Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 191–200 of 200

191

ٱلَّذِينَ يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمًۭا وَقُعُودًۭا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَٰطِلًۭا سُبْحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ

هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه

او دا هغه کسان دی چې یادوي الله تعالی په هر حال کې، د ودریدو په حال کې، د کیناستلو په حال کې، او د څملاستلو په حال کې، او خپل سوچ د اسمانونو او ځمکو په پیدایښت کې په کار اچوي؛ او وایې: ای ربه! تا ندي پیداکړي دا لوی مخلوق بې فایدي، ته له عبث کار نه پاک یې، نو بس مونږ وساته د جهنم له اور نه په توفیق راکولو د نیکو کارونو او په ځان ساتلو له ګناهونو څخه.

Aal-i-Imraan 3:191Listen in Qur'an →
192

رَبَّنَآ إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ ٱلنَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُۥ ۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍۢ

اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته

نو پس ته چې څوک داخل کړې اور ته -ای ربه- له خپلو بندګانو څخه نو یقینا هغه تا سپک کړ او رسوا دې کړ، او نشته ظالمانو لره د قیامت په ورځ څوک مرستندوی چې د الله تعالی له عذاب او سزا څخه یې وژغوري.

Aal-i-Imraan 3:192Listen in Qur'an →
193

رَّبَّنَآ إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًۭا يُنَادِى لِلْإِيمَٰنِ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِرَبِّكُمْ فَـَٔامَنَّا ۚ رَبَّنَا فَٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّـَٔاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ ٱلْأَبْرَارِ

اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو

ای ربه زمونږه! بیشکه مونږ واوریده اواز کوونکی د ایمان طرف ته -چې هغه ستا پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم وو- چې اواز یې کاوه ویل یې: ایمان راوړئ په الله تعالی چې ستاسو رب دی یوازې هماغه د بندګۍ لایق، نو بس مونږ ایمان راوړ په هغه څه چې هغه ورته بلنه ورکوله او مونږ د هغه د شریعت تابعداري وکړه، نو بس زمونږ ګناهونه پټ کړه او مونږه مه رسوا کوه، او زمونږ له ګناهونو څخه تیر شه نو پس مونږ پرې مه رانیسه، او وفات کړه مونږ د نیکانو خلکو سره په توفیق راکولو د نیک کار او په پريښودلو د ګناهونو.

Aal-i-Imraan 3:193Listen in Qur'an →
194

رَبَّنَا وَءَاتِنَا مَا وَعَدتَّنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ

اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې

ای ربه زمونږه! او راکړې مونږ ته هغه چې وعده دې کړې مونږ سره ستا د پیغمبرانو په ژبه، له هدایت او کامیابۍ څخه په دنیا کې، او ته مونږ مه رسوا کوه د قیامت په ورځ په ننویستلو د جهنم اور ته، ته کریم يې -ای ربه- د وعدې خلاف نه کوې.

Aal-i-Imraan 3:194Listen in Qur'an →
195

فَٱسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّى لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عَٰمِلٍۢ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍۢ ۖ فَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَأُخْرِجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِمْ وَأُوذُوا۟ فِى سَبِيلِى وَقَٰتَلُوا۟ وَقُتِلُوا۟ لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ ثَوَابًۭا مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عِندَهُۥ حُسْنُ ٱلثَّوَابِ

نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضائع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده

نو بس د دوی رب د دوی دعا قبوله کړه : چې زه نه ضایع کوم ستاسو د عملونو ثواب لږ وي او که ډیر، برابره خبره ده که دا عمل کوونکی نر وي او که ښځه، نو بس حکم د ځینو ستاسو د ځینو نورو په څېر په دین کې یو دی، د نر لپاره ثواب نشي زیاتیدلی، او د ښځې نه کمیدلی نشي، پس هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی، او کافرانو د خپلو کورونو څخه ویستلي وي، او د خپل رب د طاعت په وجه ورته ضرر رسیدلی وي، او د الله تعالی په لاره کې یې جهاد کړی وي او وژل شوي وي د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، خامخا زه به دوی ته د قیامت په ورځ د دوی د ګناهونو بخښنه وکړم ، او دوی ته به د دوی له ګناهونو څخه تېر به شم، او خامخا به دوی جنتونو ته ننباسم چې له بنګلو نه لاندې به یې ویالې (نهرونه) بهېږي ، دا بدلې دي د الله تعالی له طرفه، او الله تعالی چې دی خاص د هغه سره خایسته بدلي دي چې څه مثال يې نشته.

Aal-i-Imraan 3:195Listen in Qur'an →
196

لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى ٱلْبِلَٰدِ

(اى اورېدونكیه!) په ښارونو كې د كافرانو تلل راتلل دې تا تېر نه باسي (دوكه نه كړي)

تا دې دوکه نه کړي -ای پیغمبره- د کافرانو اوړیدل راوړیدل په ښارونو کې، او تصرف د دوی په دې ښارونو کې، او د دوی پراخه تجارت او رزق، نو پس ته غم او خفګان احساسوې د دوی د دې حالت له وجی نه.

Aal-i-Imraan 3:196Listen in Qur'an →
197

مَتَٰعٌۭ قَلِيلٌۭ ثُمَّ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ

(دا) ډېره لږه فايده ده، بیا د هغو اوسېدنځای جهنم دى او هغه بده استوګنه ده

نو بس دا دنیا لږه فایده ده چې دوام نه لري، وروسته لدې نه به ځای د ورتللو د دوی د قیامت په ورځ: جهنم وي، او ډیر بد بستر دی د جهنم اور د دوی لپاره.

Aal-i-Imraan 3:197Listen in Qur'an →
198

لَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّٰتٌۭ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا نُزُلًۭا مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ ۗ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌۭ لِّلْأَبْرَارِ

خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي

مګر هغه کسان چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږی لاندې د قصرونو د هغې نه ویالې (نهرونه)، وي به دوی په دې جنتونو کې همیشه، دا بدله تیاره کړای شوې دوی ته د الله تعالی له طرفه، او کومې بدلې چې الله تعالی د خپلو نیکانو بندګانو لپاره تیارې کړي، ډیرې غوره او بهتره دي د هغه خوندونو او مزو نه چې کافران پکې پدې دنیا کې اوړي راوړي.

Aal-i-Imraan 3:198Listen in Qur'an →
199

وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ لَمَن يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِمْ خَٰشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنًۭا قَلِيلًا ۗ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې په الله ایمان راوړي او په هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى

ټول اهل کتاب (یهود او نصارا) نه دي برابر، پس یوه ډله د دوی نه ایمان لري په الله تعالی او په هغه حق او هدایت چې تاسو ته رالیږل شوی دی، او ایمان لري په هغه څه چې هغوی ته رالیږل شوي د هغوی په کتابونو کې، فرق نه کوي په ایمان راوړلو کې د الله تعالی په پیغمبرانو باندې، عاجزي کوونکي غاړه کیښودونکي دي الله تعالی ته، لپاره د حاصلولو د هغه څه چې د هغه سره دي، دوی د الله تعالی آیتونه د نیا له آرامیو څخه په لږ قیمت نه بدلوي، څوک چې په دا ډول صفتونو سره یاد شي، نو د خپل رب سره به د دوی لوی اجر وي، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی په عملونو باندې، او زر بدله ورکوونکی دی په هغو باندې.

Aal-i-Imraan 3:199Listen in Qur'an →
200

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱصْبِرُوا۟ وَصَابِرُوا۟ وَرَابِطُوا۟ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ د شریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی د د نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، د دې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې د اور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي.

Aal-i-Imraan 3:200Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.