Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 151–160 of 200

151

سَنُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ بِمَآ أَشْرَكُوا۟ بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَٰنًۭا ۖ وَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۚ وَبِئْسَ مَثْوَى ٱلظَّٰلِمِينَ

ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) په دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځای اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځای دى

زر دی چې مونږ به د هغه کسانو په زړونو کې سخته ویره وغورځوو چې په الله تعالی باندې یې کفر کړی، تر دې چې هغوي به ستاسو سره د جنګ کولو مقاومت ونلري په سبب د شریک جوړولو د دوی له الله تعالی سره نور معبودان؛ چې هغوی یې په خپلو خواهشاتو بندګي کړې وه، په دوی باندې د الله تعالی له طرفه د هغوی د بندګۍ کولو څه دلیل نه و راغلی، او ځای د اوسیدلو د دوی چې دوی به ورته ورګرځي په آخرت کې اور د جهنم دی، او د جهنم اور ډیر بد ځای د اوسیدو دی د ظالمانو لپاره.

Aal-i-Imraan 3:151Listen in Qur'an →
152

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥٓ إِذْ تَحُسُّونَهُم بِإِذْنِهِۦ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَعَصَيْتُم مِّنۢ بَعْدِ مَآ أَرَىٰكُم مَّا تُحِبُّونَ ۚ مِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلدُّنْيَا وَمِنكُم مَّن يُرِيدُ ٱلْءَاخِرَةَ ۚ ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِيَبْتَلِيَكُمْ ۖ وَلَقَدْ عَفَا عَنكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ

او خامخا یقینًا الله تاسو ته خپله وعده رښتیا كړله، كله چې تاسو هغوى وژل د هغه (الله) په حكم سره، تر دې چې تاسو بې زړه شوئ او د كار په باره كې مو په خپلو كې اختلاف وكړ او نافرماني مو وكړه، وروسته له دې چې هغه (الله) تاسو ته هغه څه دروښودل چې تاسو خوښول، په تاسو كې ځینې هغه څوك دي چې دنیا غواړي او ځینې په تاسو كې هغه څوك دي چې اخرت غواړي، بیا هغه (الله) تاسو له هغوى نه واړولئ، د دې لپاره چې تاسو و ازمايي، او خامخا په رښتیا سره يې تاسو معاف كړئ، او الله په مومنانو باندې د لوى فضل كولو والا دى

او الله ستاسو سره د احد په ورځ ستاسو د دښمن پر وړاندې د مرستې کړې ژمنه پوره کړه، کله چې تاسې هغوی د الله په امر سخت وژل آن تردې چې کله تاسې وډار شوئ او له هغه څه کمزوري شوئ چې رسول درته پرې امر کړی و او په خپلو ځايونو کې پر پاتې کېدو يا پرېښودو او ولجو په را ټولولو کې مو اختلاف وکړ او له رسول مو د هغه په دغه امر کې سرغړونه وکړه چې په خپلو ځایونو کې په هر حال د پاتې کېدو په اړه يې درته کړی و، دغه څه وروسته له هغه له تاسو واقع شول چې الله تاسو ته پر دښمن مو هغه بريا در وښودله چې خوښوله مو، له تاسو ځينې مو د دنيا ولجې خوښوي او دوی هغه کسان دي چې خپل ځايونه يې پرېښودل، او ځينې مو د آخرت ثواب غواړي او هغوی هغه کسان دي چې پر خپلو ځايونو پاتې شول چې د رسول د امر منونکي وو، بيا الله تاسو له هغوی وګرځولاست او هغوی يې پر تاسو مسلط کړل، ترڅو مو وازمويي، چې کړاو زغمونکی مؤمن له هغه چا بېل کړي چې پښې يې ښويدلې دي او نفس يې کمزوری شوی دی، او پرته له شکه الله د رسول له امره د سړونې په اړه هغوی ته بخښنه وکړه چې ترسره کړې يې وه او الله پر مؤمنانو د لوی فضل والا دی، دا چې ايمان ته يې د هغوی لارښوونه وکړه، له ګناهونو يې بخښنه ورته وکړه او پر کړاوونو يې ثواب ورکړ.

Aal-i-Imraan 3:152Listen in Qur'an →
153

۞ إِذْ تُصْعِدُونَ وَلَا تَلْوُۥنَ عَلَىٰٓ أَحَدٍۢ وَٱلرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِىٓ أُخْرَىٰكُمْ فَأَثَٰبَكُمْ غَمًّۢا بِغَمٍّۢ لِّكَيْلَا تَحْزَنُوا۟ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَآ أَصَٰبَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ

كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى

یاد کړئ -ای مومنانو- هغه وخت کله چې تاسو لرې کیدلئ په ځمکه کې تښتیدونکي د احد د جنګ په ورځ، کله چې تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د مخالفت له امله ناکامي درورسیدله، او ستاسو څخه هیڅ یو کس بل ته نه کتل، او رسول -صلی الله علیه وسلم- درته د شا طرف نه اوازونه کول چې ستاسو او د مشرکینو تر منځ وو او دا یې ویل: زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! زما طرف ته راشئ د الله تعالی بندګانو! نو بس الله تعالی تاسو ته د غنیمت او غلبې د لاسه ورکولو په وجه درد او غم درکړ، چې ورپسی وو نور دردونه او غمونه، او هغه اوازه چې ستاسو په منځ کې خپره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- وژل شوی (شهید) شوی دی، او الله تعالی دا په تاسو باندې ځکه راوستل چې تاسو خفه نه شئ په هغه غنیمت او غلبې چې ستاسو څخه پاتې شوي وو، او نه په هغه مرګ او زخمونو چې تاسو ته دررسیدلی وو، وروسته له هغه نه چې تاسو ته ښکاره شوه چې پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- نه دی وژل شوی، نو پر تاسو باندې دغه مصیبت او درد سپک شو، او الله تعالی خبردار دی په هغه کارونو چې تاسو یې کوئ، په هغه باندې ستاسو د زړونو هیڅ حال پټ نه پاتې کیږي، او نه ستاسو د اندامونو کوم عمل په هغه باندې پټ پاتی کیږي.

Aal-i-Imraan 3:153Listen in Qur'an →
154

ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنۢ بَعْدِ ٱلْغَمِّ أَمَنَةًۭ نُّعَاسًۭا يَغْشَىٰ طَآئِفَةًۭ مِّنكُمْ ۖ وَطَآئِفَةٌۭ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِٱللَّهِ غَيْرَ ٱلْحَقِّ ظَنَّ ٱلْجَٰهِلِيَّةِ ۖ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ ٱلْأَمْرِ مِن شَىْءٍۢ ۗ قُلْ إِنَّ ٱلْأَمْرَ كُلَّهُۥ لِلَّهِ ۗ يُخْفُونَ فِىٓ أَنفُسِهِم مَّا لَا يُبْدُونَ لَكَ ۖ يَقُولُونَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ ٱلْأَمْرِ شَىْءٌۭ مَّا قُتِلْنَا هَٰهُنَا ۗ قُل لَّوْ كُنتُمْ فِى بُيُوتِكُمْ لَبَرَزَ ٱلَّذِينَ كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقَتْلُ إِلَىٰ مَضَاجِعِهِمْ ۖ وَلِيَبْتَلِىَ ٱللَّهُ مَا فِى صُدُورِكُمْ وَلِيُمَحِّصَ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه او بله ډله وه چې یقینًا هغوى (فكرونو د) خپلو ځانونو غمژن كړي وو، په داسې حال كې چې هغوى په الله باندې ناحقه ګمان كاوه، د جاهلیت ګمان، هغوى ویل: ایا په دې كار كې مونږ له هم څه برخه شته؟ ته ووایه: بېشكه (د) كار ټول (اختیار) خاص الله لره دى، دوى په خپلو نفسونو كې هغه خبرې پټَوي، چې تا ته يې نه ښكاره كوي، دوى وايي: كه مونږ لره له دې كاره څه حصه وَى (، نو) مونږ به دلته نه وژل كېدلو، ۔ته (ورته) ووایه: كه چېرې تاسو په خپلو كورونو كې وَى (، نو) هغه كسان به خامخا خپلو د غورځېدو ځایونو ته راوتلي وو، د چا چې وژل كېدل لیكل شوي وو (او دا كار الله تعالٰی وكړ) د دې لپاره چې الله هغه څه و ازمايي چې ستاسو په سینو كې دي او ښه پاك كړي هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي او الله ښه عالم دى په هغو خبرو چې په سینو كې پرتې دي

بیا يې راولیږله پر تاسې- وروسته له درد او تنګستیا څخه -د زړه سکون او باور، پدې سره یې ستاسو پر یوه ډله چې- هغوی هغه کسان وو چې د الله تعالی په وعدو یې باور و- پرکالي راوسته؛ د هغه امن او سکون له امله چې د دوی په زړونو کې و، او بله داسې یوه ډله وه چې هغوی ته امن او پرکالي نه وه رسیدلې، او دا هغه منافقان و چې یواځې د خپل ځان د ژغورلو سوچ او فکر ورسره و، نو بس د دوی په زړونو کې بې ثباتي او ویره وه، ګمانونه یې کول په الله تعالی بد ګمانونه، چې یقینا الله تعالی د خپل پیغمبر مرسته نه کوي او د خپلو خاصو بندګانو ملاتړ هم نه کوي، په شان د ګمان د جاهلیت والاو هغوی چې د الله عزت یې نه و کړی څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب و، د خپلی ناپوهۍ له وجی، دا منافقان وایې مونږ لره جنګ ته د وتلو باره کې څه واک او اختیار نشته، او که چیرته وی نو مونږ به نه وی وتلي، ته جواب ورکړه دوی ته -ای پیغمبره-: بیشکه واک او اختیار د نصرت او غلبې ټول د الله تعالی سره دی، هغه چې څه وغواړي کوی يې، او فیصله کوي څرنګه چې وغواړي، او الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو د وتلو تقدیر یې لیکلی و. او دا منافقان په خپلو سینو کې پټوي د شک او بد ګمان نه هغه څه چې تاته یې نه ښکاره کوي، کله چې وایې دوی: که چیرته مونږ لره جنګ ته په وتلو کې څه واک وی مونږ به پدې ځاې کې نه و مړه شوي، ته ورته ووایه -ای پیغمبره- که چیرته تاسو په خپلو کورونو کې وئ او د جنګ او مرګ له ځایونو څخه لرې هم وئ؛ نو خامخا راوتلي به و ستاسو څخه هغه څوک چې الله تعالی ورته مرګ لیکلی و د خپل مرګ ځای ته، او دا کار الله تعالی نه و مقرر کړی مګر د دې لپاره چې وازموي هغه نیتونه او مقصدونه چې ستاسو په سینو کې دي، او پدې سره هغه څه جلا کړي چې په دې زړونو کې کوم ایمان او نفاق دی، او الله تعالی ښه پوه دی په هغه څه چې د خپلو بندګانو په سینو کې دي، په هغه باندې لده څخه هیڅ شی پټ نه پاتی کیږی.

Aal-i-Imraan 3:154Listen in Qur'an →
155

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ مِنكُمْ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ إِنَّمَا ٱسْتَزَلَّهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا۟ ۖ وَلَقَدْ عَفَا ٱللَّهُ عَنْهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌۭ

بېشكه هغه كسان چې له تاسو نه په هغې ورځې كې (له جنګ نه) وګرځېدل (كله) چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، بېشكه همدا خبره ده چې شیطان دوى د خپلو ځينو (د ګناه د) عملونو په وجه ښُویولي وو، او خامخا یقینًا الله دوى ته معافي كړې ده، بېشكه الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى

بیشکه ستاسو څخه هغه کسان چې ماته یې خوړلې وه - ای د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو- په هغه ورځ چې د مسلمانانو لښکر په احد کې د کافرانو د لښکر سره مخامخ شو، بیشکه شیطان دوی په لړزان کړې و د ځینې هغه ګناهونو له امله چې دوی کړې و ، او بیشکه چې الله تعالی دوی ته عفوه کړې نو بس دوی يې په دې نه دي رانیولي؛ د خپل فضل او رحمت په وجه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي.

Aal-i-Imraan 3:155Listen in Qur'an →
156

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَقَالُوا۟ لِإِخْوَٰنِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ أَوْ كَانُوا۟ غُزًّۭى لَّوْ كَانُوا۟ عِندَنَا مَا مَاتُوا۟ وَمَا قُتِلُوا۟ لِيَجْعَلَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ حَسْرَةًۭ فِى قُلُوبِهِمْ ۗ وَٱللَّهُ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌۭ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (، نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه کیږئ په شان د کافرانو له منافقانو څخه، کله چې هغوی د روزۍ د لاسته راوړلو او یا د جهاد لپاره سفر وکړي بیا مړه شي او یا ووژل(شهیدان) شي نو وایي : که چیرته دوی زمونږ سره و او وتلې نه وو، او جهاد یې نه و کړی، نو دوی به نه مړه شوي و او نه به وژل شوي (شهیدان شوي) وو، الله تعالی د دوی په زړونو کې دا عقیده اچولې وه چې په زړونو کې یې نوره هم پښیمانتیا او خفګان زیات شي او یوازې الله تعالی مړه کول او ژوندي کول کوي په خپلې خوښې سره، د هغه تقدیر د چا کیناستل (پاتی کیدل د سفر یا غزا نه) بندولی نه شي او د چا وتل (سفر کول د تجارت یا وتل غزا ته) یې رامخکې کولی نه شي، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، ستاسو د عملونو څخه هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پري بدله درکړي.

Aal-i-Imraan 3:156Listen in Qur'an →
157

وَلَئِن قُتِلْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَحْمَةٌ خَيْرٌۭ مِّمَّا يَجْمَعُونَ

او قسم دى، خامخا كه تاسو د الله په لار كې ووژل شئ، یا مړه شئ (نو) خامخا د الله له طرفه نه بخښنه او رحمت ډېر غوره دى له هغو (مالونو) نه چې دوى يې جمع كوي

او که چیرته ووژل شئ تاسو د الله تعالی په لار کې او یا په خپل مرګ مړه شئ -ای مومنانو- بخښنه به وکړي الله تعالی تاسو ته بخښنه لویه، او په تاسو به د خپل طرف نه خاص رحمت وکړي، چې هغه رحمت ډیر غوره دی لدې دنیا څخه او د هغو ختمیدونکو نعمتونو څخه چې دا خلک یې په دې دنیا کې راټولوي.

Aal-i-Imraan 3:157Listen in Qur'an →
158

وَلَئِن مُّتُّمْ أَوْ قُتِلْتُمْ لَإِلَى ٱللَّهِ تُحْشَرُونَ

او خامخا كه چېرې تاسو مړه شئ، یا ووژل شئ، (نو) خامخا خاص د الله په طرف به تاسو راجمع كړى شئ

او خامخا که ومرئ تاسو په کوم حال کې چې وي ستاسو مرګ، او یا ووژلی شئ؛ نو خامخا یوازې الله تعالی ته به تاسو ټول ورګرځئ؛ د دې لپاره چې تاسو لره ستاسو د عملونو بدلې درکړي.

Aal-i-Imraan 3:158Listen in Qur'an →
159

فَبِمَا رَحْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلْقَلْبِ لَٱنفَضُّوا۟ مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَٱعْفُ عَنْهُمْ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِى ٱلْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَوَكِّلِينَ

نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (، نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي

په تا باندې د الله تعالی د لوی رحمت له وجی نه -ای پیغمبره- ستا اخلاق د خپلو ملګرو سره نرم و، او که چیرته ته سخت وی په خپله وینا او کارونو کې، سخت زړی وې نو خامخا به هغوی ستا څخه خواره شوي وی، نو پس د هغوی نه ستا په حق کې د کمي کولو په صورت کې تیریږه، او د هغوی لپاره له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه، او د هغوی څخه د مشورې په کارونو کې رایه وغواړه، او کله چې د مشورې څخه وروسته په یو کار کولو باندې عزم وکړې نو بس بیا یې کوه، او خاص په الله تعالی توکل کوه، بیشکه الله تعالی توکل کوونکي خلک خوښوي نو بس هغوی لره توفیق ورکوي او د هغوی مدد او مرسته کوي.

Aal-i-Imraan 3:159Listen in Qur'an →
160

إِن يَنصُرْكُمُ ٱللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا ٱلَّذِى يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

که چیرته الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په خپل نصرت او اعانت سره نو هیڅوک په تاسې باندې نشې غالبه کیدلی، اګر که ستاسو خلاف د ځمکې ټول اوسیدونکي سره یوځائ شي، او که چیرته ستاسو مرسته او مدد پریږدي او خپلو ځانونو ته مو وسپاري نو بیا د هغه څخه وروسته هیڅوک ستاسو سره مرسته او مدد نشي کولی، نو پس غلبه خاص د هغه په لاس کې ده، او خاص په هغه باندې دې مومنان اعتماد او توکل وکړي نه په بل هیچا باندې.

Aal-i-Imraan 3:160Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.