Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 200

41

قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةًۭ ۖ قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَٰثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًۭا ۗ وَٱذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًۭا وَسَبِّحْ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِبْكَٰرِ

ويې ويل: اى زما ربه! زما لپاره څه نښه مقرره كړه، هغه وویل: ستا نښه دا ده چې ته به له خلقو سره خبرې نشې كولى خو په اشارې سره، او ته خپل رب ډېر یادوه او د ورځې په اخر او اول كې تسبیح (پاكي) بیانوه

وویل زکریا: ای ربه! ما لپاره یو نښه وټاکه چې زما مېرمنې له ما څخه حمل اخیستی وي، الله تعالی ورته وویل: هغه نښه چې تا غوښتې داده چې: ته به د خلکو سره درې ورځې او درې شپې خبرې نشې کولای مګر په اشارې او داسې نورو لارو، پرته له دې چې تاته څه زیان رسېدلی وي، نو د الله یاد زیات کوه او پاکي یې وایه په آخر د ورځې او پېل کې یې.

Aal-i-Imraan 3:41Listen in Qur'an →
42

وَإِذْ قَالَتِ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَٰمَرْيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰكِ وَطَهَّرَكِ وَٱصْطَفَىٰكِ عَلَىٰ نِسَآءِ ٱلْعَٰلَمِينَ

او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم په ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى

یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل مریمې علیها السلام ته: بېشکه الله تعالی ته غوره کړې یې له دې کبله چې ته ستایل شوي صفتونه لرې، او ته یې له زیانونو څخه پاکه کړې یې، او غوره کړې یې ستا د زمانې پر ښځو.

Aal-i-Imraan 3:42Listen in Qur'an →
43

يَٰمَرْيَمُ ٱقْنُتِى لِرَبِّكِ وَٱسْجُدِى وَٱرْكَعِى مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ

اى مریمې! د خپل رب فرمانبرداره شه او سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه

ای مریمې! اوږده ودرېدل وکړه په لمانځه کې، او یوازې الله تعالی ته سجده کوه، او رکوع کوه له رکوع کوونکو نیکانو بندګانو سره.

Aal-i-Imraan 3:43Listen in Qur'an →
44

ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَٰمَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ

دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله

د ایاد شوي د زکریا علیه السلام خبرونه د غیبو څخه وو چې تا ته مو وحي کړل -ای پېغمبره- او ته د هغو عالمانو او نیکانو سره نه وې کله چې دوی جګړه کوله چې څوک د مریمې د پالنې ډېر حقدار دی، تر دې چې پچې اچولو ته اړ شول نو قلمونه یې واچول، نو د زکریا علیه السلام قلم بریا وموندله.

Aal-i-Imraan 3:44Listen in Qur'an →
45

إِذْ قَالَتِ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَٰمَرْيَمُ إِنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍۢ مِّنْهُ ٱسْمُهُ ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ وَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ

كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي

یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل: ای مریمې! بېشکه الله تعالی تاته زېری درکوي د یو بچې چې پېدایښت به یې پرته له پلار څخه وي، د الله تعالی په کلمه (وینا) به وي چې ورته ووایي: (وشه) نو د الله په اجازه به بچی وي، او نوم د دې بچې به: مسیح عیسی زوی د مریمې وي، په دنیا او آخرت کې به یې ستره منزله وي، او الله تعالی ته به له نږدې خلکو وي.

Aal-i-Imraan 3:45Listen in Qur'an →
46

وَيُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًۭا وَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې

او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي د خبرو کولو مهال ته به نه وي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، د هغه څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې د دوی د دین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینا او کړنو کې له نېکانو وي.

Aal-i-Imraan 3:46Listen in Qur'an →
47

قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى وَلَدٌۭ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌۭ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ ٱللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًۭا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیداكوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه،، نو هغه وشي

مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سره له دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکه څنګه الله ستا بچی پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي د عادت او عامې کړنلارې خلاف يې پيداکوي، کله چې هغه د يو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يې هم نشي بې وسې کولای.

Aal-i-Imraan 3:47Listen in Qur'an →
48

وَيُعَلِّمُهُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ

او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي

ور زده به کړي لیکل او حق ته رسېدنه او په وینا او کړنه کې وس او توفیق، او ور به ښایي هغه تورات کوم یې چې په موسی علیه السلام نازل کړی، او ور وبه ښایي هغه انجیل چې پر ده به نازل شي.

Aal-i-Imraan 3:48Listen in Qur'an →
49

وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَنِّى قَدْ جِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّىٓ أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ وَأُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِى بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَءَايَةًۭ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه نه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم په هغه څه چې تاسو يې خورئ او په هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ

او وبه یې ګرځوي -همدا راز- بني اسرائیلو ته پېغمبر، چې ورته به وایي: زه تاسو ته د الله پېغمبر یم، تاسو ته د نښې سره راغلی یم چې زما په پېغمبرۍ دلالت کوي هغه دا چې: زه تاسو ته د خټې څخه د مرغه څېره انځوروم، بیا پکې پوکی کوم نو د الله په حکم سره ژوندی مرغه ګرځي، او مور زاده ړوند روغوم نو بینا کېږي، او چاته چې برګي ناروغي رسېدلې وي نو پوستکی یې روغ ګرځي، او مړی ژوندی کوم، دا ټول کارونه د الله په حکم سره تر سره کوم، او تاسو ته د هغه څه خبر درکوم چې تاسو په خپلو کورونو کې کوم خوراک کوئ او کوم پټوئ، بېشکه کومو شیانو کې چې تاسو ته مې یاد کړل چې د بشر وس پرې نه رسي؛ خامخا ښکاره نښه ده چې زه د الله پېغمبر یم تاسو ته، که چېرې تاسو ایمان لرئ، او په دلائلو باور لرئ.

Aal-i-Imraan 3:49Listen in Qur'an →
50

وَمُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِـَٔايَةٍۢ مِّن رَّبِّكُمْ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ

او -همدا راز- تاسو ته مې زما څخه مخکې نازل شوی تورات راوړ، او راغلم چې تاسو ته ځینې هغه څه چې مخکې پر تاسو حرام شوي وو حلال وګرځوم، پر تاسو د اسانتیا او کمي له کبله، او تاسو ته مې ښکاره دلیل راوړی زما د ویناوو په صحت سره، نو د الله څخه ووېرېږئ د اوامرو په منلو او نواهیو څخه ځان ساتلو باندې، او زما تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې زه مو ورته رابلم.

Aal-i-Imraan 3:50Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.