Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 200

91

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌۭ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ ٱلْأَرْضِ ذَهَبًۭا وَلَوِ ٱفْتَدَىٰ بِهِۦٓ ۗ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ

بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، نو كله به هم قبول نه كړى شي د هغوى له هېڅ یو تن نه ډكه ځمكه سره زر اګر كه هغه يې د ځان خلاصي په بدل كې وركړي، دغه كسان، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى او د دوى لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي

بېشکه هغه کسان چې کافران دي او په کفر کې مړه شوي دي، هېڅکله به د یو هم له دوی څخه د ځمکې د وزن په اندازه سره زر ونه منل شي که چېرې یې له اور څخه د ځان خلاصولو لپاره وړاندې کړي، دا هغه کسان دي چې دوی لره دردناک عذاب دی، او د قیامت په ورځ د دوی مرستندوی نشته چې له دوی څخه عذاب لرې کړي

Aal-i-Imraan 3:91Listen in Qur'an →
92

لَن تَنَالُوا۟ ٱلْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا۟ مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌۭ

تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى

وبه نه رسېږئ -ای مومنانو- د نېکانو ثواب او د هغوی مرتبې ته څو د الله په لار کې هغه مالونه خیرات نکړئ چې تاسو یې خوښوئ، او هغه څه چې تاسو خیرات کوئ لږ وي یا ډېر وي نو بېشکه الله تعالی ستاسو په نیتونو او کړنو پوهه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغه د عمل بدله ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:92Listen in Qur'an →
93

۞ كُلُّ ٱلطَّعَامِ كَانَ حِلًّۭا لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَٰٓءِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ ٱلتَّوْرَىٰةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا۟ بِٱلتَّوْرَىٰةِ فَٱتْلُوهَآ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

د خوراك ټول شیان د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه (شیان) چې اسرائیل (یعقوب) په ځان باندې بند كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل كړى شي، ته ووایه: نو تورات راوړئ، بيا هغه ولولئ، كه تاسو رښتوني یئ

ټول پاک خوراکونه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو او له هغو خوړو پرته چې یعقوب علیه السلام د تورات له نازلېدو وړاندې پر ځان حرام کړي وو، نور څه هغوی ته نه ؤ حرام شوي او داسې نه ده لکه یهودیان چې ګمان کوي چې دا حرمت په تورات کې ؤ. ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې تاسو تورات راوړئ او ویې لولئ که چېرې تاسو په خپله دعوه کې رښتیني یئ، نو هغوی حیران شول، او تورات یې رانه وړ، او دا مثال دلالت کوي په دروغو د یهودو په تورات باندې او د هغه د مضمون په تحریف باندې.

Aal-i-Imraan 3:93Listen in Qur'an →
94

فَمَنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ

نو هغه چا چې له دې نه بعد په الله باندې دروغ وويل، نو همدغه كسان ظالمان دي

نو چاچې د دلیل له ښکاره کېدلو وروسته پر الله تعالی دروغ وتړل، چې یقینا هغه څه چې یعقوب علیه السلام پر ځان حرام کړي وو د الله تعالی له لوري نه ؤ حرام شوي؛ نو پس همدغه خلک پر خپلو ځانونو ظلم کوونکي دي، چې د دلیل له ښکاره کېدو وروسته هم حق پرېږدي.

Aal-i-Imraan 3:94Listen in Qur'an →
95

قُلْ صَدَقَ ٱللَّهُ ۗ فَٱتَّبِعُوا۟ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًۭا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

ته ووایه: الله رښتیا وَیلي دي، پس د ابراهیم د ملت تابع شئ، چې حنیف (پوخ توحید والا) و او له مشركانو څخه نه و

ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی په هغه څه کې چې د یعقوب علیه السلام په اړه یې بیان کړي، رښتیا ویلي دي، او په هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلی او روا کړی یې دي، نو تاسې د ابراهیم علیه السلام د دین تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه د ټولو دینونو نه اسلام ته مایل ؤ، او له الله تعالی سره یې هیڅوک په عبادت کې نه وو شریک کړي.

Aal-i-Imraan 3:95Listen in Qur'an →
96

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍۢ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِى بِبَكَّةَ مُبَارَكًۭا وَهُدًۭى لِّلْعَٰلَمِينَ

بېشكه اول كور چې د خلقو لپاره جوړ كړى شوى دى، خامخا هغه دى چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي دى او د عالَمونو لپاره هدایت دى

یقینا لومړنی کور چې پر زمکه د الله د عبادت له پاره خلکو ته جوړ شو، هغه په مکه مکرمه کې بیت الله الحرام دی، هغه یو مبارک کور دی، چې بېسارې دیني او دنیوي ګټې لري او د ټولو خلکو لپاره پکې هدایت دی.

Aal-i-Imraan 3:96Listen in Qur'an →
97

فِيهِ ءَايَٰتٌۢ بَيِّنَٰتٌۭ مَّقَامُ إِبْرَٰهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُۥ كَانَ ءَامِنًۭا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى ٱلنَّاسِ حِجُّ ٱلْبَيْتِ مَنِ ٱسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًۭا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ عَنِ ٱلْعَٰلَمِينَ

په هغه كې ښې واضحې نښې دي، چې (یوه په كې) مقامِ ابراهیم دى او څوك چې په هغه (كور) كې داخل شي، (نو) هغه په امن شي، او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شه، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي پروا دى

په دې کور کې د دې د شرف او فضیلت ښکاره نښې دي؛ لکه د عبادت ځایونه او نور مقدس ځایونه او له دې نښو څخه هغه ګټه (تېږه هم) ده چې ابراهیم علیه السلام پرې ودریدلی ؤ، هغه مهال چې د کعبی دیوالونه یې اوچتول، او له دې نه دا هم ده چې څوک (دې کور ته) ننوځي نو د هغه وېره ختمیږي او هیڅ تکلیف هم ورته نه رسېږي. او د الله تعالی له طرفه په خلکو باندې قصد د دې کور واجب دی، د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره، په هغه چا باندې چې قدرت لرې مکې ته د رسیدلو، او چا چې کفر وکړ د حج په فرضیت باندې، نو بېشکه چې الله تعالی غنی دې له دې کافر او ټولو خلکو نه.

Aal-i-Imraan 3:97Listen in Qur'an →
98

قُلْ يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ

(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله په ایتونو ولې كافر كېږئ، حال دا چې الله ستاسو په عملونو باندې ګواه دى

ته ورته ووایه -اې پیغمبره- چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاراوو) تاسو ولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ریښتنولې له دلیلونو څخه انکار کوئ؟ حال دا چې ځنې داسی دلیلونه دي چې هغه په تورات او انجیل کې هم راغلي دي. او الله تعالی ستاسو په ټولو چارو احاطه کوونکی او شاهد دی او هرو مرو به د هغو بدله درکوي.

Aal-i-Imraan 3:98Listen in Qur'an →
99

قُلْ يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًۭا وَأَنتُمْ شُهَدَآءُ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

(اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله له لارې نه هغه څوك ولې منع كوئ چې ایمان راوړي؟ تاسو په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوئ، حال دا چې تاسو ګواهان یئ او تاسو چې څه عمل كوئ، الله له هغه (عمل) نه كله هم غافل نه دى

ته ورته ووایه -اې پیغمبره-: چې اې اهل کتابو (یهودو او نصاروو) تاسو ولې د الله تعالی له دین څخه هغه څوک منع کوئ چې ایمان یې پرې راوړی وي، چې په دې سره تاسو د الله دین ته له حق نه د باطل په طرف کوږوالی غواړئ او پر حق ولاړ خلک له هدایت نه ګمراهۍ ته اړوئ او تاسې پر دې ګواه یئ چې همدا حق دین دی، تصدیق کوونکی د هغه څه دی چې ستاسو په کتابونو کې دي؟! او الله تعالی نه دی بی خبره له هغه کفر نه چې تاسو یې کوئ او د هغه له لارې نه خلک بندوئ او خامخا به پرې جزا درکوي.

Aal-i-Imraan 3:99Listen in Qur'an →
100

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تُطِيعُوا۟ فَرِيقًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَٰنِكُمْ كَٰفِرِينَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو په اهلِ كتابو كې د یوې ډلې خبره ومنئ (، نو) هغه به تاسو لره ستاسو له ایمان راوړو نه پس بیا كافران كړي

اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، که چېرې تاسو د یوې ډلې د اهل کتابو (یهودو او نصارو) تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې دوی یې وايي او تاسو د هغوی رایه چې پرې باور لري، ومنئ؛ تاسې به له ایمان څخه وروسته بېرته کفر ته ستانه کړي، ځکه چې په دوی کې کېنه او ګمراهي ده.

Aal-i-Imraan 3:100Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.