Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 200

21

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّۦنَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَيَقْتُلُونَ ٱلَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِٱلْقِسْطِ مِنَ ٱلنَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كافران كېږي او نبیان ناحقه وژني او په خلقو كې هغه كسان وژني چې د انصاف كولو حكم كوي، نو هغوى ته د بېخي دردونكي عذاب زېرى وركړه

بېشکه هغه کسان چې د الله تعالی په هغو دلایلو چې پر دوی یې نازل کړي کفر کوي، او د هغه پېغمبران په نا حقه وژني، په ظلم او زیاتۍ سره، او هغه کسان هم وژني چې د انصاف کولو امر کوي، او همدوی امر کوونکي دي په نیکیو سره منع کوونکي دي له بدیو، زېری ورکړه دې وژونکو کافرانو ته په دردناک عذاب.

Aal-i-Imraan 3:21Listen in Qur'an →
22

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ

دا هغه كسان دي چې د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضائع شوي دي او نشته د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي

دا په دې صفتونو د ستایل شوي خلکو عملونه برباد شوي نو دوی ترې ګټه نشي پورته کولی نه په دنیا او نه په آخرت کې، ځکه دوی په الله ایمان نه لري، او نه دوی لره څوک مرستندویان شته چې دوی له عذاب څخه بچ کړي.

Aal-i-Imraan 3:22Listen in Qur'an →
23

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًۭا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَٰبِ ٱللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ

ایا تا نه دې كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي

آیا ته نه وینې -ای پېغمبره- د هغو یهودو حال ته چې الله تعالی دوی ته یو برخه د تورات د علم او هغه څه ورکړې وه چې ستا پر پېغمبرۍ يې دلالت کاوه، دوی د الله تعالی کتاب (تورات) ته د بېرته راګرځېدو لپاره بلل کېږي څو پرېکړه وکړي د دوی تر منځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف درلود، بیا یوه ډله د دوی د عالمانو او مشرانو څخه مخ اړوي په داسې حال کې دوی مخ اړونکي وي د حکم د هغه څخه؛ کله چې د دوی د هوسونو سره سم نه وي، او د دوی لپاره غوره دا وه -په داسې حال کې چې دوی د دې د تابعدارۍ دعوه هم لري- چې دوی د خلکو په نسبت په بیړه خپلې پرېکړې راوړي دې ته.

Aal-i-Imraan 3:23Listen in Qur'an →
24

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًۭا مَّعْدُودَٰتٍۢ ۖ وَغَرَّهُمْ فِى دِينِهِم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم راونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې۔ او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې

دا اوختل او مخ اړول له حق څخه ځکه دي چې دوی به دعوه لرله چې دوی ته به د قیامت په ورځ اور نه رسي پرته له لږو ورځو، بیا به جنت ته داخل شي، نو همدې له ځان څخه جوړ شوي ګومان او دروغو او باطلو خبرو په دوکه کې واچول نو په الله تعالی او د هغه پر دین زړور شول.

Aal-i-Imraan 3:24Listen in Qur'an →
25

فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَٰهُمْ لِيَوْمٍۢ لَّا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

نوڅه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او په دوى به ظلم ونه كړى شي

نو څرنګه به وي حال او پښیمانتیا د دوی؟ زر دی چې ډېره بده به وي، کله چې مونږ دوی لره را غونډ کړو د حساب لپاره په هغه ورځ چې هېڅ شک پکې نشته چې د قیامت ورځ ده، او ور به کړل شي هر نفس ته بدله د عمل د ده څومره چې وړ وي، پرته له ظلم او نیکیو کمولو، یا ګناهونو زیاتولو.

Aal-i-Imraan 3:25Listen in Qur'an →
26

قُلِ ٱللَّهُمَّ مَٰلِكَ ٱلْمُلْكِ تُؤْتِى ٱلْمُلْكَ مَن تَشَآءُ وَتَنزِعُ ٱلْمُلْكَ مِمَّن تَشَآءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَآءُ ۖ بِيَدِكَ ٱلْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوي هغه چا ته چې وغواړي او بادشاهي بېرته اخلي له هغه چا نه چې وغواړي، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې

ته ووایه -ای پېغمبره- پداسې حال کې چې ستایونکی او لویي کوونکی اوسې د خپل رب: ای الله ته په دنیا او آخرت کې د ټولې پاچاهۍ واکمن یې، پاچاهي ورکوې چاته چې دې خوښه شي له بندګانو څخه، او اخلې یې چانه چې دې خوښه شي، او عزت ورکوې چاته چې دې خوښه شي له دوی څخه، او خواروې چاته چې وغواړې، دا ټول کارونه ستا په پرېکړه او انصاف ولاړ دي، او یوازې ستا په لاس کې ټول خیر دی، او ته په هر څه واکمن یې.

Aal-i-Imraan 3:26Listen in Qur'an →
27

تُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَتُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ

ته شپه په ورځ كې نَنَباسې او ورځ په شپه كې نَنَباسې او ته ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي وركوې

او ستا د قدرت له ځینو نښو څخه دا دي چې بېشکه ته شپه په ورځ کې ننباسې نو د ورځې وخت اوږد شي، او ورځ په شپه کې ننباسې نو د شپې وخت اوږد شي، او ژوندی له مړي څخه را وباسې، په شان د راویستلو د مومن له کافر څخه، او فصل له تخم (دانې) څخه، او مړی له ژوندي را وباسې؛ لکه کافر له مومن څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او پراخه روزي ورکوې چاته چې وغواړې پرته له حساب او شمېر.

Aal-i-Imraan 3:27Listen in Qur'an →
28

لَّا يَتَّخِذِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ ٱللَّهِ فِى شَىْءٍ إِلَّآ أَن تَتَّقُوا۟ مِنْهُمْ تُقَىٰةًۭ ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ

او مومنان دې له (خپلو) مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان نه جوړوي، او څوك چې دا كار وكړي، نو نه دى (دغه كس) د الله (له ډلې) نه په هېڅ شي كې، مګر دا چې تاسو له دغو (كافرو) نه ځان ساتل غواړئ، ځان ساتنه، او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او خاص الله ته ورتلل دي

مه نیسئ تاسو - ای مومنانو- کافرانو لره په دوستۍ چې مینه ورسره ولرئ او مرسته یې وکړئ پرته له مؤمنانو، او که چا دا کار وکړ نو د الله څخه بېزاره شوی او الله تعالی هم ترې بېزاره شو، مګر دا چې تاسو د هغوی د زور او پاچاهۍ لاندې اوسئ پس په خپلو ځانونو ووېرېږئ، نو باک نشته چې ځان ترې په دې توګه وساتئ چې په خبرو او کړنو کې ورسره نرمي وکړئ او په زړونو کې مو د دوی دښمني پټه کړې وي، او الله تعالی مو له خپل ځان څخه ویروي نو ترې وویرېږئ، او د هغه غضب ته ځان مه ورمخ کوئ چې ګناهونه وکړئ، او یوازې الله تعالی ته د بندګانو ورګرځېدل دي د قیامت په ورځ څو د کړنو بدله وکړي.

Aal-i-Imraan 3:28Listen in Qur'an →
29

قُلْ إِن تُخْفُوا۟ مَا فِى صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ ٱللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي۔، دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

ورته ووایه -ای پېغمبره-: که چېرې تاسو پټ کړئ هغه څه چې ستاسو په سینو کې دي له هغه څه څخه چې تاسو ترې منع شوي یاست لکه د کافرانو سره دوستي کول، او یا یې ښکاره کړئ، الله پرې پوهېږي، او هېڅ شی ترې نشي پټېدلای، او پوهېږي په هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ځمکه کې دي، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ یې نه شي عاجز کولی.

Aal-i-Imraan 3:29Listen in Qur'an →
30

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍۢ مُّحْضَرًۭا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوٓءٍۢ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُۥٓ أَمَدًۢا بَعِيدًۭا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ ۗ وَٱللَّهُ رَءُوفٌۢ بِٱلْعِبَادِ

په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخې ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په مینځ كې او د هغې (بدۍ) په مینځ كې ډېر لرې مسافت وى او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى

د قیامت په ورځ به هر کس د خپل نیک عمل سره مخ شي چې ټول به ورته راوړل شي کمی به پکې نه وي، او چا چې بد عمل کړی وي ارمان به کوي چې کاشکې د ده او د هغه تر منځ لرې زمانه وای، خو څرنګه دا ارمان د ده پوره کېدلای شي! او الله تعالی تاسو له خپل ځان څخه ویروي، نو د هغه غوصې ته په ګناهونو کولو سره مه مخ کېږئ، او الله پر بندګانو ډېر مهربانه دی، ځکه دوی ویروي او ډاروي.

Aal-i-Imraan 3:30Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.