Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 200

81

وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلنَّبِيِّۦنَ لَمَآ ءَاتَيْتُكُم مِّن كِتَٰبٍۢ وَحِكْمَةٍۢ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُولٌۭ مُّصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِۦ وَلَتَنصُرُنَّهُۥ ۚ قَالَ ءَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِى ۖ قَالُوٓا۟ أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَٱشْهَدُوا۟ وَأَنَا۠ مَعَكُم مِّنَ ٱلشَّٰهِدِينَ

او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا په هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: ایا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې الله کلکه ژمنه له پېغمبرانو څخه واخیستله او ورته یې وویل: کله مې چې هم کوم کتاب تاسو ته درکړ چې پر تاسو یې نازل کړم، او کوم حکمت چې مې تاسو ته وښودلو، او که تاسو څخه یو کس هر څومره لوړې مرتبې ته ورسېده، او بیا تاسو ته زما لخوا پېغمبر راشي چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باورونکی وي د هغه کتاب او حکمت چې تاسو سره دي؛ نو خامخا به تاسو په هغه څه باور لرئ چې هغه راوړي وي، او خامخا به یې مرسته کوئ په تابعداري کولو سره، نو آیا تاسو پدې اقرار کوئ -ای پېغمبرانو-، او زما کلکه ژمنه مو پرې واخیسته؟ نو په ځواب کې یې وویل: مونږ اقرار پرې کوو، الله تعالی وویل: په خپلو ځانونو او خپلو امتونو شاهدان اوسئ، او زه هم تاسو سره پر تاسو او هغوی له شاهدانو څخه یم.

Aal-i-Imraan 3:81Listen in Qur'an →
82

فَمَن تَوَلَّىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

نو څوك چې له دې نه بعد وګرځېده، نو همدغه خلق فاسقان دي

نو څوک چې د الله لخوا او د هغه د پېغمبرانو په شاهدۍ له دې کلکې ژمنې وروسته وګرځېد، نو همدوی د الله له دین او د هغه له تابعدارۍ څخه بهر دي.

Aal-i-Imraan 3:82Listen in Qur'an →
83

أَفَغَيْرَ دِينِ ٱللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُۥٓ أَسْلَمَ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ طَوْعًۭا وَكَرْهًۭا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ

ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي

آیا د الله له هغه دین څخه پرته چې د بندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا د الله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته د مومنانو د حال په څېر، او په نا خوښه د کافرانو د حال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځي.

Aal-i-Imraan 3:83Listen in Qur'an →
84

قُلْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍۢ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ

ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى په الله او په هغه (كتاب) چې په مونږه نازل كړى شوى دى او په هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او) نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو

ته ورته ووایه -ای پېغمبره- مونږ د الله په الوهیت باور لرو، او د هغه تابعداري مو کړې په څه چې یې راته امر کړی، او په هغې وحې باور لرو چې پر مونږ یې نازله کړې، او په هغې چې په ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب یې نازله کړې، او په هغې چې د یعقوب د اولادې په پېغمبرانو یې نازله کړې، او په هغه څه چې موسی او عیسی او نورو پېغمبرانو ته کوم کتابونه او آیتونه د خپل رب لخوا ورکړل شوي وو، هېڅ توپير نه کوو د دوی تر منځ چې په ځینو یې باور ولرو او په ځینو یې کافران شو، او مونږ یوازې الله ته غاړه ایښودونکي یو هغه ته تسلیمېدونکي یو.

Aal-i-Imraan 3:84Listen in Qur'an →
85

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ ٱلْإِسْلَٰمِ دِينًۭا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى ٱلْءَاخِرَةِ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

اوڅوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى

او څوک چې بل دین غواړي د هغه دین پرته کوم چې الله تعالی غوره کړی چې اسلام دی؛ نو هېڅکله به ترې ونه منل شي، او دوی به په آخرت کې اور ته په ننویستلو خپلو ځانونو لره زیانونکي وي.

Aal-i-Imraan 3:85Listen in Qur'an →
86

كَيْفَ يَهْدِى ٱللَّهُ قَوْمًۭا كَفَرُوا۟ بَعْدَ إِيمَٰنِهِمْ وَشَهِدُوٓا۟ أَنَّ ٱلرَّسُولَ حَقٌّۭ وَجَآءَهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ ۚ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

الله به داسې قوم څنګه په سمه لار روان كړي چې له خپل ایمان راوړو نه بعد (بیا) كافر شول، حال دا چې دوى ګواهي وركړې وه چې بېشكه دا رسول حق دى او دوى ته ښكاره معجزې (هم) راغلې وې او الله (داسې) ظالمو خلقو ته سمه لار نه ښَیي

څرنګه به الله پر ده او د ده پر پېغمبر د ایمان راوړلو وس ورکړي هغه قوم ته چې پس په الله له ایمان راوړلو او په دې خبره شاهدي ورکولو چې هغه څه چې پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم راوړي حق دي، او ښکاره دلیلونه د دې په صحت ورته راغلي؟! او الله پر ده د ایمان وس نه ورکوي هغه ظالم قوم ته چې د هدایت په بدل کې بې لارېتوب غوره کوي.

Aal-i-Imraan 3:86Listen in Qur'an →
87

أُو۟لَٰٓئِكَ جَزَآؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ ٱللَّهِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ

دغه خلق، د دوى جزا دا ده چې یقینًا په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو، د ټولو (لعنت دى)

بېشکه د هغو ظالمانو بدله چې باطل یې غوره کړی دا ده چې پر دوی د الله تعالی او ملائکو او ټولو خلکو لعنت دی، نو دوی د الله د رحمت څخه شړل شوي دي.

Aal-i-Imraan 3:87Listen in Qur'an →
88

خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپكولى شي او نه به دوى ته مهلت وركول كېږي

تلپاتې به وي په اور کې، نه به ترې وځي، او نه به یې عذاب ورڅخه سپک شي، او نه روسته کولی شي چې توبه وباسي او معذرت وغواړي.

Aal-i-Imraan 3:88Listen in Qur'an →
89

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌ

مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او دځان اصلاح وكړي، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

پرته له هغو کسانو څخه چې د کفر او ظلم وروسته الله ته راګرځېدلي دي، او خپلې کړنې یې سمې کړې دي؛ بېشکه الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چې توبه کوي ډېر بخښونکی دی، پرې مهربان دی.

Aal-i-Imraan 3:89Listen in Qur'an →
90

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْدَ إِيمَٰنِهِمْ ثُمَّ ٱزْدَادُوا۟ كُفْرًۭا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلضَّآلُّونَ

بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي

پرته له شکه هغه کسان چې وروسته له ايمانه يې کفر کړی او پر کفر يې تر هغه دوام کړی چې مرګ يې وليد؛ نو هېڅلکه به له هغوی د مرګ د ليدلو پرمهال توبه ونه منل شي، د وخت د تېرېدلو له امله، او همدوی الله ته له رسوونکې نېغې لارې څخه لار ورکي دي.

Aal-i-Imraan 3:90Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.