Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 71–80 of 200

71

يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لِمَ تَلْبِسُونَ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَٰطِلِ وَتَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

ای اهل کتابو ولې هغه حق چې تاسو ته نازل شوی په خپلو کتابونو کې د خپل ځانونو څخه جوړ شوي باطل سره ګډوئ، او کوم حق او هدایت چې پکې دی هغه پټوئ، چې له هغې څخه د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت صحت دی، او تاسو حق له باطل څخه او هدایت له بې لارېتوب څخه پېژنئ؟!.

Aal-i-Imraan 3:71Listen in Qur'an →
72

وَقَالَت طَّآئِفَةٌۭ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ ءَامِنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَجْهَ ٱلنَّهَارِ وَٱكْفُرُوٓا۟ ءَاخِرَهُۥ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

اوله اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې (بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى راوګرځي

او وویلې یوې ډلې د یهودو د علماوو څخه: تاسو د ورځې په پېل کې ښکاره په هغه قرآن باور ولرئ چې پر مومنانو نازل شوی دی، او په آخر د ورځ کې پرې کفر وکړئ، ښایي دوی په خپل دین کې ستاسو د ایمان راوړلو وروسته بېرته کافر کېدلو له کبله په شک کې پرېوځي نو له دین نه به وګرځي او وایي به: دوی خو د الله په کتابونو له مونږ ښه پوهېږي او بېشکه دوی ترې وګرځېدل.

Aal-i-Imraan 3:72Listen in Qur'an →
73

وَلَا تُؤْمِنُوٓا۟ إِلَّا لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ ٱلْهُدَىٰ هُدَى ٱللَّهِ أَن يُؤْتَىٰٓ أَحَدٌۭ مِّثْلَ مَآ أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَآجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْفَضْلَ بِيَدِ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌۭ

او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي۔ (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى۔ (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى

هغوی دا هم ويل: يوازې د هغه چا تصديق کوئ چې ستاسې د دين پيرو وي، اې رسوله ووايه: پرته له شکه حق ته لارښوونه هغه د الله تعالی لارښوونه ده، نه هغه چې تاسو پر کوم درواغ ګڼلو او ضد ياست، له دې وېرې چې ستاسې غوندې به بل چا ته هم پېرزوينه ورکړل شي او يا له دې وېرې چې که تاسو پر هغوی نازل شوی کتاب ومنئ؛ نو هغوی به ستاسو د پالونکي په وړاندې ستاسو سره دليل ووايي، ووايه ای رسوله! پرته له شکه پېرزوينه د الله په واک کې ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، د هغه پېرزوينه له بل امت پرته يوازې يو امت ته نه ده، الله د پراخې پېرزوينې څښتن دی او څوک يې چې وړ دي پر هغو ښه پوه دی.

Aal-i-Imraan 3:73Listen in Qur'an →
74

يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ

په خپلې مهربانۍ سره خاص كوي چا ته چې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى

غوره کوي په خپله لورینه چې وغواړي له خپل مخلوق ځینې، نو پر هغه د لارښوونې، پېغمبرۍ او نورو ورکړو لورینه کوي، او الله د ستر فضل (لورینې) څښتن دی چې پای نلري.

Aal-i-Imraan 3:74Listen in Qur'an →
75

۞ وَمِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍۢ يُؤَدِّهِۦٓ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍۢ لَّا يُؤَدِّهِۦٓ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَآئِمًۭا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا۟ لَيْسَ عَلَيْنَا فِى ٱلْأُمِّيِّۦنَ سَبِيلٌۭ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړي، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي

او له اهل کتابو ځینې هغه دي چې که چېرې په ډېره شتمنۍ یې امین کړې هم به درته بېرته هغه څه درکړي چې تا پرې امین کړی و، او له دوی څخه ځینې دي چې په لږې شتمنۍ یې هم امین کړې نو هغه څه به در ونه سپاري چې تا پرې امین کړی و، مګر دا که تل یې ترې په کلکه غوښتنه وکړې، دا د دوی د بدې وینا او ګومان له کبله چې وایي: پر مونږ د عربو او د هغوی مال خوړلو باندې ګناه نشته؛ ځکه الله مونږ ته روا کړي دي، دوی دا دروغ وایي او پوهېږي چې دوی په الله پورې تړلې دي.

Aal-i-Imraan 3:75Listen in Qur'an →
76

بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِۦ وَٱتَّقَىٰ فَإِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ

ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شه، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي

داسې نده څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکې پر دوی ګناه شته، لیکن که چا د الله تعالی سره په ژمنه وفا وکړه چې په ده او د ده په پېغمبرانو باور لرل دي، او د خلکو سره په ژمنو یې هم وفا وکړه چې امانت وسپاري، او له الله څخه د هغه د اوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو ووېرده، نو بېشکه الله تعالی پرهېزګاران خوښوي او زر دی چې دوی ته په دې سره عزتمنده بدله ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:76Listen in Qur'an →
77

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَأَيْمَٰنِهِمْ ثَمَنًۭا قَلِيلًا أُو۟لَٰٓئِكَ لَا خَلَٰقَ لَهُمْ فِى ٱلْءَاخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري اونه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

پرته له شکه هغه کسان چې هغوی د الله کړې سپارښتنه بدلوي، کوم څه يې چې په خپل کتاب کې د پيروۍ په اړه نازل کړي او خپل رسولان يې ورسره لېږلي دي او د هغو قسمونو په اړه چې هغوی د الله پر ژمنه د وفا لپاره پورته کړي وو، هغوی د دنيا په لږ توکي سره بدلوي، په آخرت کې به هغوی لره د بدلې هيڅ برخه نه وي، نه به الله له هغوی سره د خوشحالۍ خبره کوي، نه به د قيامت په ورځ د رحمت په نظر ورته ګوري او نه به يې د ګناهونو او کفر له چټليو پاک کړي او هغوی لره به دردوونکی عذاب وي.

Aal-i-Imraan 3:77Listen in Qur'an →
78

وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًۭا يَلْوُۥنَ أَلْسِنَتَهُم بِٱلْكِتَٰبِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو په هغه د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي

او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې د الله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه د دوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو د الله لخوا نازل شوي، خو هغه د الله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او د هغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني.

Aal-i-Imraan 3:78Listen in Qur'an →
79

مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ ٱللَّهُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا۟ عِبَادًۭا لِّى مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن كُونُوا۟ رَبَّٰنِيِّۦنَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ ٱلْكِتَٰبَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ

هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ

هېڅ بشر ته نه ښایي چې الله تعالی ده ته له خپل لوري څخه نازل شوی کتاب ورکړی وي، او پوهه یې ورکړې وي، او پېغمبر یې غوره کړی وي؛ بیا خلکو ته ووایي: تاسو له الله پرته زما بندګان شئ، بلکې دوی ته وایي: تاسو عمل کوونکي عالمان شئ، د خلکو پالونکي شئ، د دوی د کارونو سموونکي شئ ځکه چې تاسو هغه کتاب زده دی چې خلکو ته نازل شوی، او لدې کبله چې تاسو له دې درس کاوه په یادو او په پوهه یې.

Aal-i-Imraan 3:79Listen in Qur'an →
80

وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا۟ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ وَٱلنَّبِيِّۦنَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِٱلْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟

او -همدا راز- نه ښایي ده ته چې تاسو ته امر وکړي په دې چې ملائکې او پېغمبران په الوهیت ونیسئ چې له الله پرته یې عبادت کوئ، آیا روا دي د ده څخه چې تاسو ته امر وکړي په الله باندې د کفر کولو پس له غاړې ایښودلو او تسلیمېدلو ستاسو ده ته؟!

Aal-i-Imraan 3:80Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.