونو.

An-Nisaa 4:108Listen in Qur'an →
109

هَٰٓأَنتُمْ هَٰٓؤُلَآءِ جَٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَمَن يُجَٰدِلُ ٱللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًۭا

واورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟

واورئ خبردار شئ -ای هغو کسانو چې تاسو د هغه چا غم کوئ چې جرمونه کوي- تاسو د هغوی نه جګړه کوئ په دنیا کې د دې لپاره چې د هغوی بې ګناهي ثابته کړئ، او د هغوی څخه سزا دفع کړئ، نو څوک دی هغه کس چې د الله تعالی سره به جګړه وکړي د دوی نه د قیامت په ورځ او حال دا چې پوهه شوی د دوی د حال په حقیقت باندې؟! او څوک دی هغه کس چې ذمه وار به وي په دوی باندې په دغه ورځ کې؟! بی شکه چې هیڅ څوک دا کار نشی کولی.

An-Nisaa 4:109Listen in Qur'an →
110

وَمَن يَعْمَلْ سُوٓءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُۥ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورًۭا رَّحِيمًۭا

او هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا په خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بيحده رحم كوونكى ومومي

او څوک چې یو ناوړه کار وکړي، او یا ظلم کوي په خپل ځان باندې په کولو د ګناه سره، بیا وغواړي بخښنه د الله تعالی څخه چې په خپله ګناه باندې اقرار کوونکی وي او پښیمانه هم وي او د هغې څخه بندیدونکی (لاس اخیستونکی) وي، وبه مومي الله تعالی لره همیشه بخښوونکی د دې ګناهونو لره رحم کوونکی په دې باندې.

An-Nisaa 4:110Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.