Muslim99Muslim99
← Tafsir library

3. Aal-i-Imraan

The Family of Imraan · Medinan · 200 ayahs

سُورَةُ آلِ عِمۡرَانَ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 101–110 of 200

101

وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتُ ٱللَّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُۥ ۗ وَمَن يَعْتَصِم بِٱللَّهِ فَقَدْ هُدِىَ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍۢ

او تاسو څنګه كافر كېږئ، او تاسو چې یئ، تاسو ته د الله ایتونه تلاوت كېږي او په تاسو كې د هغه رسول (هم موجود) دى او چا چې په (دین د) الله منګولې ښخې كړې، نو په رښتیا سره هغه په نېغه لار روان كړى شو

نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان د ټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې د الله آیاتونه لوستل کېږي، او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې د الله تعالی پر کتاب او د هغه د رسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لارې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته.

Aal-i-Imraan 3:101Listen in Qur'an →
102

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِۦ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ

ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، له خپل رب څخه په حقه ووېرېږئ، او هغه داسې چې د هغه د حکمونو تابعداري وکړئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وساتئ، او د هغه د نعمتونو شکر پرځای کړئ، او په خپل دین باندې ټینګې منګولې ولګوئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي او تاسې په دې باندې (ټینګ) یئ.

Aal-i-Imraan 3:102Listen in Qur'an →
103

وَٱعْتَصِمُوا۟ بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًۭا وَلَا تَفَرَّقُوا۟ ۚ وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَآءًۭ فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِۦٓ إِخْوَٰنًۭا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍۢ مِّنَ ٱلنَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

او تاسو د الله په رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې په غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ

او مضبوطې منګولې ولګوئ -اې مومنانو- په قرآن او سنت باندې، او مه کوئ هغه څه چې تاسو په اختلاف کې اچوي، او یاد کړئ نعمت د الله تعالی پر تاسو باندې هر کله چې تاسو دښمنان وئ، له اسلام نه مخکې په وړو وړو خبرو به مو له یو بل سره جګړې کولې، نو د اسلام په وجه الله تعالی ستاسو زړونه سره یوځای کړل، او تاسو د اسلام په وجه یو بل سره وروڼه شوئ، په یو بل باندې مهرباني کوونکې د یو بل خیرخواهان شوئ، او له دې نه مخکې تاسو نږدې وئ چې د کفر په وجه د جهنم اور ته ننوځئ، نو پس الله تعالی تاسو ته د اسلام په وجه د هغه نه نجات درکړ او تاسو ته یې ایمان دروښود، او لکه څنګه چې الله تعالی تاسو ته دا بیان کړل همداسې تاسو ته بیانوي هغه څه چې په هغه سره ستاسو د دنیا او آخرت حالات برابرېږي، ددې لپاره چې تاسو سمې لارې ته برابر شئ، او د استقامت په لاره لاړ شئ.

Aal-i-Imraan 3:103Listen in Qur'an →
104

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌۭ يَدْعُونَ إِلَى ٱلْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ ۚ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي

او باید له تاسو څخه -اې مومنانو- یوه ډله وي، چې ټولو هغو ښېګڼو ته بلنه کوي، چې الله تعالی یې خوښوي، او امر کوي پر هغو نیکیو چې اسلام یې ښودنه کړې او عقل یې غوره ګڼي، او له هغو بديو څخه خلک منع کوي چي اسلام ترې منع کړې او عقل یې هم بد ګڼي، او د همدې صفتونو لروونکي په دنیا او آخرت کې هراړخیزه کامیاب دي.

Aal-i-Imraan 3:104Listen in Qur'an →
105

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ تَفَرَّقُوا۟ وَٱخْتَلَفُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ ۚ وَأُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ

او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلق (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى

او مه کیږئ تاسو -ای مومنانو- د هغو اهل کتابو په شان چې جدا شوی وو نو پس ځان له ځان له ډلې شوي وو، او په خپل دین کې ئې اختلاف پیداکړی وو وروسته ددې نه چې دوئ ته د الله تعالی له طرفه ښکاره ښکاره دلیلونه راغلی وو، او دغه ذکر شوي کسان د دوئ لپاره د الله تعالی له طرفه غټ عذاب دی.

Aal-i-Imraan 3:105Listen in Qur'an →
106

يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌۭ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌۭ ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَٰنِكُمْ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو د خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه

دا غټ عذاب به په دوئ باندې د قیامت په ورځ وي، هر کله چې سپین شي مخونه د مومنانو د خوشحالۍ او نیکبختۍ له امله، او تور شي مخونه د کافرانو د غم او مصیبت له امله، نو پس هغه کسان چې په دغه لویه ورځ يې مخونه تور شوي وي د رټنې په شکل به ورته وویل شي: آیا تاسو کفر کړی و د الله په توحید او په هغه اقرار چې ستاسو څخه يې اخیستی و چې د هغه سره به په عبادت کې هیڅ شی نه شریکوئ، ستاسو د تصدیق او اقرار څخه وروسته؟! نو پس وڅکئ د الله تعالی هغه عذاب چې تاسو ته يې ستاسو د کفر له امله تیار کړی دی.

Aal-i-Imraan 3:106Listen in Qur'an →
107

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱبْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِى رَحْمَةِ ٱللَّهِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى مخونه به تك سپین وي، نو (هغوى) به د الله په مهربانۍ كې وي، دوى به په هغې كې همېشه وي

او هغه کسان چې مخونه يې سپین شوي وي د هغوی ځای به د نعمتونو والا جنتونو کې وي، دوئ به همیشه په دې کې وي، پداسې نعمتونو کې چي نه به ختمیږی او نه به بدلیږي.

Aal-i-Imraan 3:107Listen in Qur'an →
108

تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۗ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًۭا لِّلْعَٰلَمِينَ

دا د الله ایتونه دي، چې مونږه يې تا ته په حقه سره لولو او الله په عالَمونو باندې د ظلم كولو اراده نه لري

دا آیتونه چې د الله تعالی وعدې او ګواښونه پکې دی مونږ يې په تاباندې لولو -ای پیغمبره- چې ریښتیا دي په خبرونه کې، او انصاف والا دي په حکمونو کې، او نه دی الله تعالی چې وغواړي ظلم هیڅ یو کس لره د مخلوقاتو څخه، بلکه هیچا لره سزا نه ورکوي مګر په هغه څه چې د هغوی لاسونو کړي وي.

Aal-i-Imraan 3:108Listen in Qur'an →
109

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص د الله په طرف (ټول) كارونه ورګرځولى شي

او خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، پيدایش او واک دواړه د الله په اختیار کې دي، او خاص الله تعالی ته ورګرځیدل د ټولو مخلوقاتو دي، نو هر یو ته به د خپل حق په اندازه بدله ورکړي.

Aal-i-Imraan 3:109Listen in Qur'an →
110

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ ۗ وَلَوْ ءَامَنَ أَهْلُ ٱلْكِتَٰبِ لَكَانَ خَيْرًۭا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي

تاسو -ای د محمد صلی الله علیه وسلم امته- په ایمان او عمل کې د ټولو هغو امتونو څخه غوره امت یاست چې الله تعالی د خلکو لپاره راایستلي دي، او د ټولو خلکو نه تاسو خلکو لره ډیره فایده ورکوونکی یاست، تاسو امر کوئ په هغو نیکو چې شرع پرې دلالت کوي او عقل یې ښه ګڼي، او له هغو بدیو څخه خلک منع کوئ چې شرعې ترې نهې کړې ده او عقل يې هم بد ګڼي، او تاسو په الله تعالی باندې کلک ایمان لرئ داسې ایمان چې عمل ورسره هم وي. او که چیرته اهل کتابو (یهودو او نصاراو ) په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې ایمان راوړی وی نو دا به د دوی لپاره په دنیا او آخرت دواړو کې ډيره بهتره وه. د اهل کتابو څخه ډیر لږ خلک د -محمد صلی الله علیه وسلم- په راوړونکي شریعت ایمان راوړي، او ډیری له دوی څخه د الله تعالی له دین څخه وتلي دي.

Aal-i-Imraan 3:110Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.