Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 121–130 of 200

121

وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ ٱلْمُؤْمِنِينَ مَقَٰعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

او (یاد كړه هغه وخت) كله چې د ورځې په اوله حصه كې له خپل ټبره راووتلې، چې د جنګ لپاره دې مومنان په (خپلو) ځایونو باندې كېنول، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ته د ورځې په اول کې د مدینې منورې څخه احد ته د کافرانو د جنګ لپاره ووتلې، کله چې تا تیارول مومنان په خپلو ځایونو کې د جنګ لپاره، نو پس هر یو کس ته دې خپل ځای ورښوده، او الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو د ویناګانو، پوهه دی ستاسو په کارونو.

Aal-i-Imraan 3:121Listen in Qur'an →
122

إِذْ هَمَّت طَّآئِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلَا وَٱللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

كله چې له تاسو څخه دوه ډلو د دې اراده وكړه چې بې زړه (بُزدله) شي او الله د هغو دواړو دوست و، او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

یاد کړه -ای پیغمبره- هغه څه چې واقع شوي و دوو ډلو مومنانو ته د -بني سلمه او بني حارثه- څخه کله چې هغوی کمزوري ښکاره کړه، او د بیرته واپس کیدو هوډ یې وکړ، کله چې منافقان بیرته وګرځیدل، او الله تعالی مرسته وکړه د دوی سره چې کلک یې کړل په جنګ کولو او راویې ګرځول د هغه څه نه چې دوی یې قصد کړی و، او په ټولو حالاتو کې دې مؤمنان یواځې په الله تعالی باور وکړي.

Aal-i-Imraan 3:122Listen in Qur'an →
123

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ بِبَدْرٍۢ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌۭ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

او خامخا په رښتیا سره الله په بدر كې ستاسو مدد كړى دى، حال دا چې تاسو ډېر كمزوري (او لږ) وئ، نو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

او یقینا الله تعالی ستاسو مرسته کړې وه د مشرکینو پر خلاف د بدر په جنګ کې؛ حال دا چې تاسو کمزوري ګڼل کیدلئ او دا ځکه چې ستاسو عدد او د جنګ آلات کم وو، نو بس تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ ددې لپاره چې تاسو د هغه د نعمتونو شکر ادا کړئ.

Aal-i-Imraan 3:123Listen in Qur'an →
124

إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلَٰثَةِ ءَالَٰفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ مُنزَلِينَ

كله چې تا مومنانو ته ویل: ایا تاسو ته به دا كافي نه شي چې ستاسو رب په درې زره نازل كړى شويو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي!

یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې تا مومنانو ته ویل پداسې حال کې چې تا هغوی د جنګ بدر په میدان کې مضبوطول وروسته د هغه نه چې هغوی اوریدلی وو چې مشرکانو ته به مرسته راځي. آیا تاسو لره دا بس ندي چې الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په درې زره ملایکو سره چې له اسمان څخه رالیږلی شوې وې د الله تعالی له طرفه د دې لپاره چې تاسو د جنګ په میدان کې مضبوط شئ.

Aal-i-Imraan 3:124Listen in Qur'an →
125

بَلَىٰٓ ۚ إِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ ءَالَٰفٍۢ مِّنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ مُسَوِّمِينَ

ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځه زره علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي

ولی نه! دا ستاسو لپاره بس کیږی. او ستاسو لپاره د الله تعالی له طرفه د مرستې یو بل زیری دی: که چیرته تاسو په جنګ باندې صبر وکړ او د الله تعالی څخه وویریدئ، او ستاسو دښمنانو ته مرسته راشي په همدغه وخت کې چې ستاسو طرف ته په تلوار سره راروان وي، که چیرته دا کار وشو ستاسو رب به ستاسو مرسته په پنځه زره ملایکو وکړي چې په خپلو ځانونو او آسونو به یې د جنګ ښکاره نښې لګولې وي.

Aal-i-Imraan 3:125Listen in Qur'an →
126

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِۦ ۗ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ

او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى

او الله تعالی ندی ګرځولی دا کومک او مرسته د ملایکو په واسطه مګر ستاسو لپاره د خوشحالۍ خبر، چې ستاسو زړونه پرې مطمئن شي، او که دا نه وي نو بیشکه حقیقي غلبه یواځې په ظاهري اسبابو سره نه ده، بلکه یقینا حقیقي غلبه د الله تعالی له طرفه ده چې زورور دی هیڅوک پري نه شې غالبه کیدلی، حکمت والا دی په خپل تقدیر او خپل شریعت کې.

Aal-i-Imraan 3:126Listen in Qur'an →
127

لِيَقْطَعَ طَرَفًۭا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْ يَكْبِتَهُمْ فَيَنقَلِبُوا۟ خَآئِبِينَ

لپاره د دې چې هغه هلاك كړي یو ټولى د هغو كسانو چې كفر يې كړى دى، یا يې ذلیله (خواروزار) كړي، پس چې بېرته محرومه، نامراده لاړ شي

دا غلبه چې د بدر په غزا کې تاسو ته الله تعالی درکړه پدې سره الله تعالی غوښتل چې هلاکه کړي یوه ډله د هغو کسانو څخه چې کفر یې کړی؛ په قتل سره، او ذلیله کړي بله ډله د کافرانو، او غوصه کړي دوی په ناکامۍ د دوی سره، نو پس واپس به شي مکې ته په ناکامۍ او ذلت سره.

Aal-i-Imraan 3:127Listen in Qur'an →
128

لَيْسَ لَكَ مِنَ ٱلْأَمْرِ شَىْءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَٰلِمُونَ

تا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي

هر کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مشرکانو مشرانو ته د هلاکت دعا وکړه وروسته د هغه حالت نه چې په احد جنګ کې رامنځ ته شو؛ الله رب العزت ورته وویل: تا لره د دوی د اختیار نه هیڅ شی نشته، بلکه ټول اختیار خاص الله تعالی لره دی، نو پس ته صبر وکړه تر دې چې الله تعالی ستاسو تر منځ فیصله وکړي، او یا الله تعالی هغوی ته د توبې توفیق ورکړي نو پس اسلام به قبول کړي، او یا به په خپل کفر باندې همیشوالی وکړي نو الله تعالی به ورته عذاب ورکړي، بیشکه چې دوی په دغه وخت کې ظالمان دي د عذاب مستحق (وړ) دي.

Aal-i-Imraan 3:128Listen in Qur'an →
129

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

او خاص د الله تعالی په اختیار کې دي هر هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي؛ که پیدایښت دی او که تدبیر د دوی د کارونو، بخښی ګناهونه چاته چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه په خپل رحمت سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل سره، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی باندې.

Aal-i-Imraan 3:129Listen in Qur'an →
130

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوا۟ ٱلرِّبَوٰٓا۟ أَضْعَٰفًۭا مُّضَٰعَفَةًۭ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی باندې او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، د سود اخیستلو څخه ځان وساتئ چې زیات چندونه اخلئ د خپل هغه رأس المال څخه چې تاسو قرض ورکړی وي، لکه څرنګه به چې د جاهلیت والاو کول، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه خیر چې تاسو يې په دنیا او اخرت کې غواړئ.

Aal-i-Imraan 3:130Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.