Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 251–260 of 286

251

فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُۥدُ جَالُوتَ وَءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُۥ مِمَّا يَشَآءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍۢ لَّفَسَدَتِ ٱلْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى۔ او لېكن الله په عالَمونو باندې دلوى فضل كولو والا دى

نو پس د الله تعالی په حکم هغوئ (کافرانو) ته مسلمانانو ماته ورکړه او داود علیه السلام د هغوئ قومندان جالوت وواژه، او الله تعالی داود علیه السلام ته پادشاهي او پیغمبري ورکړه، او هغه ته یې د هغو علمونو چې د الله تعالی خوښه وه علم او پوهه ورکړه، نوهغه ته یې هغه (علمونه) را یوځای کړل، چې د هغه دنیا او آخرت دواړه پرې برابرېږې. او که چېرې د الله تعالی د طریقو څخه دا نه وي چې دفع کوی فساد د ځنو خلکو په ځنې نورو؛ نو خامخا د مفسدینو د غلبی او تسلط په وجه به زمکه ورانه شوې وای، لیکن الله تعالی خاوند د فضل او مهربانۍ دی په ټولو مخلوقاتو.

Al-Baqara 2:251Listen in Qur'an →
252

تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۚ وَإِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ

دا د الله ایتونه دي، مونږ دا په تا باندې په حقه سره لولو او یقینًا ته خامخا له رسولانو څخه يې

دا د الله روښانه آیاتونه دي مونږ یې په تا ته لولو -اې پیغمبره- چې رښتوني دې په خبرونو کې، او برابر دې په حکمونو کې، او بېشکه ته د الله تعالی له طرفه رالېږل شوی پیغمبر یې.

Al-Baqara 2:252Listen in Qur'an →
253

۞ تِلْكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍۢ ۘ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَٰتٍۢ ۚ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدْنَٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ وَلَٰكِنِ ٱخْتَلَفُوا۟ فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلُوا۟ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، اومونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه ووجنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي

دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو د دوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی د هغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی د مریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي د هغه په نبوت، لکه د مړو ژوندي کول او د مور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی و مونږ دې لره په جبریل علیه السلام- د دې لپاره چې د الله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس د ایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره.

Al-Baqara 2:253Listen in Qur'an →
254

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌۭ لَّا بَيْعٌۭ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌۭ وَلَا شَفَٰعَةٌۭ ۗ وَٱلْكَٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او پېروي یې کړې ده د هغه د پېغمبر، ولګوئ ځینې له هغه څه څخه چې مونږ تاسو ته درکړي له مختلفو حلالو مالونو څخه، مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي، پر دغه مهال اخیستل خرڅول نشته چې له لارې یې انسان خپل ځان لپاره ګټه ترلاسه کړي، او نه ملګرتیا شته چې ګټه به ورکړي ده ته په دې سخت وخت کې او نه واسطه شته چې تاوان به ورڅخه لرې کړي اویا به ګټه ور ورسوي مګر که الله اجازه وکړي د هغه چا لپاره چې خوښه یې شي او ور څخه راضي وي، او همدا کافران ظالمان دي په رښتیا سره د دوی د کفر له امله چې په الله تعالی یې کفر کړی دی.

Al-Baqara 2:254Listen in Qur'an →
255

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُۥ سِنَةٌۭ وَلَا نَوْمٌۭ ۚ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ مَن ذَا ٱلَّذِى يَشْفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَىْءٍۢ مِّنْ عِلْمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ ۖ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، په ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي په هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او په هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي۔، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى

الله هغه ذات دی چې نشته بل اله په حق سره د عبادت وړ، مګر همدا یوازې پرته له بل چا دی، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره داسې بشپړ ژوند چې نه پکې مرګ شته اونه پکې کمی شته، قیوم ذات[په خپل قیام کې چا ته محتاج نه دی یا په بل عبارت د کاملې پاملرنې خاوند دی] چې په خپل ذات ولاړ او له ټولو مخلوقاتو بې پروا دی، او ټول مخلوق د ده په ساتنه اوتدبیر ولاړ دي چې له ده څخه په هېڅ حال هم بې پروا کېدلی نه شي، الله تعالی باندې پرکالي نه راځي او نه ورباندې خوب راځي، او یوازې ده لره هغه څه دي چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، د هیچا په اختیار کې نشته چې د الله په دربار کې د چا لپاره سپارښتنه وکړي مګر پس د هغه له اجازې او خوښې څخه، او پوه دی الله په هغه تېر شوو کارونو د مخلوق چې واقع شوي، او په هغه کارونو چې په اینده کې راځي او تر اوسه نه دي واقع شوي، او مخلوق نه شي راګیرولای د الله تعالی د علم څخه هیڅ شی مګر هغه چې الله تعالی یې پخپله وغواړي او دوی ته د هغې اطلاع ورکړي، او راګیر کړی د ده څوکۍ -چې د الله د قدمونو ځای دی- اسمانونو او ځمکې لره سره د پراخوالي او لویوالي د دوی، او نه یې دی دروند کړی او نه یې په تکلیف کړی ساتنې د اسمانونو او ځمکې، او الله اوچت دی په اعتبار د ذات او د مرتبې او د غلبې سره او لوی دی پخپله پاچاهي کې.

Al-Baqara 2:255Listen in Qur'an →
256

لَآ إِكْرَاهَ فِى ٱلدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشْدُ مِنَ ٱلْغَىِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَا ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

نشته زور کول پر هیچا د اسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، د دې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده د دین په کلکې رسۍ چې د قیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی د بندګانو د ویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي.

Al-Baqara 2:256Listen in Qur'an →
257

ٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّٰغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَٰتِ ۗ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره د رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

الله تعالی دوستي کوي له مؤمنانو سره، توفیق ورکوي او مرسته یې کوي، او د کفر او ناپوهۍ له تیارو څخه یې د ایمان او پوهې رڼا ته راوباسي، او هغه کسان چې کفر یې کړی د دوی دوستان باطله معبودان او مجسمې دي، چې دوی ته یې کفر ښایسته کړی دی، پس دوی یې د ایمان او پوهې له رڼا څخه د کفر او نا پوهۍ تیارې ته ویستې دي، همدوی د اور څښتنان دي، دوی به تل پکې وي.

Al-Baqara 2:257Listen in Qur'an →
258

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِى حَآجَّ إِبْرَٰهِۦمَ فِى رَبِّهِۦٓ أَنْ ءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَٰهِۦمُ رَبِّىَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا۠ أُحْىِۦ وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَٰهِۦمُ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَأْتِى بِٱلشَّمْسِ مِنَ ٱلْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ ٱلْمَغْرِبِ فَبُهِتَ ٱلَّذِى كَفَرَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

ایا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي

ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله.

Al-Baqara 2:258Listen in Qur'an →
259

أَوْ كَٱلَّذِى مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍۢ وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْىِۦ هَٰذِهِ ٱللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِا۟ئَةَ عَامٍۢ ثُمَّ بَعَثَهُۥ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍۢ ۖ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِا۟ئَةَ عَامٍۢ فَٱنظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَٱنظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ ءَايَةًۭ لِّلنَّاسِ ۖ وَٱنظُرْ إِلَى ٱلْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًۭا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌۭ

یا د هغه كس په شان، چې په یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى۔ او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولوسره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو۔، نوكله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل: زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى

او آیا تا لیدلی د هغه چا په شان څوک چې تېر شوی و په یو کلي چې رانړېدلي وو د هغې چتونه او وران شوي وو د هغې دیوالونه، او هلاک شوي وو د هغې اوسیدونکي، پس دغه کلی شړ او د ډار ځای ګرځیدلی و، وویل دغه سړي د حېرانتیا په ډول: څرنګه به الله را ژوندي کړي د دې کلي خلک پس له مرګه؟ نو مړ کړ الله تعالی ده لره سل کاله، او بیا یې راژوندی کړ، او پوښتنه یې ترې وکړه، او ورته یې وفرمایل: څومره زمانه ته مړ وې؟هغه په ځواب کې وویل: یوه ورځ او یا د ورځې یوه برخه، الله تعالی ورته وفرمایل: بلکه تا پوره سل کاله وخت تېر کړی، اوس وګوره هغه خوراک اوڅښاک ته دې چې تا سره وو، هغه دا دی په خپل حال پاتې دي هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، سره له دې چې خوراک اوڅښاک ډیر زر بدلېږي، او دې مړ خر ته دې وګوره، دا هر څه چې مونږ وکړل د دې لپاره چې وګرځوو مونږ تا لره ښکاره نښه چې دلیل شې په قدرت د الله تعالی په راژوندي کولو د مړو، پس وګوره د خپل خر هډوکو ته چې ټوټه ټوته شوي او یو د بل څخه جدا شوي، چې څرنګه یې مونږ راپورته کوو او ځینی یې د ځینو نورو سره یو ځای کوو، او له دی څخه وروسته بیا غوښې ور اغوندو، او دویم ځل یې ژوندی کوو، هر کله یې چې دا هر څه په سترګو ولیدل اوحقیقت ورته په ډاګه شو، او د الله په قدرت پوه شو، ویې ویل په داسې حال کې چې اعتراف کوونکی و په دې: زه پوه شوم چې بیشکه الله تعالی په هر شي قدرت لري.

Al-Baqara 2:259Listen in Qur'an →
260

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِۦمُ رَبِّ أَرِنِى كَيْفَ تُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِى ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةًۭ مِّنَ ٱلطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ ٱجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍۢ مِّنْهُنَّ جُزْءًۭا ثُمَّ ٱدْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًۭا ۚ وَٱعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ

او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! په ما باندې ووینه چې ته مړي څنګه ژوندي كوې؟ ويې ويل: ایا ته یقین نه لرې؟ هغه وویل: ولې نه! او لېكن د دې لپاره چې زما زړه مطمئن شي۔، (الله) وویل: نو له مرغانو نه څلور راونیسه، نو هغه خپلې خوا ته (له بلَدولو نه پس) ټكړې كړه، بیا له هغو ځنې یوه یوه حصه په هر غره باندې كېږده، بیا هغوى راوبله، (نو) دغه به تا ته په منډو راځي، او پوه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي و ابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې د مړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې.

Al-Baqara 2:260Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.