Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 51–60 of 200

51

إِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۗ هَٰذَا صِرَٰطٌۭ مُّسْتَقِيمٌۭ

بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده

دا ځکه چې بېشکه الله زما او ستاسو پالونکی دی، نو هماغه یوازې د تابعدارۍ او وېرې وړ دی، یوازې د هغه عبادت وکړئ، همدا څه چې مې تاسو ته پرې امر وکړ چې د الله عبادت او تقوی ده همدا نېغه لار ده چې کوږوالی پکې نشته.

Aal-i-Imraan 3:51Listen in Qur'an →
52

۞ فَلَمَّآ أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ ٱلْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِىٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ ٱللَّهِ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَٱشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ

نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ په الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه په دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو

کله چې عیسی علیه السلام د دوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ د الله د دین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو.

Aal-i-Imraan 3:52Listen in Qur'an →
53

رَبَّنَآ ءَامَنَّا بِمَآ أَنزَلْتَ وَٱتَّبَعْنَا ٱلرَّسُولَ فَٱكْتُبْنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ

اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه له ګواهي كوونكو (د حق) سره ولیكه

او حواریینو همدا راز وویل: اې ربه! مونږ په هغه څه باور لرو کوم انجیل چې تا نازل کړی، او د عیسی علیه السلام تابعداري کوو، نو مونږ پر حق باندې له شاهدانو وګرځوې کوم چې پر تا او ستا په استازو ایمان لري.

Aal-i-Imraan 3:53Listen in Qur'an →
54

وَمَكَرُوا۟ وَمَكَرَ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَٰكِرِينَ

او هغوى چلونه جوړ كړل او الله پټ تدبیر وكړ او الله له ټولو تدبیركوونكو نه غوره دى

او د بني اسرائیلو کافرانو چل وکړ کله چې دوی د عیسی علیه السلام د وژلو هڅې وکړې، نو الله تعالی دوی ته تدبیر جوړ کړ چې په بې لارېتوب کې یې پرېښودل، او عیسی علیه السلام ته ورته څېره یې په یو بل سړي واچوله، او الله ښه تدبیر جوړوونکی دی؛ ځکه چې د هغه نه سخت تدبیر نیوونکی نشته پر دښمنانو د هغه.

Aal-i-Imraan 3:54Listen in Qur'an →
55

إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَىٰٓ إِنِّى مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَىَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَجَاعِلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوكَ فَوْقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ ۖ ثُمَّ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى اوچا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه

او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او د کافرانو د پلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم د هغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې د هغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو د قیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي د قیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو.

Aal-i-Imraan 3:55Listen in Qur'an →
56

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًۭا شَدِيدًۭا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ

پس هر چې هغه كسان دي چا چې كفر كړى دى، نو هغوى ته به زه په دنیا او اخرت كې ډېر سخت عذاب وركوم او د دوى لپاره به هیڅوك مددكوونكي نه وي

پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب د اور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي.

Aal-i-Imraan 3:56Listen in Qur'an →
57

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلظَّٰلِمِينَ

پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي

او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته د عملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره د مسیح (عیسی) د هغو تابعدارانو په اړه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو څخه مخکې وو د کوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او د سترو ظلمونو څخه د الله سره شریک جوړول او د هغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي.

Aal-i-Imraan 3:57Listen in Qur'an →
58

ذَٰلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ ٱلْءَايَٰتِ وَٱلذِّكْرِ ٱلْحَكِيمِ

دا دي چې مونږ يې له ایتونو او له حكمته ډك نصیحت څخه پر تا لولو

دا څه چې مونږ پر تا لولو د عیسی علیه السلام د خبرونو څخه د څرګندو نښو څخه دي چې د هغه څه په صحت دلالت کوي چې تاته نازل شوی دی، او د متقیانو لپاره پند دی، کلک دی چې باطل نشي ورتللای.

Aal-i-Imraan 3:58Listen in Qur'an →
59

إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ ٱللَّهِ كَمَثَلِ ءَادَمَ ۖ خَلَقَهُۥ مِن تُرَابٍۢ ثُمَّ قَالَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو

د عیسی علیه السلام د پېدایښت مثال د الله تعالی په نزد د آدم علیه السلام له خاورې څخه د پېدایښت په څېر دی، پرته له پلار او مور، بلکه الله تعالی ورته وویل: بشر شه، پس هماغسې شو څرنګه چې یې غوښتل، پس څرنګه دعوه لري چې هغه معبود دی ځکه چې پرته له پلار څخه پېدا شوی دی، په داسې حال کې چې دوی مني چې آدم بشر دی، سره له دې چې هغه هم پرته له مور او پلار څخه پېدا شوی دی؟!

Aal-i-Imraan 3:59Listen in Qur'an →
60

ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْمُمْتَرِينَ

حق ستا د رب له جانبه دى، نو له شك كوونكو نه مه كېږه

د عیسی علیه السلام په اړه حق هماغه دی کوم چې تاته ستا د رب لخوا نازل شوی دی، نو له شکمنو او مترددو خلکو مه کېږه، بلکه کلک اوسه په هغه حق چې ته پرې یې.

Aal-i-Imraan 3:60Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.