Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 11–20 of 200

11

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

(حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى

د دې کافرانو حال په شان د حال د تابعدارانو د فرعون دی، او د هغوی څخه مخکې کسانو چې په الله یې کفر کړی او د هغه آیتونه یې دروغ ګڼلي دی، نو الله تعالی ورته عذاب ورکړ د دوی د ګناهونو له امله، او نه دوی ته خپلو مالونو څه ګټه ورسوله او نه اولادونو، او الله سخت عذاب ورکونکی دی هغو خلکو ته چې پرې کفر کوي، او د هغه آیتونه دروغ ګڼي.

Aal-i-Imraan 3:11Listen in Qur'an →
12

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ

ته ووایه هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى: ژر دى چې تاسو به مغلوب كړى شئ او جهنم ته به را یوځای (راجمع) كړى شئ او هغه بده استوګنه ده

ووایه -ای پېغمبره- د ګڼو دینونو کافرانو ته! مومنان به تاسي مغلوبه کړي، او د کفر په حالت کې به مړه شئ، او بیا به مو د دوزخ اور ته را ټول کړي، او ډېر بد فرش دی ستاسو لپاره.

Aal-i-Imraan 3:12Listen in Qur'an →
13

قَدْ كَانَ لَكُمْ ءَايَةٌۭ فِى فِئَتَيْنِ ٱلْتَقَتَا ۖ فِئَةٌۭ تُقَٰتِلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌۭ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْىَ ٱلْعَيْنِ ۚ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِۦ مَن يَشَآءُ ۗ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةًۭ لِّأُو۟لِى ٱلْأَبْصَٰرِ

یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، دسترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى

بېشکه تاسو لپاره لارښوونه او عبرت و په هغو دوو ډلو کې چې د بدر په ورځ د جنګ لپاره سره ونښتې، یوه ډله یې مؤمنه وه چې د پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د ملګرو وه، د الله په لار کې یې جنګ کاوه ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه وي، او د هغو کسانو کلمه ښکته وي چې کفر یې کړی، او بله ډله کافره وه چې د مکې کافران دي، هغه کسان چې په لویۍ او ځان ښودنې او تعصب سره راوتلي وو، مؤمنانو دوی لره د ځانو دوه برابره لیدل د سترګو په حقیقي لیدلو سره، نو الله تعالی د خپلو دوستانو مرسته وکړه، او الله تعالی ټینګوي په خپله مرسته چاته چې وغواړي، بېشکه په دغه کې د سترګو خاوندانو ته لوی عبرت او پند دی، چې پوه شي چې مرسته یوازې د ایمان والاو په برخه ده، اګر که شمېر یې کم وي، او ماتې د باطل والاو په برخه ده اګر که شمېر یې ډېر وي.

Aal-i-Imraan 3:13Listen in Qur'an →
14

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ ٱلشَّهَوَٰتِ مِنَ ٱلنِّسَآءِ وَٱلْبَنِينَ وَٱلْقَنَٰطِيرِ ٱلْمُقَنطَرَةِ مِنَ ٱلذَّهَبِ وَٱلْفِضَّةِ وَٱلْخَيْلِ ٱلْمُسَوَّمَةِ وَٱلْأَنْعَٰمِ وَٱلْحَرْثِ ۗ ذَٰلِكَ مَتَٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ ٱلْمَـَٔابِ

ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوې ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى

الله تعالی خبر ورکوي چې ده ښایسته کړي خلکو ته -ازمیښت لپاره- مینه د دنیوي خوندورو شیانو: لکه ښځې، زامن، او د سرو او سپینو زرو ډېر راټول شوي مالونه، او تربیه شوي ښایسته آسونه، او د اوښانو، غوایانو او پسونو څاروي، او د ځمکې کرهنه، دا ټول د دنیا د ژوند ګټه ده چې لږ وخت به ترې ګټه پورته کړي بیا ختمه شي، نو مومن ته نه ښایي چې دې شیانو پسې ځان وتړي، او الله سره د ورتګ ښه ځای دی، چې هغه جنت دی کوم چې د آسمانونو او ځمکې په څېر پراخه دی.

Aal-i-Imraan 3:14Listen in Qur'an →
15

۞ قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍۢ مِّن ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ وَرِضْوَٰنٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ

ته (ورته) ووایه: ایا تاسو ته د داسې شیانو خبر دركړم چې له دغو (دنیوي خوندونو) نه ډېر ښه دي؟ د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي، (هغه) د خپل رب په نیز باغونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به دوى تل ترتله وي او (د دوى لپاره) ښې پاكې ښځې دي او د الله له جانبه رضامندي (ده) او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى

ورته ووایه- ای پېغمبره-: آیا خبر درکړم په غوره د دې خوندونو څخه؟ د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی څخه د نېکو کارونو په کولو او بدو کارونو په پرېښودلو سره وېرېږي، باغونه دي چې لاندې د ماڼیو او ونو څخه یې ویالې بهېږي، تل به پکې وي چې نه به ورته مرګ رسي او نه به فنا کېږي، او دوی لپاره په دې باغونو کې جوړې دي چې په پېدایښت او خوی کې د هر ډول بدیو څخه پاکې دي، او دوی لره د دې سره د الله تعالی لخوا رضامندي ده چې پرې را غوړېږي، او هېڅکله به پرې غصه نشي، او الله تعالی لېدونکی دی د بندګانو په حالاتو، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به پرې ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:15Listen in Qur'an →
16

ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ إِنَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ

هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! یقینًا مونږ ایمان راوړى دى، نو مونږ ته زمونږګناهونه وبخښه او مونږ د اور له عذابه وساته

د جنت خاوندان همدا خلک دي چې په خپلو دعاګانو کې خپل رب ته وایي: ای زمونږه ربه بېشکه مونږ پر تا ایمان راوړی، او په هغه څه چې تا نازل کړي دي په خپلو پېغمبرانو، او مونږ ستا د شریعت پېروي کړې ده، نو وبخښه مونږ ته هغه ګناهونه چې مونږ کړې دي، او د اور د عذاب څخه مو وساته.

Aal-i-Imraan 3:16Listen in Qur'an →
17

ٱلصَّٰبِرِينَ وَٱلصَّٰدِقِينَ وَٱلْقَٰنِتِينَ وَٱلْمُنفِقِينَ وَٱلْمُسْتَغْفِرِينَ بِٱلْأَسْحَارِ

چې صبركوونكي دي او رښتیاویونكي دي اوحكم منونكي دي او انفاق كوونكي دي او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي

او همدوی صبر کوونکي دي د طاعاتو په کولو او د بدیو په پرېښودلو، او په هغه ازمیښتونو چې دوی ته رسي، او همدوی ريښتیني دي په ویناګانو او کړنو خپلو کې، او همدوی منونکي دي د الله تعالی په بشپړ منلو سره، او همدوی د الله په لار کې د خپلو مالونو خیراتوونکي دي، او همدوی بخښنه غوښتونکي دي په آخره برخه د شپې کې؛ ځکه په دغه وخت کې دعا منلو ته ډېره نږدې ده، او زړه هم د مشغولتیا څخه خالي وي.

Aal-i-Imraan 3:17Listen in Qur'an →
18

شَهِدَ ٱللَّهُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْعِلْمِ قَآئِمًۢا بِٱلْقِسْطِ ۚ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، ۔ نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى

الله تعالی ګواهي ورکړې چې هماغه یوازې په حق سره لمانځل شوی دی پرته له بل چا، ځکه چې شرعي او کوني نښې د الله تعالی په الوهیت دلالت کوي، او پر دې ملائکو هم ګواهي ورکړې ده، او د علم خاوندانو هم پدې ګواهي ورکړې چې توحید خلکو ته بیانوي او ورته بلنه ورکوي، نو په لویه ګواهۍ سره ګواهي ورکوي چې د الله توحید (یووالی) دی او هغه په مخلوقاتو او شریعت کې په عدل او انصاف ولاړ دی، نشته لائق د عبادت پرته لده چې برلاسی دی او هېڅوک پرې برلاسه کیدلای نشي، د حکمت خاوند دی په پېدایښت د مخلوق تدبیر او شریعت کې.

Aal-i-Imraan 3:18Listen in Qur'an →
19

إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلْإِسْلَٰمُ ۗ وَمَا ٱخْتَلَفَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب اوهغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى

بېشکه د الله تعالی په نزد منل شوی دین اسلام دی، چې یوازې یو الله ته د بندګۍ او تسلیمېدلو غاړه ایښودل دي. او په ټولو پېغمبرانو ایمان لرل دي تر محمد صلی الله علیه وسلم پورې، چې پرې د پېغمبرۍ سلسله ختمه شوې ده، او د هغه د شریعت پرته بل شریعت د منلو وړ ندی، او یهودو او نصاراو په دین کې اختلاف ونکړ او ګڼې ډلې او فرقې نه شوې مګر وروسته له هغه چې پر دوی د علم راتللو په وجه پرې حجت قائم شو، د کینې او په دنیا د حرص له کبله، او څوک چې د الله تعالی په هغو آیتونو کافر شو چې په خپل پېغمبر یې نازل کړي، نو بېشکه الله تعالی زر حساب والا دی له هغه چا څخه چې کفر یې کړی او د ده پېغمبران یې دروغجن ګڼلي دي.

Aal-i-Imraan 3:19Listen in Qur'an →
20

فَإِنْ حَآجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِىَ لِلَّهِ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِ ۗ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْأُمِّيِّۦنَ ءَأَسْلَمْتُمْ ۚ فَإِنْ أَسْلَمُوا۟ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟ ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَٰغُ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ

بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي۔ او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (دحق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى

که چېرې دوی تا سره شخړه کوي -ای پېغمبره- د هغه حق په اړه چې پر تا نازل شوی، نو ته په ځواب کې ورته ووایه: ما او هغو کسانو چې زما تابعداري کړې ده الله ته مو غاړه ایښودې ده، او ووایه ته -ای پېغمبره- د کتاب خاوندانو او مشرکانو ته: آیا تاسو هم الله تعالی ته غاړه ايښودې ده په اخلاص او د هغه څه تابعدارۍ سره چې ما راوړي؟ نو که غاړه یې کیښودله او ستا د شریعت تابعداري یې وکړه نو د هدایت لار یې ونیوله، او که له اسلام څخه يې مخ واړاوه نو نشته پر تا مګر دا چې ته ورسوې دوی ته هغه څه چې ته پرې رالېږل شوی یې، او نور کار یې د الله سره دی، او هغه ښه لېدونکی دی د بندګانو، او زر دی چې هر کارمن ته به د هغه د کړنې بدله ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:20Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.