Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 211–220 of 286

211

سَلْ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ كَمْ ءَاتَيْنَٰهُم مِّنْ ءَايَةٍۭ بَيِّنَةٍۢ ۗ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى

پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له بنی اسرایلو څخه د زورنې او رټنې پوښتنه: الله تعالی تاسو ته د دې پیغمبر په رښتینولۍ څومره ښکاره نښې بیان کړي! نو پس تاسو هغه دروغجنې وګڼلی او مخ مو ترې وګراځاوه، او هر هغه چا چې د الله تعالی نعمتونه بدل کړل په کفر او دروغو سره وروسته د پیژندلو د هغې نه او د ښکاره کېدو د هغې نه؛ نو پس بېشکه الله تعالی دروغجنو کافرانو ته سخته سزا ورکوونکی دی.

Al-Baqara 2:211Listen in Qur'an →
212

زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۘ وَٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ فَوْقَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ۗ وَٱللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍۢ

او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي دنيايي ژوند ښايسته كړى شوى دى، او دوى په هغو كسانو پورې مسخرې كوي چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې متقیان دي د قیامت په ورځ به د دوى له پاسه وي او الله چې چا لره وغواړي بې حسابه رزق وركوي

ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.

Al-Baqara 2:212Listen in Qur'an →
213

كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةًۭ وَٰحِدَةًۭ فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّۦنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ ۚ وَمَا ٱخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلْحَقِّ بِإِذْنِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍۢ مُّسْتَقِيمٍ

ټول خلق (په شروع كې) یو امت و (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په منځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي

په پيل کې خلک د خپل پلار آدم په امت په يوه خوله په لارښوونه وو، تردې چې شيطانونو لار ورکي کړل؛ نو په مومن او کافر سره بېل شول، له همدې امله الله د ايمان څښتنانو او پيروۍ کوونکو ته د هغه څه په اړه زيری ورکوونکي رسولان را ولېږل چې د هغوی لپاره يې چمتو کړي دي او د اهل کفر لپاره په هغه څه وېروونکي چې الله د خپلې سختې سزا ژمنه ورسره کړې ده، او د رسولانو سره یې پر داسې حق مشتمل کتابونه را ولېږل چې هيڅ شک پکې نشته ترڅو د خلکو تر منځ په هغه کې پرېکړې وکړي چې هغوی اختلاف پکې کوي او الله چې کوم تورات را نازل کړی و په هغو کې له يهودو يوازې هغو کسانو د تيري له مخې اختلاف وکړ چې پوهه ورکړل شوې وه دا هم وروسته تردې چې د الله دليلونه ورته راغلل چې هغه حق دی او اختلاف پکې ځای نه لري، خو الله مومنانو ته په خپل امر او اراده له لار ورکۍ څخه د لارښوونې د پېژندګلوۍ توفيق ورکړ، او الله چې چا ته وغواړي د داسې نېغې لارې لارښوونه کوي چې هيڅ کوږوالی نه لري، چې هغه د ايمان لار ده.

Al-Baqara 2:213Listen in Qur'an →
214

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ ٱلْبَأْسَآءُ وَٱلضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا۟ حَتَّىٰ يَقُولَ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ مَتَىٰ نَصْرُ ٱللَّهِ ۗ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ ٱللَّهِ قَرِيبٌۭ

ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى

ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.

Al-Baqara 2:214Listen in Qur'an →
215

يَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ ۖ قُلْ مَآ أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍۢ فَلِلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍۢ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌۭ

دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور او پلار لپاره او نژدې خپلوانو او او مسكینانو او مسافر لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله په هغې ښه عالم دى‚

پوښتنه کوي له تا څخه -اې پیغمبره- ملګری ستا: چې دوئ له خپلو مختلفو مالونو څخه څه شی خرچ کړي، او په کوم ځائ کې یې خرچ کړي؟ ته ورته ځواب ورکړه: تاسو چې کوم خپل حلال او پاک مال نفقه کوئ نو مور او پلار باندې یې مصر کړئ، او څوک چې تاسو ته نږدې وي ستاسو له خپلوانو څخه د حاجت مطابق، او محتاجو یتیمانو ته، او هغه چاته چې بیخي ورسره مال نه وي، او هغو مسافرو ته یې ورکړي چې سفر له خپلې کورنۍ او وطن څخه جلا کړي وي، او تاسو نه کوئ -اې مومنانو- څه د خیر کار که لږ وي او که ډیر مګر الله تعالی په هغه باندې خبر دی، له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه شي پاتې کېدلی، خامخا به تاسو ته په هغه باندې بدله درکړي.

Al-Baqara 2:215Listen in Qur'an →
216

كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌۭ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًۭٔا وَهُوَ خَيْرٌۭ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰٓ أَن تُحِبُّوا۟ شَيْـًۭٔا وَهُوَ شَرٌّۭ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شوي دي، حال دا چې دا ستاسو بدې شي، او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي۔ او كېدى شی چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي۔ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ

اې مومنانو! په تاسو فرض کړی شوی دی جنګ د الله تعالی په لاره کې او نفسونه هغه طبیعتا بدګڼي؛ ځکه چې په دې کې مال او ځان له منځه ځي، او شاید چې تاسو یو شی بد ګڼئ خو په واقع کې هغه ستاسو لپاره خیر او فایده وي؛ لکه د الله تعالی په لاره کې جنګ کول، د دې د غټو ثمرو نه دا ده چې په دښمنانو بریمن کېږئ او د الله تعالی کلمه اوچتېږي او کیدای شي چې تاسو له یو شی سره مینه کوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او په تاسو باندې بوج وي؛ لکه له جهاد څخه کیناستل، ځکه په دې کې ناکامي ده او د دښمن کامیابي او تسلط دی، او الله تعالی ښه او بد کارونه ډېر ښه پېژني، په داسې حال کې چې تاسو يې نه پېژنئ، نو د الله تعالی حکمونه ومنئ؛ په دې کې ستاسو لپاره خیر او فایده ده.

Al-Baqara 2:216Listen in Qur'an →
217

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلشَّهْرِ ٱلْحَرَامِ قِتَالٍۢ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌۭ فِيهِ كَبِيرٌۭ ۖ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَكُفْرٌۢ بِهِۦ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِۦ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَٱلْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ ٱلْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ ٱسْتَطَٰعُوا۟ ۚ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌۭ فَأُو۟لَٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو (په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده۔ او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي

اې پیغمبره! دا خلک له تا څخه پوښتنه کوي په عزتمندو میاشتو کې د جنګ کولو په اړه: چې هغه ذی القعده، ذی الحجه، محرم او رجب میاشتې دي، ته ځواب ورکړه: په دې میاشتو کې جنګ کول د الله په نزد ډیر غټ جرم او ناآشنا کار دی، لکه څرنګه چې مشرکان کوم کار کوي چې خلک د الله تعالی له لارې منعه کوي هم ډېر بد دي، او د مومنانو بندول د مسجد حرام نه، او له مسجد حرام څخه د مسجد حرام د اوسېدونکو ایستل د الله تعالی په نزد د حرام په میاشتو کې له جګړې کولو هم ډیر لوی جرم دی او هغه شرک چې دا مشرکان یې کوي له قتل څخه هم ډېر لوی جرم دی او -ای مومنانو- همیشه به مشرکان په خپل ظلم ولاړ وي او له تاسو سره به جګړه کوي، تر دې چې هغوئ کومه لاره پیدا کړي چې تاسو د خپل حق دین نه د هغوئ باطل دین ته واړوي، او څوک چې له تاسو څخه له خپل دین نه واوړي، او بیا په الله تعالی باندې د کفر په حالت کې مړ شي؛ نو د ده نیک عمل برباد شو، او په آخرت کې د دې د ورتګ ځائ اورته ورداخلیدل دي او همیشه به په دغه اور د جهنم کې وي.

Al-Baqara 2:217Listen in Qur'an →
218

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌۭ رَّحِيمٌۭ

يقينًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او جهاد يې كړى دى د الله په لاره كې، دغه كسان د الله د رحمت امېد لري، او الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربانه دى

بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پیغمبر يې ایمان یې راوړی، او هغه کسان چې هېوادونه یې پرېښي دي او الله تعالی او د هغه رسول ته یې هجرت کړی او جهاد یې کړی د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي؛ دغه کسان د الله تعالی د رحمت امید او هیله لري، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.

Al-Baqara 2:218Listen in Qur'an →
219

۞ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَآ إِثْمٌۭ كَبِيرٌۭ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا ۗ وَيَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ ٱلْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْءَايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ

… دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې تپوس كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې فايدې دي، او د دې دواړو ګناه ډېره لویه ده، د دې دواړو له فايدو نه۔ او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: له نفقې (اخراجاتو) نه زیاتي (څیز خرچ كړئ) الله همداسې تاسو لپاره ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ†

-اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ.

Al-Baqara 2:219Listen in Qur'an →
220

فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْءَاخِرَةِ ۗ وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْيَتَٰمَىٰ ۖ قُلْ إِصْلَاحٌۭ لَّهُمْ خَيْرٌۭ ۖ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ ٱلْمُفْسِدَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌۭ

د دنیا او اخرت په باره كې، او دوى له تا نه د یتیمانو په باره كې پوښتنه كوي، ووایه: د دوى اصلاح كول ډېر ښه دي، او كه تاسو هغوى (له ځان سره) شریك كړئ، نو ستاسو وروڼه دي، او الله پېژني ورانكارى له اصلاح كوونكي نه، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې خامخا په مشقت كې اچولي وى، یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى‡

ځکه یې دا شرع ګرځولې ده چې تاسې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې ته په دنیا او آخرت کې ګټه رسوئ، او ستا صحابه (ملګري) له تا څخه -اې پیغمبره- د یتیمانانو د پالني باره کې پوښتنه کوي: چې له هغوئ سره څنګه تعامل وکړي؟ او آیا د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په خرڅ، خوراک او اوسیدو کې ګډ کړي او که نه؟ ته ځواب ورکړه: ستاسو مهرباني کول په هغوئ باندې د هغوئ د مالونو په اصلاح کې پرته له عوض او بدلې نه او یا ګډوډول مالونه له یو بل سره؛ ستاسو لپاره د الله تعالی پر وړاندې ډېر غوره دي او ډېر اجر لري او دا د هغوئ لپاره هم غوره ده؛ ځکه چې په دې کې د هغوئ دمالونو ساتنه کېږی، او که چېرې تاسو د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په ورځني ژوند، اوسیدو او نورو چارو کې شریک کړئ؛ نو په تاسو باندې په دې کې څه ګناه نشته، نو پس هغوئ ستاسې دیني وروڼه دي، او وروڼه خو له یو بل سره مرسته کوي، او د یو بل سره په چارو کې مرسته هم کوي، او الله تعالی په هغه چا پوهېږي چې فساد کوي په یوځای کولو د مال د یتیم له خپل مال سره، له هغه چانه چې اصلاح یې مقصد وي، او که چېرې الله تعالی په تاسو باندې د یتیمانانو په باره کې مشقت غوښتلی، نو په تاسو به یې مشقت کړی وای، خو الله تعالی تاسو سره د یتیمانانو په تعامل کې آسانتیا کړي ده؛ ځکه د الله تعالی دین پر آسانتیا ولاړ دی، بېشکه الله تعالی برلاسی (غالب) دی هیڅ شی ورباندې غالبېدلی نه شي، په خپلو مخلوقاتو، کارونو او حکمونو کې حکیم دی.

Al-Baqara 2:220Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.