Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 161–170 of 200

161

وَمَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَغُلَّ ۚ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۚ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍۢ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي

نه ښايې هیڅ پیغمبر لره چې خیانت وکړي دغنیمت له مال څخه د څه شي په اخیستلو سره پرته له هغه څه نه چې الله تعالی هغه ته ځانګړی کړی وي، او هغه څوک چې خیانت وکړئ ستاسو څخه په اخیستلو د څه شي د غنیمت له څخه، نو سزا به ورته ورکړل شي داسې چې د قیامت په ورځ به وشرمولی شي، نو دا به راشي په داسې حال کې چې د خلکو مخکې به يې هغه څه بار کړي وي چې ده اخیستي وي د غنیمت له مال څخه، بیا به ورکړل شي هر یو کس ته بدله د هغه عمل چې کړی يې وي په پوره ډول چې هیڅ کمی به پکې نه وي، او په دوی به ظلم نشي کیدلی چې ګناهوته ورته زیات شي، او نه به لدوئ څخه نیکیانې کمی کړی شي.

Aal-i-Imraan 3:161Listen in Qur'an →
162

أَفَمَنِ ٱتَّبَعَ رِضْوَٰنَ ٱللَّهِ كَمَنۢ بَآءَ بِسَخَطٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۚ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى

ندی برابر د الله تعالی په نیز هغه څوک چې روان وي په هغه څه پسې چې په هغه باندې د الله تعالی رضا حاصلیږی د ایمان او نیک عمل څخه، او هغه څوک چې کفر يې کړی وي په الله تعالی باندې او ګناهونه یې کړي وي، نو پس اخته شوی وي په سخت غضب د الله تعالی له طرفه، او ځای د اوسیدو د دې جهنم وي، او ډیر بد دی دا جهنم ځای د ورګرځیدو او ځای د اوسیدلو.

Aal-i-Imraan 3:162Listen in Qur'an →
163

هُمْ دَرَجَٰتٌ عِندَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ

د الله په نیز دوى د بېلو بېلو درجو (والا) دي او الله ښه لیدونكى دى هغو عملونو لره چې دوى يې كوي

دوی مختلف دي په درجو کې په دنیا او اخرت کې د الله تعالی په نیز، او الله تعالی لیدونکی دی د هغو عملونو چې دوی یې کوي، نشي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شی، او خامخا بدله به ورکړي هر چاته په خپل عمل.

Aal-i-Imraan 3:163Listen in Qur'an →
164

لَقَدْ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًۭا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا۟ مِن قَبْلُ لَفِى ضَلَٰلٍۢ مُّبِينٍ

خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو

بیشکه لورېنه کړې ده الله تعالی پر مومنانو او احسان یې کړی د دوی سره کله چې یې راولیږه په دوی کې رسول د دوی له جنس څخه، لولي په دوی باندې قران کریم، او پاکوي دوی لره له شرک او بدو اخلاقو څخه، او ورښایې دوی ته قران اوسنت، او یقینا وو دوی مخکې د رالیږل کېدو د دې پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) څخه په ګمراهۍ ښکاره کې له هدایت او نیکې لارې څخه.

Aal-i-Imraan 3:164Listen in Qur'an →
165

أَوَلَمَّآ أَصَٰبَتْكُم مُّصِيبَةٌۭ قَدْ أَصَبْتُم مِّثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّىٰ هَٰذَا ۖ قُلْ هُوَ مِنْ عِندِ أَنفُسِكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى

آیا هر کله چې درورسیده تاسې ته -ای مومنانو- یو مصیبت کله چې تاسو په اُحد کې ناکام شوئ، او شهیدان شول ستاسو څخه هغه څوک چې مرګ ورته لیکل شوی و، یقینا تاسو خپل دښمن ته د هغه دوه چنده مرګ او بند وررسولی و د بدر د جنګ په ورځ، نو تاسو وویل: د کوم طرف نه مونږ ته دا مصیبت (مرګ، ژوبلیدل) راورسیده حال دا چې مونږ خو په الله تعالی باندې ایمان لرونکي یو، او د الله تعالی پیغمبر هم په مونږ کې شته؟! ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: کوم مصیبت چې تاسو ته درورسیده دا ستاسو د عمل په سبب کله چې تاسو اختلاف وکړ، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نافرماني مو وکړه، بیشکه الله تعالی پر هر شي باندې قدرت لري؛ نو پس غلبه ورکوي چاته چې وغواړي، او ناکاموي چا لره چې وغواړي.

Aal-i-Imraan 3:165Listen in Qur'an →
166

وَمَآ أَصَٰبَكُمْ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ ٱللَّهِ وَلِيَعْلَمَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

او تاسو ته چې څه مصیبت درورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي

او هغه څه چې درورسیدل تاسو ته له مرګ (شهادت) زخمي کېدو او ناکامۍ څخه د اُحد د جنګ په ورځ؛ کله چې ستاسو ډله او د کافرانو ډله سره یوځای شوې، نو بس دا د الله تعالی په اذن او تقدیر سره وو؛ د غټو حکمتونو له وجې نه چې په دې سره ریښتوني مومنان ښکاره کړي.

Aal-i-Imraan 3:166Listen in Qur'an →
167

وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ نَافَقُوا۟ ۚ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ قَٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَوِ ٱدْفَعُوا۟ ۖ قَالُوا۟ لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًۭا لَّٱتَّبَعْنَٰكُمْ ۗ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَٰنِ ۚ يَقُولُونَ بِأَفْوَٰهِهِم مَّا لَيْسَ فِى قُلُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ

او د دې لپاره چې هغه (الله) هغه كسان معلوم كړي چې نفاق يې كړى دى او دوى ته وویل شو چې راځئ د الله په لار كې جنګ وكړئ، یا دفاع وكړئ، دوى ویل: كه چېرې مونږه په جنګ پوهېدلى، (نو) مونږ به خامخا ستاسو پیروي كړې وه، دوى په دغې ورځ كې ایمان ته د نژدې كېدو په نسبت كفر ته زیات نژدې وو، دوى په خپلو خولو سره هغه خبرې كوي چې په زړونو كې يې نشته، او الله په هغه څه ښه عالم دى، چې دوى يې پټوي

او ترڅو هغه منافقان څرګند شي چې کله ورته ويل کيږي د الله په لار کې وجنګېږئ او يا د مسلمانانو د لښکر په زياتولو سره دفاع وکړئ، هغوی وايي: که موږ پوهېدلئ چې هلته به جګړه وي؛ نو هرومرو به مو ستاسو پيروي کړې وای، خو موږ پوهېږو چې ستاسو او د هغوی ترمنځ به جګړه نه وي، هغوی په داسې حال کې کفر ته ډېر نېږدې دي تر هغه څه چې د هغوی پر ايمان دې دلالت وکړي، هغوی په ژبو هغه څه وايي چې په زړونو کې يې نه دي، او الله پر هغه څه ډېر پوه دی چې هغوی يې په سينو کې پټوي او پر هغو به سزا ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:167Listen in Qur'an →
168

ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ لِإِخْوَٰنِهِمْ وَقَعَدُوا۟ لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا۟ ۗ قُلْ فَٱدْرَءُوا۟ عَنْ أَنفُسِكُمُ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ

دا هغه کسان دي چې د جنګ څخه وروسته پاتې شوي وو، او ویل یې د خپلو هغو خپلوانو باره کې چې د احد په ورځ مړه شوي وو: که چیرته دوی زمونږ خبره منلې وای او جنګ ته نه وی وتلې نو یقینا دوی به نه و مړه شوي، -ای پیغمبره- ته رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: تاسو د خپلو ځانونو څخه مرګ لرې کړئ کله چې په تاسو مرګ راشي که چیرته تاسو رښتوني یاست په خپله دعوه کې چې که چیرته هغوی ستاسو خبره منلی وی نه به وو مړه شوي، او یقینا چې ستاسو د مرګ نه د ژغورل کیدو سبب د الله تعالی په لاره کې د جهاد نه پاتې کېدل وو.

Aal-i-Imraan 3:168Listen in Qur'an →
169

وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ قُتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتًۢا ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړیو ګمان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي

او ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- چې یقینا هغه کسان چې د الله تعالی په لاره کې شهیدان شوي دي چې هغوي مړه دي، بلکه هغوئ ژوندي دي په خاص ژوند سره د الله تعالی په نیز په کور د عزت کې، خوراک ورکول کیږي هغوی ته د بېلابیل ډول نعمتونو څخه؛ چې د الله تعالی څخه پرته پرې بل څوک نه پوهیږي.

Aal-i-Imraan 3:169Listen in Qur'an →
170

فَرِحِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِٱلَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا۟ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

په دې حال كې چې ډېر خوشحاله دي په هغه شي باندې چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى او د هغو كسانو په باره كې ډېر خوشحالېږي چې له دوى نه وروسته دوى پسې لا نه دي وررسېدلي، دا چې په دوى باندې هېڅ وېره نشته او نه دوى غمژن كېږي

بیشکه پټ کړي دوی لره نیک بختیو، او راګیر کړي دوی لره خوشحالیو، په سبب د هغه احسان چې الله تعالی په دوی کړی د خپل فضل نه، او دوی تمنا او انتظار کوي چې یوځاي به شي د دوی سره وروڼه د دوی هغه چې په دنیا کې پاتې شوي، که چیرته دوی په جهاد کې شهیدان شي نو دوی به هم خامخا د هغوی په شان فضیلت حاصل کړي، او په دوی به هیڅ قسم ویره نه وي په هغو حالاتو د آخرت کې چې دوی ورسره مخامخ کیږي، او نه به دوی خفه وي په هغه برخه چې لدوی څخه په دنیا کې پاتې شوي وي.

Aal-i-Imraan 3:170Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.