Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 21–30 of 286

21

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ

ای خلکو! یوازې د الله تعالی عبادت کوئ او د بل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او د هغه د عذاب تر مینځ د هغه د حکمونو منلو او د بندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ).

Al-Baqara 2:21Listen in Qur'an →
22

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ فِرَٰشًۭا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءًۭ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۭ فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًۭا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًۭا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې زمکه هواره کړې ده او د هغې له پاسه یې ښه قوي آسمان پیدا کړی دی او په تاسو د باران نعمت هم وروي، چې د دهغه پر مټ ګنې مېوې له زمکې څخه را زرغونوي، چې ستاسو لپاره روزي شي، نو تاسو هم له الله تعالی سره شریکان او بېلګې مه ګرځوئ، په داسې حال کې چې تاسي ښه پوهېږئ چې له الله تعالی پرته بل پیداکوونکی نه شته.

Al-Baqara 2:22Listen in Qur'an →
23

وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍۢ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍۢ مِّن مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې یئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې یو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني یئ

ای خلکو! که چېرې تاسي د هغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې د دې مقابله وکړئ او د دې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست.

Al-Baqara 2:23Listen in Qur'an →
24

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ وَلَن تَفْعَلُوا۟ فَٱتَّقُوا۟ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَٰفِرِينَ

نو كه تاسو (دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ، نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى

پس که چېرې مو دا کار ونه کړ -او هېڅکله به د دې کار کولو وس ونلرئ- نو پس له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې د عذاب وړ انسانان پکې سوځېږي، او هغه کټې (تیږې) به هم پکې سوځي چې عبادت یې کېده، همدا اور الله تعالی د کافرانو لپاره چمتو او تیار کړی دی.

Al-Baqara 2:24Listen in Qur'an →
25

وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّٰتٍۢ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍۢ رِّزْقًۭا ۙ قَالُوا۟ هَٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَٰبِهًۭا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌۭ مُّطَهَّرَةٌۭ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې یقینًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه یو له بله مُشابه (یو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بیبیانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي

نو لکه څنګه چې دا وړاندنی وعید (وېرونه) د کافرانو لپاره ؤ؛ نو (ای نبي) ته زېری ورکړه هغو مومنانو ته چې نېکې کړنې (عملونه) کوي په هغه څه چې دوی پرې خوشالېږي، چې هغه داسې جنتونه دي چې تر ماڼیو او ونو لاندې یې ویالې بهېږي او کله چې دوی د جنت د پاکو مېوو خوند وڅکي، نو د دنیا له مېوو سره د ډېر یوشان والي له کبله به وایي: دا د هغو میوو په څېر دي چې مونږ ته مخکې هم راکړل شوې وې او دوی ته به داسې مېوې وړاندې شي چې په نوم او بڼه (شکل) کې به یوشان وي، تر دې چې دوی به پرې رامنډې کړي د دې لپاره چې له وړاندې یې پېژندلې، خو دا (مېوې) به په خوند کې سره جلا وي او د دوی لپاره په دې جنتونو کې داسې مېرمنې (ښځې) دي چې له هغو ټولو (عیبونو) پاکې دي چې انساني نفس یې بد ګڼي، او له هر هغه څه څخه به هم پاکې وي چې په دنیا کې د ښځو اړوند زړه بداوی راولي او دوی به همېشنیو نعمتونو کې وي، نه د دنیا دنعمتونو په څېر چې تر یوې مودې وي (چې بیا بندېږي).

Al-Baqara 2:25Listen in Qur'an →
26

۞ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَسْتَحْىِۦٓ أَن يَضْرِبَ مَثَلًۭا مَّا بَعُوضَةًۭ فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًۭا ۘ يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرًۭا وَيَهْدِى بِهِۦ كَثِيرًۭا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا ٱلْفَٰسِقِينَ

بېشكه الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان

بېشکه الله تعالی په هېڅ ډول مثال بیانولو چې خوښه یې شي نه شرمېږي، نو کله ماشی په مثال کې راوړي او یا له دې هم غټ او یا وړوکی او خلک د دې پر وړاندې دوې ډلې وي: مومنان او کافران، نو هغوی چې مومنان وي نو ریښتينې ګڼي او پوهېږي چې د دې مثال تر شا لوی حکمت پروت دی او هغوی چې کافران دي نو د ټوکو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي چې ولې الله تعالی د دې معمولي او سپکو شیانو مثال بیانوي؟ لکه ماشی، مچ، غڼه (جولا) او داسې نور، نو د الله تعالی له خوا ورته داسې ځواب دی: بېشکه په دې مثالونو کې د خلکو لپاره ډېرې لارښوونې، هدایتونه او ازمیښتونه دي، پس ځېنې هغه دي چې الله تعالی یې په همدې مثالونو ګمراه کوي، ځکه چې فکر پرې نه کوي او مخ ترې اړوي، چې داسې خلک ډېر دي. او ځېنې نور هغه (کسان) دي چې الله تعالی ورته هدایت وکړي، ځکه چې دوی له دې مثالونو څخه پند اخلي او دوی هم ډېر دي او (الله) نه ګمراه کوي په دې مثالونو باندې مګر هغه خلک چې د ګمراه کولو وړ وي او دا هغه خلک دي چې د الله تعالی له طاعت څخه وتلي وي؛ لکه منافقان.

Al-Baqara 2:26Listen in Qur'an →
27

ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي

هغه کسان چې د الله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې د خپل عبادت او خپل هغه رسول د پيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او د کومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې د ورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي.

Al-Baqara 2:27Listen in Qur'an →
28

كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَٰتًۭا فَأَحْيَٰكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

څنګه تاسو له الله نه منكرېږئ، حال دا چې تاسو نِشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو راژوندي كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ستنولى شئ

ای کافرانو! ستاسې هم ناآشنا کړنې دي! څنګه تاسو په الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې د الله تعالی د ځواک نښې په خپلو ځانونو کې وینئ، بېشکه تاسې هيڅ نه وئ، نو تاسو یې پیدا او ژوندي کړئ، بیا به مو هماغه (الله) په دوهم ځل مړه کړي، بیا به مو په دوهم ژوند سره را ژوندي کړي، بیا به بېرته هغه ته د دې لپاره ورګرځئ چې د هغه څه حساب درسره وکړي چې تاسو وړاندې کړي دي.

Al-Baqara 2:28Listen in Qur'an →
29

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًۭا ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَسَوَّىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍۢ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۭ

همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پیدا كړل چې په ځمكه كې دي، بیا يې پورته قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه په هر شي ښه عالم دى

او يوازې الله هغه - ذات - دی چې ستاسو لپاره يې ټول هغه څه پيداکړي دي کوم چې په ځمکه کې دي له: نهرونو، ونو او داسې نور څه چې نه شمېرل کيږي او تاسو ترې ګټه اخلئ او له هغه څه ګټه پورته کوئ چې ستاسو لپاره يې اېل کړي دي، بيا يې د آسمان پيداکولو اراده وکړه؛ نو اووه برابر آسمانونه يې پيداکړل او هغه، همغه ذات دی چې پوهه یې پر هرڅه چاپېره شوې ده.

Al-Baqara 2:29Listen in Qur'an →
30

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌۭ فِى ٱلْأَرْضِ خَلِيفَةًۭ ۖ قَالُوٓا۟ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ

او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ

الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.

Al-Baqara 2:30Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.