Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 181–190 of 200

181

لَّقَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ فَقِيرٌۭ وَنَحْنُ أَغْنِيَآءُ ۘ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا۟ وَقَتْلَهُمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ وَنَقُولُ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

خامخا یقینًا الله د هغو خلقو خبره واورېدله چې ويې ويل: بېشكه الله فقیر دى او مونږه غنیان یو، خامخا به مونږ لیكو د دوى دا خبره او نبیانو لره د دوى ناحقه وژل، او مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو سخت سوزوونكى عذاب وڅكئ

بیشکه واوریدله الله تعالی وینا د یهودو کله چې هغوی ویلي وو: «چې بیشکه الله تعالی محتاج دی کله چې یې زمونږ نه قرض وغوښت، او مونږه بی حاجته یو د هغه مال په وجه چې مونږ سره دی»، خامخا مونږ لیکو هغه چې دوی کوم دروغ او افتراء په خپل رب باندې ویلې وه او لیکو مونږ وژل د دوی انبیاو لره په ناحقه، او وایو مونږ دوی ته (وروسته د مرګ نه): وڅکئ عذاب سوځونکی په اور کې.

Aal-i-Imraan 3:181Listen in Qur'an →
182

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍۢ لِّلْعَبِيدِ

دا (عذاب) په سبب د هغه (بدعمل) دى چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلى دى، او ځكه چې یقینًا الله په بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى

دا عذاب د هغه څه په وجه دی چې مخکې لیږلی ستاسو لاسونو -ای یهودو- د ګناهونو او مصیبتونو نه، او بیشکه ندی الله تعالی چې ظلم وکړي په هیچا باندې د خپلو بندګانو څخه.

Aal-i-Imraan 3:182Listen in Qur'an →
183

ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَآ أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّىٰ يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍۢ تَأْكُلُهُ ٱلنَّارُ ۗ قُلْ قَدْ جَآءَكُمْ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِى بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَبِٱلَّذِى قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

(دوى) هغه كسان دي چې وايي: بېشكه الله مونږ ته حكم كړى دى چې مونږ به په هېڅ یو پېغمبر باندې ایمان نه راوړو تر هغه پورې چې هغه مونږ ته یوه داسې قرباني راوړي چې اور يې خوري۔، ته (ورته) ووایه: یقینًا تاسو ته له ما نه مخكې رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغه شى هم چې تاسو يې وایئ، بیا ولې تاسو هغوى قتل كړل؟ كه چېرې تاسو رښتیني یئ

او دا هغه کسان دي چې ویلي وو په دروغو او افتراء باندې: چی بیشکه الله تعالی مونږ ته حکم کړی په خپلو کتابونو کې او د خپلو پیغمبرانو په ژبو باندې چې مونږ به ایمان نه راوړو په هیڅ یو پیغمبر تر څو چې راوړي مونږ ته هغه څه چې د هغه د وینا تصدیق وکړي، او هغه دا چې الله تعالی ته به ځان نزدې کړي په یوې صدقی سره چې سوځوي به دی لره اور چې د اسمان نه به راکوزیږي، نو بس دروغ يې وتړل په الله تعالی باندې په نسبت د وصیت (حکم) کې هغه ته، او په راګیرولو د دلیلونو د ريښتینولۍ د پیغمبرانو په هغه څه کې چې دوی يې ذکر کوي، او لدې وجې نه الله تعالی امر کړی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته چې ووايې دوی ته: چې بیشکه راتګ کړی و تاسو ته پیغمبرانو مخکې زما نه په ښکاره دلیلونو د هغوی په ريښتینولۍ، او په هغه چې تاسو ذکر کړی وه د هغې قربانۍ نه چې د اسمان څخه راتلونکې اور به يې سوځوي، نو پس تاسو ولې هغوی ته د دروغو نسبت وکړ او هغوی مو ووژل که چیرته تاسو ريښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې وائې!.

Aal-i-Imraan 3:183Listen in Qur'an →
184

فَإِن كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌۭ مِّن قَبْلِكَ جَآءُو بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلزُّبُرِ وَٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُنِيرِ

نو كه دوى تا دروغژن وګڼي، نو یقینًا له تا نه مخكې (هم) رسولان دروغژن ګڼلى شوي دي، هغوى ښكاره دلیلونه راوړي وو او واړه كتابونه او رڼا كوونكى كتاب (يې راوړى و)

پس که دوی تاته نسبت د دروغو وکړي -ای پیغمبره- نو ته مه خفه کیږه، بس دا عادت د کافرانو دی، په تحقیق سره نسبت د دروغو شوی و ستا نه مخکې ډیرو پیغمبرانو ته، چې هغوی راتګ کړی وو په ښکاره ښکاره دلیلونو سره، او په هغو کتابونو سره چې د پند خبری او زړه نرموونکي خبرې پکې وي، او راوړی یې وو هغه کتاب ښودونکی وو هغه څه لره چې پدې کې وو د احکامو او شریعت نه.

Aal-i-Imraan 3:184Listen in Qur'an →
185

كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ ٱلنَّارِ وَأُدْخِلَ ٱلْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلْغُرُورِ

هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره در كړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى

هر یو نفس چې هر څنګه وي خامخا به مرګ څکي، نو پس نه دې مغرور کیږی یو مخلوق په دې دنیا باندې، او په ورځ د قیامت به درکول کیږی تاسو ته ثوابونه ستاسو د عملونو پوره پوره چې هیڅ کمی به پکې نه وي، نو پس هغه څوک چې الله تعالی د اور څخه لری کړو، او جنت ئې داخل کړو؛ نو په تحقیق سره دی حاصل کړو هغه څه چې دی ئې امید لرو د خیر نه، او بچ شو د هغه څه نه چې دا ترې ویریده د شر نه، او نه دی ژوند د دنیا مګر سامان د فایدې چې زر ختمیدونکی دی، او ځان نه نښلوي په دی پوری مګر هغه څوک چې دوکه شوی وی.

Aal-i-Imraan 3:185Listen in Qur'an →
186

۞ لَتُبْلَوُنَّ فِىٓ أَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ أَذًۭى كَثِيرًۭا ۚ وَإِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ

خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، اوكه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي

ای مؤمنانو! تاسو به ستاسو په مالونو کې وازمویل شئ؛ چې واجب حقونه پکې اداء کړئ، او کوم مصیبتونه چې پرې راځي، همدا رنګه خامخا به تاسو په خپلو ځانونو کې هم و ازمویل شئ د شرعي تکالیفو په تر سره کولو سره، او هغه چې نازلیږی په تاسو باندې له بیلابیلو مصیبتونو څخه، او تاسو به واورئ خامخا له هغو کسانو څخه چې ستاسو څخه مخکې کتابونه ورکړل شوي وو او له مشرکانو څخه (ډیرې داسې خبرې )چې له مخې یې تاسو ته او ستاسو د دین د سپکاوي له امله زیان دررسیږي، او که تاسو صبر وکړئ په هغه څه چې تاسو ته دررسیږی د بېلابیلو مصیبتونو او ازمیښتونو څخه، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه څه په کولو چې هغه پرې امر کړی، او په پریښودولو د هغه څه چې هغه ترې منع کړې یاست، نو بیشکه دا له هغو پخو کارونو څخه دي چې پياوړي عزم او ارادې ته اړتیا لري، او په دې کې سیالي کوونکي یو له بل سره سیالي کوي.

Aal-i-Imraan 3:186Listen in Qur'an →
187

وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ وَٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ

او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا (كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی مضبوط لوظ واخیست د اهل کتابو له علماو نه چی یهود او نصاری دي؛ خامخا به تاسو بیانوئ خلکو ته د الله تعالی کتاب، او نه به پټوئ کوم هدایت چې په دې کې وي، او نه به پټوي هغه څه چې دلالت کوي په پیغمبرۍ د محمد -صلی الله علیه وسلم- ، نو نه و ( د دوی جواب) مګر دا چې لوظ یې مات کړ، او هیڅ نظر یې ورته ونه کړ، نو بس دوی حق پټ کړ او باطل یې ښکاره کړ، او د الله تعالی لوظ یې په ډیر ناڅیزه قیمت باندې بدل کړ، لکه شهرت او مال چې کیدای شی دوی یې حاصل کړي، نو بس ډیر بد دی دا قیمت چې دوی یې بدلوي د الله تعالی په لوظونو.

Aal-i-Imraan 3:187Listen in Qur'an →
188

لَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أَتَوا۟ وَّيُحِبُّونَ أَن يُحْمَدُوا۟ بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا۟ فَلَا تَحْسَبَنَّهُم بِمَفَازَةٍۢ مِّنَ ٱلْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- بیشکه هغه کسان چې خوشحالیږي په هغو بدو کارونو چې دوی کړي، او دوی دا خوښوي چې خلک یې صفت وکړي په هغه خیر چې دوی نه وي کړی، ته ګمان مه کوه په دوی باندې په خلاصیدو د عذاب نه او په بچ پاتی کیدلو، بلکه ځاې د دوی جهنم دی، او د دوی لپاره پکې دردناک عذاب دی.

Aal-i-Imraan 3:188Listen in Qur'an →
189

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ

او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

او خاص یو الله تعالی لره دی د بل چا د پاره نشته اختیار د آسمانونو او ځمکو او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي په پیدایښت او تدبیر کې، او الله تعالی په هر شی باندې قادر دی.

Aal-i-Imraan 3:189Listen in Qur'an →
190

إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ لَءَايَٰتٍۢ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ

بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي

یقینا له نشت نه د اسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې د شپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې د دوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي د سالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته د دنیا په پیداکوونکي چې یواځې د عبادت مستحق دی.

Aal-i-Imraan 3:190Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.