Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 31–40 of 200

31

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِى يُحْبِبْكُمُ ٱللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

(اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

ورته ووایه -ای پیغمبره- که په ریښتیا د الله تعالی سره مینه کوئ نو د هغه څه په ښکاره او پټه تابعداري وکړئ چې ما راوړي، نو د الله تعالی مینه به ترلاسه کړئ، او ګناهونه به درته وبخښي او الله تعالی بخښونکی دی خپلو هغو بنده ګانو ته چې توبه وباسي، او پر دوی رحم کوونکی دی.

Aal-i-Imraan 3:31Listen in Qur'an →
32

قُلْ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْكَٰفِرِينَ

(اى نبي!) ته ووایه: د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول، بیا كه دوى وګرځېدل، نو بېشكه الله له كافرانو سره مینه نه كوي

ورته ووایه -ای پېغمبره- د الله تابعداري وکړئ، او د هغه د پېغمبر تابعداري د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه ځان ساتلو باندې وکړئ، که چېرې له دې وګرځېدل نو الله تعالی هغه کافران چې د ده او د ده د پېغمبر د امر مخالفت کوونکي وي نه خوښوي.

Aal-i-Imraan 3:32Listen in Qur'an →
33

۞ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰٓ ءَادَمَ وَنُوحًۭا وَءَالَ إِبْرَٰهِيمَ وَءَالَ عِمْرَٰنَ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

بېشكه الله په عالَمونو باندې ادم او نوح او الِ ابراهیم او الِ عمران غوره كړي دي

بېشکه الله تعالی غوره کړی دی آدم علیه السلام نو ملائکې یې ورته په سجده کړې، او نوح یې غوره کړی دی نو لومړی رسول یې وګرځاوه د ځمکې والاو ته، او ابراهیم یې غوره کړی دی نو نبوت یې د ده په اولاده کې پرېښود، او د عمران اولاده یې غوره کړې؛ دا ټول الله غوره کړي او فضیلت یې ورکړی دوی ته د خپلې زمانې په خلکو.

Aal-i-Imraan 3:33Listen in Qur'an →
34

ذُرِّيَّةًۢ بَعْضُهَا مِنۢ بَعْضٍۢ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

په دې حال كې چې (داسې) نسل دى، چې ځینې د دوى له ځینو نورو دي او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

همدا یاد شوي پېغمبران او د هغوی اولادونه چې د دوی د لارو تابعداري یې کړې، همدوی نسلونه دي چې یو بل څخه را ښکته شوي د الله په یووالي او نیکو عملونو سره، یو له بل څخه د ښو اخلاقو او غوره کړنو میراث اخیستی، او الله تعالی اورېدونکی دی د بندګانو د ویناوو، پوه دی د دوی په کړنو، ځکه خو غوره کوي له دوی څخه څوک چې وغواړي، او خوښوي له دوی څخه څوک چې وغواړي.

Aal-i-Imraan 3:34Listen in Qur'an →
35

إِذْ قَالَتِ ٱمْرَأَتُ عِمْرَٰنَ رَبِّ إِنِّى نَذَرْتُ لَكَ مَا فِى بَطْنِى مُحَرَّرًۭا فَتَقَبَّلْ مِنِّىٓ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې

یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې وویلې د عمران ښځې چې د مریم-علیهاالسلام- مور وه: ای زما ربه! بېشکه ما پر ځان لازمه کړې وه چې کوم حمل چې زما په ګېډه دی یوازې ستا د رضا لپاره وګرځوم، چې د هر کار څخه ازاد وي څو ستا او ستا د کور خدمت وکړي، نو له ما څخه دا ومنه، بېشکه همدا ته اورېدونکی یې زما د دعاء، زما په نیت پوهه یې.

Aal-i-Imraan 3:35Listen in Qur'an →
36

فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّى وَضَعْتُهَآ أُنثَىٰ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ ٱلذَّكَرُ كَٱلْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّى سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّىٓ أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ ٱلرَّجِيمِ

نو كله چې دې هغه وزېږوله، هغې وویل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده۔ او الله ښه پوه دى په هغه څه چې دې وزېږوه ۔او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم

نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یې وویل -او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او الله ښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت او پېدایښت کې د هغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته د مریم نوم ورکړ، او ما دا پر تا وساتله او د دې اولاده هم د شیطان (له شر څخه)؛ چې ستا د رحمت څخه شړل شوی دی.

Aal-i-Imraan 3:36Listen in Qur'an →
37

فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍۢ وَأَنۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًۭا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا ٱلْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًۭا ۖ قَالَ يَٰمَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

نو هغه د هغې رب په ډېرو ښو قبلولو سره قبوله كړه او هغه يې په ډېرو ښُكلو زرغونولو (لویَوَلو) سره زرغونه (لویه) كړه او هغه يې د زكریا په كفالت كې وركړه كله چې به هم زكریا دې ته عبادت خانې ته ننوت (نو) له هغې سره به يې څه رزق (خوراك) ومونده، هغه وویل: اى مریمې! تا ته دا له كومه كېږي؟ هغې وویل: داد الله له خوا راځي، یقینًا الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي

پس قبوله کړه الله تعالی د هغې منخته په ښائسته قبلیدو، او ستره یې کړه په ښائسته سترېدو، او د نېکانو بندګانو زړونه یې پرې نرم کړل، او پالنه یې زکریا علیه السلام ته وسپارله، او زکریا علیه السلام به چې کله د عبادت ځای ته ورننوته نو دې سره به یې پاکه او آسانه روزي موندله، نو ورته یې وویل: ای مریمې! دا روزي له کومه کوې؟ په ځواب کې یې ورته وویل: دا روزي د الله لخوا ده، بېشکه الله پراخه او بې حسابه روزي ورکوي چاته چې وغواړي.

Aal-i-Imraan 3:37Listen in Qur'an →
38

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُۥ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِى مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةًۭ طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ

په دغه ځای كې زكریا له خپل رب نه دعا وغوښته، ويې ويل: اى زماربه! ما ته له خپلې خوانه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې

دغه مهال چې زکریا علیه السلام د عمران لور مریمې سره د الله تعالی لخوا ورکړل شوې روزي ولېده چې په روزۍ کې د الله تعالی د عادت او قوانینو خلاف وه؛ هیله یې پېدا شوه چې الله ورته یو زوی ورکړي په همدې حال چې عمر یې زیات دی او میرمن یې شنډه ده، نو ویې ویل: ای ربه! ما ته پاک زوی راکړه، بېشکه ته د هغه چا د دعا اورېدونکی یې چې له تا یې وغواړي، او د هغه قبلوونکی یې.

Aal-i-Imraan 3:38Listen in Qur'an →
39

فَنَادَتْهُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ وَهُوَ قَآئِمٌۭ يُصَلِّى فِى ٱلْمِحْرَابِ أَنَّ ٱللَّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًۢا بِكَلِمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَسَيِّدًۭا وَحَصُورًۭا وَنَبِيًّۭا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغه كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېرمنع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه

پرېښتو هغه ته آواز وکړ چې هغه لمانځه ته د پورته کېدو په حالت کې و، په دې ويلو سره چې پرته له شکه الله د يو زوی زيری در کوي چې نوم به يې يحيی وي، صفت به يې دا وي چې د الله د هغې کلمې تصديق به کوي چې هغه عیسی د مريم زوی دی، دا چې هغه په ځانګړي پيدايښت سره د الله په يوه کلمه سره پيدا کړل شوی دی او دغه بچی به پر قوم يې په پوهه او عبادت کې سردار وي، له نفسي غوښتنو به ځان راګرځوونکی او بندوونکی وي چې له هغو څخه ښځو ته نېږدې کېدل هم دي او هغه به يوازې د خپل پالونکي عبادت ته فارغ وي او له نېکانو به يو نبي هم وي.

Aal-i-Imraan 3:39Listen in Qur'an →
40

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌۭ وَقَدْ بَلَغَنِىَ ٱلْكِبَرُ وَٱمْرَأَتِى عَاقِرٌۭ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ ٱللَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَآءُ

ويې ويل: اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډاوالى (زوړوالى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي

کله چې ملائکې پر زکریا د یحیی زېری وکړ هغه مهال یې وویل : ای ربه! څرنګه به زما بچې وي پس له دې چې زه بوډا شوم، او میرمن مې شنډه ده بچی نه راوړي! الله تعالی د ده د وینا په ځواب کې وویل: د یحیی علیه السلام د پېدایښت مثال ستا د زیات عمر او ستا د مېرمنې د شنډوالي سره داسې دی لکه د الله تعالی پېدایښت هر شي لره چې وغواړي د عادت خلاف پېدا کړي؛ ځکه چې الله تعالی په هر شي واکمن دی، څه چې وغواړي په خپله ځېرکتیا او پوهه یې کوي.

Aal-i-Imraan 3:40Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.