Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 1–10 of 286

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1

الٓمٓ

الف، لام، ميم

(الم) دا له هغو تورو څخه دي چې د قرآن کریم ځېنې سورتونه پرې پېل شوي دي او دا د هجاء توري دي، کله چې یوازې راشي نو په خپل ذات کې هیڅ معنا نه لري، لکه: (أ، ب، ت، تر پایه) او دا لوی حکمت او معنا لري؛ ځکه په قرآن کریم کې داسې څه نشته چې له حکمت څخه خالي وي او له مهمو حکمتونو څخه یې: دې خبرې ته اشاره ده چې قرآن کریم له همغو تورو څخه جوړ دی کوم چې دوی یې پېژني او خبرې پرې کوي؛ له همدې کبله ډېر ځله (له دې تورو) څخه وروسته د قرآن کریم یادونه کېږي، لکه څنګه چې په دې سورت کې دي.

2

ذَٰلِكَ ٱلْكِتَٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًۭى لِّلْمُتَّقِينَ

دا (عظیم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدایت دى

دې لوی کتاب کې هیڅ شک نشته، نه د نازلېدو له اړخه، او نه د لفظ او معنا له اړخه، دا د الله خبرې دي، چې پرهېزګارانو ته الله ته د رسېدو لار ورښایي.

3

ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى

هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او له شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.

4

وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِٱلْءَاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

او هغه خلق چې ایمان راوړي په هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او په اخرت همدوى یقین لري

هغه کسان چې پر غیبو (پټو) ایمان لري او هر هغه څه چې په حواسو نه موندل کېږي او له مونږ څخه پت دي، هغه غیب دي، چې الله تعالی یې په اړه مونږ ته خبر راکړی او یا یې پیغمبر مونږ خبر کړي یو، لکه د آخرت ورځ او دوی هغه کسان دي چې لمونځونه کوي او د شریعت سره سم یې د شروطو او ارکانو او واجباتو او سنتونو په پام کې نیولو سره یې ادا کوي، او هغه کسان دي چې د هغه مال څخه چې الله تعالی دوی ته ورکړی دی لګښت کوي، په ویستلو د واجب زکات سره او یا هم غیر واجب لکه نفلي صدقه؛ په دې هیله چې د الله تعالی ثواب ترلاسه کړي او دوی هغه کسان دي چې پر هغې وحي باندې باور لري کومه چې پر تا -ای پېغمبره- نازل شوې ده او پر هغو کتابونو باندې هم -بې له توپېره- باور لري کوم چې له تا څخه مخکې پر ټولو پېغمبرانو علیهم السلام نازل شوي دي او دا هغه کسان دي چې په ورځ د آخرت باندې کلک ایمان لري او پر هغه ثواب او هغې سزا هم ایمان لري چې په دغې ورځ کې دي.

5

أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًۭى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامیاب دي

په پورتینو صفتونو باندې ستایل شوي کسان د هدایت لاره تر لاسه کولای شي او همدوی په دنیا او آخرت کې بریالي دي، ځکه چې هغه څه تر لاسه کوي چې هیله یې لري او له هغه څه څخه نجات مومي چې ترې وېره لري.

6

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

بېشكه هغه (خاص) كسان چې كافر شوي دي؛ دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي

پرته له شکه پر کومو کسانو چې له ايمان وروسته د الله کلمه ثابته شوه هغوی په خپله لار ورکۍ او ضد کې تلپاتې دي؛ نو ستا وېرول او نه ویرول د هغوی لپاره یو شان دي.

7

خَتَمَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰٓ أَبْصَٰرِهِمْ غِشَٰوَةٌۭ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌۭ

الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

ځکه چې الله تعالی د دوی پر زړونو مهر لګولی دی نو له خپل باطل سره یې بند کړي دي او په غوږونو يې هم ورته مهر لګولی دی، نو حق د قبلولو او منلو په نیت نه اورې او د دوی په سترګو پردې دي، نو حق نه ویني، سره له دې چې حق روښانه دی او په آخرت کې د دوی لپاره لوی عذاب دی.

8

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ

او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي

او له خلکو څخه یوه ډله داسې ده چې د ایمان دعوه لري او په خپلو وینو او مالونو د وېرې له امله -یوازې- په ژبه داسې وایي، خو په باطن (پټه) کافران دي.

9

يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ

دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري

هغوی د خپلې ناپوهۍ له مخې باور لري چې الله او مؤمنانو ته د ايمان په ښکاره کولو او کفر په پټولو دوکه ورکوي، خو هغوی پر دې نه پوهيږي چې الله تعالی پر پټو او ښکاره و پوهيږي او مؤمنان يې د هغوی پر صفتونو او حالتونو خبر کړي دي.

10

فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌۭ فَزَادَهُمُ ٱللَّهُ مَرَضًۭا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ

د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل

د دوی (د عذاب) لامل دادی چې د دوی په زړونو کې شک دی، پس الله تعالی د دوی دا شک نور هم ډېر کړ، بدله له هماغه ډول څخه ورکول شوه کوم عمل یې چې تر سره کړی وو او د دوی لپاره دردناک عذاب دی د دوزخ په ښکتني پوړ کې، په سبب د دې چې دوی په الله او خلکو باندې دروغ تپل او هغه څه یې دروغ بلل کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي وو.

Al-Baqara 2:10Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.