Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 141–150 of 200

141

وَلِيُمَحِّصَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَيَمْحَقَ ٱلْكَٰفِرِينَ

او لپاره د دې چې الله مومنان ښه پاك كړي او كافران ختم (او) نابوده كړي

او د دې حکمتونو څخه دا دي: پاکول د مومنانو د خپلو ګناهونو څخه، او پاکول صفونه د مومنانو له منافقانو څخه، او د دې لپاره چې کافران تباه شي او ختم شي.

Aal-i-Imraan 3:141Listen in Qur'an →
142

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَٰهَدُوا۟ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ ٱلصَّٰبِرِينَ

ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي

آیا ګمان کوئ تاسو -ای مومنانو- چې جنت ته به ننوځئ پرته له امتحان او صبر نه چې پدې سره د الله تعالی په لاره کې حقیقي مجاهدین ښکاره شي، او ښکاره شي هغه صبر کوونکي په هغو تکلیفونو چې دوی ته په جهاد کې رسیږي؟!

Aal-i-Imraan 3:142Listen in Qur'an →
143

وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ ٱلْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

او خامخا په رښتیا سره تاسو د مرګ ارزو كوله، له دې (مرګ) سره له مخامخ كېدو نه مخكې، نو یقینًا تاسو هغه ولیده، په داسې حال كې چې تاسو كتل

او یقینا وئ تاسو ای -مومنانو- چې کافرانو سره مو د مخامخ جنګ هیله او ارزو د دې لپاره کوله چې د الله تعالی په لاره کې شهادت حاصل کړئ، لکه څرنګه چې ستاسو وروڼو د جنګ بدر په ورځ حاصل کړی و مخکې لدې نه چې تاسو د مرګ د اسبابو او سختیو سره مخامخ شئ، نو بس دا دی تاسو ولیده د احد په ورځ هغه څه چې تاسو یې تمنا کوله، او تاسو ورته مخامخ کتل.

Aal-i-Imraan 3:143Listen in Qur'an →
144

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌۭ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ ۚ أَفَإِي۟ن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ ٱنقَلَبْتُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَٰبِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ ٱللَّهَ شَيْـًۭٔا ۗ وَسَيَجْزِى ٱللَّهُ ٱلشَّٰكِرِينَ

او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي

او نه و محمد -صلی الله علیه وسلم- مګر یو پیغمبر و د ډلی د هغو پیغمبرانو څخه چې مخکې د ده نه تیر شوي دي، مړه شوي او یا وژل شوي (شهیدان شوی) دي، نو آیا که محمد -صلی الله علیه وسلم- مړ شو او یا ووژل شو (شهید شو) نو تاسو به د خپل دین څخه واوړئ، او جهاد به پریږدئ؟! او څوک چې ستاسې څخه د خپل دین نه واوړي یقینا الله تعالی ته هیڅ ضرر نشي رسولی؛ ځکه چې هغه قوي او زورور ذات دي، بلکه دا مرتد انسان خپل ځان ته ضرر رسوي چې د دنیا او اخرت د تاوان سره يې مخ کوي، او خامخا بدله به ورکړي الله تعالی شکر کذارو ته خایسته بدله د وجی د ثابت پاتې کیدلو د دوی په خپل دین باندې، او د وجی د جهاد کولو د دوی د هغه په لاره کې.

Aal-i-Imraan 3:144Listen in Qur'an →
145

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ كِتَٰبًۭا مُّؤَجَّلًۭا ۗ وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا نُؤْتِهِۦ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ ٱلْءَاخِرَةِ نُؤْتِهِۦ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِى ٱلشَّٰكِرِينَ

او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو

او نشته هیڅ یو نفس لره چې مړ شي مګر په قضا او حکم د الله تعالی، وروسته له هغه نه چې پوره شي هغه موده چې الله تعالی ورله لیکلي وي او هغه لره یې د مرګ وخت ګرځولی وي، چې نه د هغه څخه زیاتیږی او نه کمیږی. او هر هغه څوک چې غواړي په خپل عمل سره بدله د دنیا ورکوو مونږ هغه ته په هغه اندازه چې دې ته د دنیا څخه لیکل شوي وي، او په آخرت کې به د هغه لپاره هيڅ بدله نه وي، او څوک چې په خپل عمل سره په آخرت کې د الله تعالی ثواب او بدله غواړي مونږ به یې ورته د هغه څخه ورکړو، او خامخا بدله ورکوو مونږ هغه چاته چې شکر ګذار وي بدله لویه.

Aal-i-Imraan 3:145Listen in Qur'an →
146

وَكَأَيِّن مِّن نَّبِىٍّۢ قَٰتَلَ مَعَهُۥ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌۭ فَمَا وَهَنُوا۟ لِمَآ أَصَابَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا۟ وَمَا ٱسْتَكَانُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلصَّٰبِرِينَ

او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبركوونكو سره مینه كوي

او څومره ډیر له انبیاو څخه جنګ کړی و د هغه په ملګرتیا ډیرو ډلو د هغو له ملګرو څخه، نو پس هغوی بزدله شوي نه وو د جهاد نه د هغو زخمونو او مرګونو له امله چې دوی ته د الله تعالی په لاره کې رسیدلي وو، او د دښمن د جنګ څخه هم نه وو سست شوي، او دښمن ته یې غاړه هم نه وه کېښودلې، بلکه صبر یې کړی و او مضبوط پاتي شوي وو، او الله تعالی مینه کوي له هغه چا سره چې د الله تعالی په لاره کې په سختیو او تکلیفونو صبر کوي.

Aal-i-Imraan 3:146Listen in Qur'an →
147

وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ رَبَّنَا ٱغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِىٓ أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ

او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه

او نه وه دعا د دې صبر کوونکو خلکو کله چې په هغوی باندې مصیبتونه راغلل مګر دا چې ویل به یې: ای ربه زمونږه! وبخښه مونږ ته ګناهونه زمونږ او زیاتی زمونږ په دین خپل کې، او مضبوط کړه قدمونه زمونږ د دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې، او غالب کړه مونږ په هغه قوم چې په تا یې کفر کړی دی.

Aal-i-Imraan 3:147Listen in Qur'an →
148

فَـَٔاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ ٱلْءَاخِرَةِ ۗ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ

نو الله هغوى ته ددنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي

نو پس ورکړه الله تعالی دوی ته بدله د دنیا؛ په غلبې او قدرت سره، او وریې کړه دوی ته ښایسته بدله په آخرت کې چې راضي شو له دوي نه او د نعمتونو په جنتونو کې یې نه ختمیدونکي نعمتونه ورکړل، او الله تعالی خاص مینه کوي د هغه چا سره چې په ښایسته طریقې سره خپل عبادتونه او معاملات کوي.

Aal-i-Imraan 3:148Listen in Qur'an →
149

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تُطِيعُوا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَٰبِكُمْ فَتَنقَلِبُوا۟ خَٰسِرِينَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ

ای هغه کسانو چې په الله تعالی باندې مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، که چیرته تاسو تابعداري وکړئ د هغه کسانو چې کفر يې کړی دی له یهودو او نصاراو او مشرکانو څخه، په هغه څه کې چې تاسو ته پرې امر کوي له ګمراهۍ نه، بېرته به وګرځوي تاسو وروسته له ایمان ستاسو نه -هغه څه ته چې هغوی پکې دی- کافران، نو بس تاسو به وګرځئ تاوانیان په دنیا او اخرت کې.

Aal-i-Imraan 3:149Listen in Qur'an →
150

بَلِ ٱللَّهُ مَوْلَىٰكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ ٱلنَّٰصِرِينَ

بلكې الله ستاسو مددګار دى او هغه تر ټولو ښه مدد كوونكى دى

دا کافران ستاسو مرسته نه کوي که تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، بلکه الله تعالی یوازې ستاسې مرسته کوي ستاسو د دښمن په مقابل کې، نو پس تاسو د الله تعالی تابعداري وکړئ، او هغه پاک ذات له غوره مرسته کوونکو څخه دی، نو بس تاسو له هغه څخه وروسته هیچاته اړتیا نه لرئ.

Aal-i-Imraan 3:150Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.