Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 111–120 of 200

111

لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّآ أَذًۭى ۖ وَإِن يُقَٰتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ ٱلْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ

دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي

-ای مومنانو- او چې هغوئ ستاسو سره څومره دښمني کوي نو تاسو ته او ستاسو دین ته هیڅ ضرر نشي دررسولی مګر په ژبه تکلیف دررسوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او تاسو پوري مسخرې کوي او داسی نور، او که چیرته تاسو سره جنګ وکړي نو ستاسو له مخې نه به ناکام تښتي، او په تاسو به هیڅکله بریالي نشي.

Aal-i-Imraan 3:111Listen in Qur'an →
112

ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوٓا۟ إِلَّا بِحَبْلٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَحَبْلٍۢ مِّنَ ٱلنَّاسِ وَبَآءُو بِغَضَبٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّۢ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ

په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندلى شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلقو په رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرف نه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه

بی عزتي او ټیټوالی په یهودو پسی نښتی دی، چې هر ځای کې وي دوی به ذلیله او خوار وي، نو پس دوی نه شي بچ کیدی مګر په لوظ یا امن د الله تعالی له طرفه او یا د خلکو له طرفه، او اخته شول دوی په غضب د الله تعالی، او کېښودل شوه لوږه او غربت ګردچاپیره په دوی باندې، دا هر څه چې په دوی باندې وشو دا دوی د کفر له وجی نه د الله تعالی په آیتونو، او په سبب د قتلولو د دوی خپلو پیغمبرانو لره په ظلم سره، او همدارنګه په سبب د نافرمانۍ د دوی او په سبب د تجاوز د دوی د الله تعالی له پولو څخه.

Aal-i-Imraan 3:112Listen in Qur'an →
113

۞ لَيْسُوا۟ سَوَآءًۭ ۗ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ أُمَّةٌۭ قَآئِمَةٌۭ يَتْلُونَ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ ءَانَآءَ ٱلَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ

دوى یو شان نه دي، په اهلِ كتابو كې یوه ډله ده قايمه، چې د شپې په ساعتونو كې د الله ایتونه تلاوت كوي او هغوى سجدې كوي

ټول اهل کتاب ندي برابر پدې بد حال کې، بلکه له دوی څخه یوه ډله شته چې د الله تعالی په دین برابره ده، عمل کوونکې ده د الله تعالی په حکمونو او ځان ساتونکې ده د هغه له منهیاتو څخه، د الله تعالی آیتونه د شپې په څه حصه کې لولي او حال دا چې هغوئ لمونځ کوونکي وي الله تعالی ته، دا ډله د محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر کیدو څخه مخکې وه، او کومو چې يې د محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري راګیره کړې وه نو ایمان يې راوړی وو.

Aal-i-Imraan 3:113Listen in Qur'an →
114

يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

په الله او د اخرت په ورځ ایمان راوړي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او په نېكیو كې له یو بل نه تلوار كوي او دغه كسان له صالحانو څخه دي

ایمان لري په الله تعالی او په ورځ د اخرت کلک ایمان، او امر کوي په نیکو او د خیر په کارونو، او منع کوي خلک له بدو او د شر له کارونو څخه، او وړاندي والی کوي د خیر کارونو ته، او د نیکیو وختونه غنیمت ګڼي، دغه کسان چې دا صفتونه لري د الله تعالی له بندګانو څخه هغه کسان دي چې نیتونه یې هم برابر دي او عملونه هم.

Aal-i-Imraan 3:114Listen in Qur'an →
115

وَمَا يَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلْمُتَّقِينَ

او هغوى چې څه نېكي هم وكړي، نو هیڅكله به هم د هغوى د دې (عمل) ناقدري ونه كړى شي او الله په پرهېزګارانو ښه پوه دى

او هغه چې کوي يې دا خلک څه د خیر کار نه؛ که لږ وي او که ډیر، نو بس د دوی ثواب به نه ضایع کیږی، او د دوی اجر به هم نه کمیږي، او الله تعالی ښه پوهه دې په متقیانو باندې هغه کسان چې د الله تعالی اوامر عملي کوي، او له منهیاتو څخه یې ځان ساتي، نشي پټیدلی په هغه باندې د دوی له اعمالو څخه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.

Aal-i-Imraan 3:115Listen in Qur'an →
116

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًۭٔا ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۚ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي، او دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې همېشه وي

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو هیڅ کله به دفع نه کړي د هغوی نه مالونه د هغوی او اولادونه د هغوی د الله تعالی د عذاب نه هیڅ شی، د هغوی نه به عذاب دفع نه کړي، او نه به هغوی ته د الله تعالی رحمت راجلب کړي، بلکه نور به ورله هم عذاب او پښیمانتیا زیاته کړي، او دغه کسان خاص هم دوی د جهنم د اور والا دي چې تل به پکې وي.

Aal-i-Imraan 3:116Listen in Qur'an →
117

مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِى هَٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍۢ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍۢ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَٰكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

مثال د هغه شي چې دوى يې په دې دنیايي ژوند كې خرچ كوي د هغه باد په شان دى چې په هغه كې سخته یخني وي، د داسې خلقو فصل ته ورسي چې په خپلو ځانونو يې ظلم كړى وي، نو دا (باد) هغه (فصل) تباه كړي، او الله پر هغوى ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه

مثال د هغه څه چې دا کافران یې خرچ کوي د نیکیو په لارو کې، او هغه چې دوی یې د ثواب انتظار کوي؛ د هغه باد په شان دي چې هغه کې سخته یخني وي او د داسي یو قوم فصل او کښت ته ورسیږي چې د ګناهونو او نورو نافرمانیو له امله یې په خپلو ځانونو ظلم کړی وي، نو پس د هغوی فصل تباه شي، او حال دا چې هغوی ترې د ډیر خیر طمع لرله، نو لکه څرنګه چې دې باد دا فصل تباه او هلاک کړ او هیڅ فایده يې ترې وانه خسته، همدا رنګه کفر د دوی د هغو نیکو اعمالو ثواب بربادوي چې دوی یې امید لري، او الله تعالی په دوی ظلم ندی کړی -الله تعالی ډیر لوی دی لدې کار څخه- بلکه دوی په خپلو ځانونو ظلم کړی په سبب د کفر کولو د دوی په الله تعالی باندې او په سبب د تکذیب د دوی د الله تعالی د پیغمبرانو.

Aal-i-Imraan 3:117Listen in Qur'an →
118

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ بِطَانَةًۭ مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًۭا وَدُّوا۟ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْءَايَٰتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له خپلو (مسلمانانو) نه غیر (بل څوك) رازدار دوست مه جوړوئ، دوى تاسو ته په نقصان رسولو كې هېڅ كمى نه كوي، دوى هر هغه څه خوښوي چې تاسو په تكلیف كې اچوي، یقینًا د دوى له خولو ځنې (كینه او) بغض ښكاره شوى دى او هغه (بغض) چې د دوى سینې يې پټوي (هغه) ډېر لوى دى، یقینًا مونږه تاسو لپاره ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي، كه چېرې یئ تاسو چې له عقل نه كار اخلئ

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې! تاسو له مومنانو پرته بل څوک ملګری او رازدار مه نیسئ، چې تاسو ورته خپل رازونه وايئ او خپل خاص احوال ورته ورښایئ، نو پس هغوی چې دي تاسو ته په ضرر در اړولو کې کمی نه کوي او ستاسو د حالاتو په خرابولو کې هم کمی نه کوي، ارزو لري د هغه څه چې تاسو ته ضرر دررسوي او په تاسو باندې مشقت کیږی، په تحقیق سره بدي او د ښمني د هغوئ په ژبو راښکاره شوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او ستاسو تر منځ دښمني اچوي، او ستاسو رازونه ښکاره کوي، او هغه کینه چې هغوی یې په سینو کې پټه ساتي ډیره زیاته ده، مونږ بیان کړل -ای مومنانو- تاسو ته ښکاره دلیلونه په هغه څه باندې چې ستاسو پکې خیر او مصلحت دی په دنیا او اخرت کې، که چیرته تاسو پوهیږئ په هغه څه چې تاسو ته د خپل رب له طرف نه نازل شوي.

Aal-i-Imraan 3:118Listen in Qur'an →
119

هَٰٓأَنتُمْ أُو۟لَآءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِٱلْكِتَٰبِ كُلِّهِۦ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ عَضُّوا۟ عَلَيْكُمُ ٱلْأَنَامِلَ مِنَ ٱلْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا۟ بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

ګورئ! تاسو هغه خلق یئ چې له هغو (اهل كتابو) سره مینه كوئ او هغوى له تاسو سره مینه نه كوي او تاسو په ټولو كتابونو ایمان راوړئ او كله چې دوى له تاسو سره ملاقات وكړي، (نو) وايي: مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې يواځې شي، نو تاسو ته د غصې له وجې نه د ګوتو سرونه چیچي، (ورته) ووایه: په خپلې غصې سره مړه شئ، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي

خبردار شئ تاسو -ای مومنانو- تاسو مینه کوئ د دغه قوم سره، او د هغوی لپاره خیر غواړئ، حال داچې هغوی ستاسو سره مینه نه کوي، او ستاسو لپاره خیر هم نه غواړي، بلکه ستاسو سره بغض او کینه کوي، او تاسو په ټولو اسماني کتابونو ایمان لرئ، چی په هغه کې د هغوی اسماني کتابونه هم دي، او حال دا چې هغوی په هغه کتاب ایمان نه لري کوم چې ستاسو په پیغمبر باندې نازل شوی دی، او کله چې ستاسو سره مخ شي نو هغوی په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ تصدیق کوو ستاسو د دین، او کله چې د یو بل سره ځان له شی نو چیچي د خپلو نوکانو سرونه د غم او د غصې له امله، په سبب د هغه یووالي چې تاسو پرې یاست، او ستاسو د کلمې د یووالي له امله، او په سبب د عزت د اسلام، او د هغه ذلیل حالت په وجه چې هغوی پکې دي. ته ووایه -ای پیغمبره- دغه قوم ته: پاتې شئ په هغه حالت کې چې تاسو پرې یاست، تر دې چې مړه شئ د غم او غصی له وجې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په سینو کې دي د ایمان او کفر نه، او د خیر او شر نه.

Aal-i-Imraan 3:119Listen in Qur'an →
120

إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌۭ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌۭ يَفْرَحُوا۟ بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًٔا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌۭ

كه چېرې تاسو ته څه ښېګڼه درورسېږي، نو هغه دوى لره خفه كوي او كه چېرې تاسو ته څه بدي (تكلیف) درورسیږي، نو دوى په هغې باندې خوشحالېږي او كه تاسو صبر وكړئ او (د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، ښه احاطه كوونكى دى

-ای مومنانو- که چیرته تاسو ته څه نعمت درورسیږي پر دښمن برلاسی او یا په مال او اولاد کې ډیروالی، نو دوی ته پرې غم او خفګان رسیږي، او که چیرته تاسوته څه تکلیف درورسیږی لکه د دښمن غلبه په تاسو باندې او یا په مال او اولاد کې کمي، نو هغوی پدې باندې خوشحالیږی، او ستاسو په هر مصیبت باندې خوشحالیږی، او که چیرې تاسو د الله تعالی په اوامرو او د هغه په تقدیر باندې صبر وکړئ، او د هغه له غصې نه ځان وساتئ؛ نو تاسو ته د هغوی چلونه او تکلیفونه هیڅ ضرر نه شی دررسولی، بیشکه الله تعالی په هغو چلونو ښه پوهیږی چې دوی یې کوي، او دوی به ناهیلي وګرځوي.

Aal-i-Imraan 3:120Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.