Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 41–50 of 286

41

وَءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا۟ أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِى ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا وَإِيَّٰىَ فَٱتَّقُونِ

او تاسو ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ایتونو سره لږ قیمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ

او تاسو په هغه قرآن ایمان راوړئ کوم چې ما په محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی او د هغه تورات سره چې لا تحریف شوی نه ؤ له هغه سره دتوحید او محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په موضوع کې یوشان دی او له دې ووېرېږئ چې په دې (قرآن) لومړني کافران شئ او هغه آیاتونه چې ما رالېږلئ د قدرت او چوکۍ په لږه بیه مه بدلوئ او زما له غضب او عذاب څخه و وېرېږئ.

Al-Baqara 2:41Listen in Qur'an →
42

وَلَا تَلْبِسُوا۟ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَٰطِلِ وَتَكْتُمُوا۟ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

او هغه حق چې ما په خپلو پېغمبرانو نازل کړی له هغو دروغو سره مه ګډوئ کوم چې تاسو له ځانه جوړوئ او هغه حق هم مه پټوئ کوم چې د محمد صلی الله علیه وسلم د صفتونو په اړه ستاسو په کتابونو کې راغلی دی، سره له دې چې تاسي پرې علم او باور لرئ.

Al-Baqara 2:42Listen in Qur'an →
43

وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرْكَعُوا۟ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ

او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ

او تاسو د ارکانو، واجباتو او سنتو په پوره کولو سره لمونځ ادا کړئ او د هغو مالونو زکات وباسئ کوم چې الله تعالی ستاسو په لاسونو کې درکړي دي او الله تعالی ته د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له عاجزي کوونکو سره عاجزي وکړئ.

Al-Baqara 2:43Listen in Qur'an →
44

۞ أَتَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ ٱلْكِتَٰبَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

ایا تاسو (نورو) خلقو ته د نېكۍ حكم كوئ او خپل ځانونه هېروئ، سره له دې چې تاسو كتاب لولئ، ایا نو تاسو عقل نه لرئ؟

څومره بده خبره ده چې تاسو بل چاته د ایمان او نېکۍ امر کوئ او خپله ترې بیا مخ اړوئ او ځانونه هېروئ، په داسې حال کې چې تاسو تورات هم لولئ، او په دې هم ښه پوهېږئ چې په تورات کې د الله د دین په پېروۍ او د هغه په پېغمبرانو د باور کولو امر شوی دی، نو آیا تاسو له خپلو عقولونو څخه ګټه نه اخلئ؟!

Al-Baqara 2:44Listen in Qur'an →
45

وَٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى ٱلْخَٰشِعِينَ

او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې یقینًادا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى)

او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي.

Al-Baqara 2:45Listen in Qur'an →
46

ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ

هغه كسان چې یقین كوي چې بېشكه دوى د خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي

او دا ځکه چې همدا خلک پر دې باور لري چې دوی خپل رب ته ورځي او هغه سره د قیامت په ورځ ملاقات کوونکي دي او بېشکه دوی الله تعالی ته د خپلو کړنو د بدلې لپاره ور ګرځېدونکي دي.

Al-Baqara 2:46Listen in Qur'an →
47

يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې انعام كړي دي او دا چې یقینًا هم مَا تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ

ای د یعقوب علیه السلام اولاده! زما هغه دیني او دنیوي نعمتونه یاد کړئ چې پر تاسو مې لورولي دي او یاد کړئ چې تاسي مې د خپلې زمانې پر خلکو په نبوت او ملک سره غوره کړي یاست.

Al-Baqara 2:47Listen in Qur'an →
48

وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًۭا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍۢ شَيْـًۭٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَٰعَةٌۭ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌۭ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي

د اوامرو په کولو او د نواهیو د پرېښودلو پر مټ د خپلو ځانونو او د قیامت د ورځې د عذاب ترمنځ پرده جوړه کړئ، هغه ورځ چې هیڅ یو نفس به بل نفس ته هیڅ رنګه ګټه ونه رسوي او نه به له هغه سره د ګټې او زیان په اړه د الله تعالی له اجازې پرته د هیچا سپارښتنه ومنل شي او نه به ورڅخه فدیه واخیستل شي، اګر که ټوله نړۍ له سروزرو ډکه کړي او نه به هیڅوک په دې ورځ د دوی مرستندوی وي، نو کله چې نه سپارښت کوونکی ګټه رسولی شي او نه فدیه وي او نه (بل) مرستندوی، نو د تېښتې لاره به چېرته وي؟!

Al-Baqara 2:48Listen in Qur'an →
49

وَإِذْ نَجَّيْنَٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌۭ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌۭ

او كله چې مونږ له فرعونیانو نه تاسو خلاص كړئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب دركاوه، ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، او په دې كې ستاسو د رب له طرف نه ډېر لوى ازمېښت و

ای بنی اسرائیلو! هغه وخت یاد کړئ چې تاسو مې د فرعون له پیروانو څخه وژغورلئ، چې تاسو ته یې ډول ډول عذابونه درکول؛ ستاسو د اولادونو مرۍ به یې پرې کولې، تر څو ستاسې نسل پاتې نه شي او ستاسي لورګانې به یې ژوندۍ پرېښودلې، تر څو د هغوی خدمت وکړي او ستاسو سخت سپکاوی وشي او د فرعون او د هغه د پیروانو له زورواکۍ څخه ستاسي ژغورنه کې ستاسي د رب لخوا لویه ازموینه ده، ښایي چې تاسي شکر وباسئ.

Al-Baqara 2:49Listen in Qur'an →
50

وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ ٱلْبَحْرَ فَأَنجَيْنَٰكُمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ

اوكله چې مونږ ستاسو لپاره سمندر څيرې كړ او تاسو ته مو خلاصى دركړ او فرعونیان مو ډوب كړل او تاسو كتل

او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لارې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او د هغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل.

Al-Baqara 2:50Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.