Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 171–180 of 200

171

۞ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَضْلٍۢ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

ډېر خوشحالېږي د الله له جانبه په نعمت او فضل سره او په دې چې بېشكه الله د مومنانو اجر نه ضائع كوي

او خوشحالیږی به دوی د دې سره په ډیر لوی ثواب چې د الله تعالی له طرفه یې دوی انتظار کوي، او د ثواب نه علاوه به هم دا خوشحالي ډیره لویه وي، او بیشکه الله تعالی نه بربادوي ثواب د مومنانو، بلکه پوره پوره بدلې ورله پرې ورکوي، او د هغې نه زیاتې هم ورکوي.

Aal-i-Imraan 3:171Listen in Qur'an →
172

ٱلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ مِنۢ بَعْدِ مَآ أَصَابَهُمُ ٱلْقَرْحُ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ مِنْهُمْ وَٱتَّقَوْا۟ أَجْرٌ عَظِيمٌ

هغه كسان، چې د الله او د رسول حكم يې ومانه، وروسته له دې چې دوى ته زخم (هم) رسېدلى و، په دوى كې د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړې ده او پرهېزګاره شوي دي بېخي لوى اجر دى

هغه کسان چې منلی يې دی د الله تعالی او د هغه د رسول حکم؛ کله چې هغوی ته د الله -تعالی- په لاره کې د جهاد لپاره د وتلو بلنه ورکړل شوه، او د مشرکانو سره د مخامخ کیدو لپاره د حمراء الاسد په جنګ کې هغه چې د احد د جنګ څخه وروسته وشو کله چې مومنانو ته د احد په ورځ زخمونه وررسیدلي وو، نو پس دغو زخمونو دوی د الله -تعالی- او د هغه د رسول د بلنې له قبلولو څخه ایسار نه کړل. د هغه چا لپاره چې احسان یې کړی وي په خپلو عملونو کې، او د الله تعالی څخه ویریدلی وي د هغه د حکمونو په عملی کولو او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، ډیر لوی اجر دی د الله تعالی له طرفه، او هغه جنت دی.

Aal-i-Imraan 3:172Listen in Qur'an →
173

ٱلَّذِينَ قَالَ لَهُمُ ٱلنَّاسُ إِنَّ ٱلنَّاسَ قَدْ جَمَعُوا۟ لَكُمْ فَٱخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَٰنًۭا وَقَالُوا۟ حَسْبُنَا ٱللَّهُ وَنِعْمَ ٱلْوَكِيلُ

(دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل: زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى

هغه کسان چې ځینې مشرکانو ورته وویل: بیشکه قریشو د ابو سفیان په مشرۍ ستاسو خلاف خلک راټول کړي ستاسو د جنګ لپاره او ستاسو د ختمولو لپاره، نو تاسو له هغوی څخه وویریږئ او د هغوی سره د مخامخ کیدو څخه ځان وساتئ، نو بس زیات کړو دوی لره دې خبرې او ویرې ورکولو په الله تعالی تصدیق او د هغه په وعدو باندې یقین، نو بس د هغوی ملاقات ته ورووتل او ویل یې: الله تعالی مونږ لره کافي دی، او هغه غوره د هغه چا نه دی چې مونږ ورته خپل کارونه وسپارو.

Aal-i-Imraan 3:173Listen in Qur'an →
174

فَٱنقَلَبُوا۟ بِنِعْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَضْلٍۢ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوٓءٌۭ وَٱتَّبَعُوا۟ رِضْوَٰنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ

نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى

نو پس راوګرځیدل دا مومنان وروسته د وتلو د دوی نه حمراء الاسد ته په لوی ثواب سره د الله تعالی له طرفه، او په زیاتوالي د درجو کې، او په بچ کېدلو د دوی د دښمن څخه چې هیڅ قسم مرګ او زخم ورته ونه رسیده، او دوی تابعداري وکړه د هغه څه چې الله تعالی پرې د دوی نه خوشحالیږي چې د هغه په تابعدارۍ باندې لزوم کول او د نافرمانۍ څخه يې ځان ساتل دي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی په خپلو مؤمنو بندګانو باندې.

Aal-i-Imraan 3:174Listen in Qur'an →
175

إِنَّمَا ذَٰلِكُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَآءَهُۥ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

بېشكه همدا خبره ده چې دغه شیطان دى، چې خپل دوستان وېروي، نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

بیشکه ستاسو ویروونکی شیطان و، چې تاسو په خپلو ملګرو او دوستانو سره ویروي، نو بس تاسو د هغوی څخه مه کمزوري کیږئ، ځکه چې د هغوی د ګناه نه په اړولو او یا په نیکیو باندې قوت ورکولو کې څه واک نشته، او یوازې د الله تعالی څخه وویریږئ په همیشوالي د هغه د تابعدارۍ، که چیرته تاسو په هغه باندې رښتیا ایمان لرونکي یاست.

Aal-i-Imraan 3:175Listen in Qur'an →
176

وَلَا يَحْزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْكُفْرِ ۚ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا ۗ يُرِيدُ ٱللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّۭا فِى ٱلْءَاخِرَةِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى

او غمجن دې نه کړي تالره -ای پیغمبره- هغه کسان چې منډي وهي په کارونو د کفر کې؛ اوړیدونکي په خپلو پوندو باندې د نفاق والاو څخه، بیشکه دوی چې دي هیڅکله نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي چې لرې کوی يې په الله تعالی باندې له ایمان څخه او لرې کوي یې د هغه د تابعدارۍ څخه، غواړی الله تعالی د دوی په شرمولو سره او په نه ورکولو د توفیق سره دا خبره چې نه وي د دوی لپاره هیڅ برخه د اخرت په نعمتونو کې، او د دوی لپاره به په آخرت کې غټ عذاب وي په اور د جهنم کې.

Aal-i-Imraan 3:176Listen in Qur'an →
177

إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلْكُفْرَ بِٱلْإِيمَٰنِ لَن يَضُرُّوا۟ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۭ

بېشكه هغه كسان چې د ایمان په بدله كې يې كفر اخيستى دى، دوى به كله هم الله ته څه ضرر ونه رسولى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

بیشکه هغه کسان چې اخیستی یې دی کفر په مقابل ایمان کې هیڅکله ضرر نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي، او د دوی لپاره په آخرت کې دردناک عذاب دی.

Aal-i-Imraan 3:177Listen in Qur'an →
178

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّمَا نُمْلِى لَهُمْ خَيْرٌۭ لِّأَنفُسِهِمْ ۚ إِنَّمَا نُمْلِى لَهُمْ لِيَزْدَادُوٓا۟ إِثْمًۭا ۚ وَلَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ

اوكافران شوي خلق دې له سره دا ګمان ونه كړي چې بېشكه مونږ چې دوى ته مهلت وركوو، دا دوى د ځانونو لپاره ډېر ښه دى، یقینًا خبره دا ده چې مونږ دوى ته مهلت د دې لپاره وركوو چې دوى په ګناه كې مخ په وړاندې لاړ شي او د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې کفر یې کړی دی په خپل رب، او ضد یې کړی د هغه د شریعت سره، چې بیشکه دوی ته مهلت ورکول او اوږدول د عمر د دوی سره د هغه کفر نه چې دوی پکې دي غوره دی د دوی لپاره، خبره داسې نده لکه څرنګه چې دوی ګمان کوي، بلکه مونږ مهلت ورکوو دوی لره د دې لپاره چې زیات کړي دوی ګناه لره په ډیروالي د نافرمانیو د پاسه د ګناهونو د دوی، او د دوی لپاره ذلیلوونکی عذاب دی.

Aal-i-Imraan 3:178Listen in Qur'an →
179

مَّا كَانَ ٱللَّهُ لِيَذَرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى ٱلْغَيْبِ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَجْتَبِى مِن رُّسُلِهِۦ مَن يَشَآءُ ۖ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ۚ وَإِن تُؤْمِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌۭ

الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو په الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى

د الله تعالی د حکمت څخه دا ندي چې تاسو پریږدي -ای مومنانو- په هغه حال کې چې تاسو پکې یاست د ګډوډوالي نه د منافقانو سره او فرق دی نه وي ستاسو تر منځ، او ښکاره دې نه وي ریښتوني مومنان، تر دې پوري چې جدا کړي تاسو په مختلف قسم تکلیفونو او ازمیښتونو، چې ښکاره کړي پاک مومن د خبیث منافق څخه. او د الله تعالی له حکمت څخه دا ندي چې تاسو ټول په غیبو باندې خبر کړي نو بس تاسو به د مومن او منافق ترمنځ فرق وکړئ، بلکه الله تعالی غوره کوي د خپلو پیغمبرانو څخه چالره چې وغواړي، نو پس خبروي يې په ځینو غیبو باندې؛ لکه څرنګه چې خبر کړی و الله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- د منافقانو په حال باندې، نو بس تاسو ریښتوني کړئ خپل ایمانونه په الله تعالی او د هغه په رسول باندې، او که تاسو رښتیا ایمان راوړئ او د الله تعالی څخه وویریږئ د هغه د اوامرو په عملی کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره نو ستاسو لپاره به د الله تعالی په نیز ډیر لوی ثواب وی.

Aal-i-Imraan 3:179Listen in Qur'an →
180

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ هُوَ خَيْرًۭا لَّهُم ۖ بَلْ هُوَ شَرٌّۭ لَّهُمْ ۖ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا۟ بِهِۦ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌۭ

اوهغه كسان، چې په هغه څه سره شومتیا (بخل) كوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى (دوى دې) له سره دا ګمان ونه كړي چې دا (شومتیا كول) د دوى لپاره ډېر ښه دي، بلكې دا د دوى لپاره ډېر بد دي، ژر ده چې د قیامت په ورځ به دوى ته هغه شى امېل كړى شي، چې په هغه سره دوى شومتیا كوله، او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې میراث دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې بخل کوي په هغه څه کې چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه د خپلې مهربانۍ له مخې ورکړي دي، نو پس دوی بندوي پدې کې حق د الله تعالی، دوی دې دا ګمان نه کوي چې دا به د دوی لپاره خیر وي، بلکه دا د دوی لپاره شر دی؛ ځکه هغه څه چې دوی پکې بخل کوي شي به غاړکۍ؛ اچول کیږی به د قیامت په ورځ د دوی په غاړو کې عذاب، به ورته پري ورکول کیږي، او یوازې الله تعالی ته به ورګرځول کیږي ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او همدغه الله تعالی همیشه ژوندی ذات دی وروسته د ختمیدلو د ټولو مخلوقاتو څخه، او الله تعالی پوهه دی په هغو باریکو کارونو چې تاسو یې کوئ، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.

Aal-i-Imraan 3:180Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.