Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 91–100 of 286

91

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ نُؤْمِنُ بِمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَآءَهُۥ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًۭا لِّمَا مَعَهُمْ ۗ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنۢبِيَآءَ ٱللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او كله چې دوى ته وویل شي: ایمان راوړئ په هغه (كتاب) چې الله نازل كړى دى، نو دوى وايي: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړو چې پر مونږ باندې نازل كړى شوى دى، او چې له هغه (كتاب) نه علاوه دي؛ په هغو (كتابونو) باندې كافر كېږي، حال دا چې هم دغه (قرآن) حق دى، د هغه (كتاب) تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دى، ته (ورته) ووایه چې تاسو پخوا (له دې نه) د الله نبیان ولې وژل؟ كه تاسو مومنان وئ

او کله چې دوی یهودیانو ته وویل شي: تاسو په هغه حق او هدایت ایمان راوړئ چې الله په خپل پېغمبر نازل کړی دی، نو دوی وایي: مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زمونږ په پیغمبرانو نازل شوي او دوی کفر کوي په هغه څه چې له دې پرته په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي، حال دا چې دا قرآن حق دی او د هغه څه سره سم دی کوم چې دوی سره د الله تعالی لخوا دی، خو که چېرې دوی په رښتیا هم په هغه څه ایمان لرلئ چې دوی ته نازل شوي نو په قرآن کریم به یې ایمان راوړی وی. دوی ته په ځواب کې ووایه-ای نبي-: که رښتیا هم په هغه څه مومنان یاست چې دوی تاسو ته کوم حق راوړی وو نو له دې مخکې مو ولې د الله استازي وژل؟

Al-Baqara 2:91Listen in Qur'an →
92

۞ وَلَقَدْ جَآءَكُم مُّوسَىٰ بِٱلْبَيِّنَٰتِ ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَٰلِمُونَ

اویقینًا یقینًا تاسو ته موسٰی څرګند دلیلونه راوړي وو، بیا له هغه نه بعد تاسو سخى (معبود) وګرځاوه او تاسو ظالمان یئ

او په رښتیا تاسو ته ستاسو پېغمبر موسی علیه السلام په داسې واضحو معجزاتو او دلائلو راغی، چې د هغه په رښتنولی یې دلالت کولو، بیا مو له هغه وروسته کله چې موسی علیه السلام د رب ټاکلې نېټې ته ولاړ نو تاسو خوسی خپل معبود ونیوه چې عبادت مو ورته کولو او تاسو تېري کوونکي وئ له الله تعالی سره په شرک کولو او یوازې هماغه د عبادت وړ دی بل څوک نه دی.

Al-Baqara 2:92Listen in Qur'an →
93

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍۢ وَٱسْمَعُوا۟ ۖ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِۦٓ إِيمَٰنُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

او كله چې مونږه ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته او مونږه طُور (غر) ستاسو له پاسه راپورته كړ (مونږ وویل:) څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي هغه په قوت سره ونیسئ او واورئ، دوى وویل: مونږ اَورېدلي دي او مونږ نافرماني كړې ده او د دوى د كفر په سبب د دوى په زړونو كې د سخي (مینه) ورڅښول شوې وه۔، ته (ورته) ووایه: هغه شى بد دى چې ستاسو ایمان تاسو ته د هغه حكم دركوي، كه تاسو مومنان یئ

او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو د موسی علیه السلام په پیروۍ او د هغه څه په منلو چې ده د الله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو د وېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او د منلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او د دوی د کفر له امله د خوسي عبادت د دوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی د کفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي.

Al-Baqara 2:93Listen in Qur'an →
94

قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ ٱلدَّارُ ٱلْءَاخِرَةُ عِندَ ٱللَّهِ خَالِصَةًۭ مِّن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُا۟ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

ته (ورته) ووایه: كه د الله په نیز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غیر، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو (بیا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني یئ

ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: که چېرې جنت په آخرت کې یوازې ستاسو لپاره وي او بل څوک له تاسو پرته نه شي ورتللای؛ نو بیا خو تاسو د مرګ غوښتنه وکړئ؛ چې دا ستره درجه په بېړه ترلاسه کړئ او د دنیا له ستړیاوو او غمونو آرام شئ، که چېرې تاسو په خپلو دې دعوه کې رښتوني یاست.

Al-Baqara 2:94Listen in Qur'an →
95

وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ

او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅ كله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى

او کله به هم دوی د مرګ هیله ونه کړي؛ له دې کبله چې دوی په ژوند کې پر الله تعالی کفر کړی دی، د هغه پیغمبران يې درواغجن ګڼلي، کتابونه یې تحریف کړي دي او الله تعالی پر دوی او نورو ظالمانو ښه پوه دی، او زر دی چې هر چا ته د هغې د کړنې بدله ورکړي.

Al-Baqara 2:95Listen in Qur'an →
96

وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ ٱلنَّاسِ عَلَىٰ حَيَوٰةٍۢ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍۢ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِۦ مِنَ ٱلْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ ۗ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ

او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زیات د ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم (زیات حرصناك)، د دوى (د یهودیانو) هر یو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زركاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې (دومره) عمر وركړى شي، او الله هغه څه لره ښه لیدونكى دى چې دوى يې كوي

اې پیغمبره! ته به هرومرو یهودیان په ژوند باندې تر نورو خلکو زیات حریصان بیامومې که هر څومره یې سپک ژوند هم وي، بلکې د هغو مشرکانو څخه هم دوی پر ژوند ډېر حریصان دي چې په قیامت او حساب باور نه لري، او حال دا چې دوی په قیامت او حساب باور هم لري؛ خو دوی هر یو خوښوي چې زرو کالو ته یې عمر ورسي او دا اوږد عمر دوی د الله تعالی له عذاب څخه لرې کولای نه شي که هر څومره وي او الله تعالی د دوی د کړنو څارونکی او لیدونکی دی، هیڅ هم ترې پټ نه دي او د ټولو سزا به ورکړي.

Al-Baqara 2:96Listen in Qur'an →
97

قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّۭا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُۥ نَزَّلَهُۥ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ مُصَدِّقًۭا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًۭى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

ووایه: هر څوك چې د جبریل دښمن دى، نو یقینًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا په زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدایت او زېرى دى

ته -ای پېغمبره- هغو یهودانو ته ووایه چې وایي: (د ملائکو له ډلې څخه جبریل زمونږ دښمن دی): څوک چې د جبریل سره دښمني کوي نو همدا جبریل دی چې قرآن یې د الله تعالی په حکم سره ستا زړه ته راوړی دی، چې تصدیقونکی دی د هغه اسماني کتابونو چې مخکې تېر شوي دي؛ لکه تورات انجیل، او د خېر لارښوونکی دی، او مومنانو ته زېرې ورکونکی دی چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه چمتو کړي دي، نو څوک چې په دې صفتونو کس سره دښمني لري هماغه ګمراه دی.

Al-Baqara 2:97Listen in Qur'an →
98

مَن كَانَ عَدُوًّۭا لِّلَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَىٰلَ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَدُوٌّۭ لِّلْكَٰفِرِينَ

هر څوك چې د الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبریل او د میكائیل، نو یقینًا الله د كافرانو دښمن دى

څوک چې د الله او د هغه د پرښتو دښمن وي، او د هغو دوه نږدو پرښتو چې جبریل او میکائیل دي دښمن وي؛ نو بېشکه الله تعالی ستاسو او نورو کافرانو دښمن دی، او الله تعالی چې د چا دښمن شو نو هغه په ښکاره تاوان کې دی.

Al-Baqara 2:98Listen in Qur'an →
99

وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍۢ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَآ إِلَّا ٱلْفَٰسِقُونَ

او یقینًا په تحقیق سره مونږ ستا په طرف روښانه ایتونه نازل كړي دي اوپه هغو باندې يواځې او يواځې فاسقان (بدكاران) كافر كېږي

ای پیغمبره! مونږ تا ته ښکاره نښې در لیږلي دي چې ستا د نبوت او تا ته د راغلې وحې په رښتېنولی دلالت کوي او په دې ښکاره او واضحو دلائلو نه کافر کېږي مګر هغه خلک چې د الله تعالی له دین څخه وتلي وي.

Al-Baqara 2:99Listen in Qur'an →
100

أَوَكُلَّمَا عَٰهَدُوا۟ عَهْدًۭا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٌۭ مِّنْهُم ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

ایا هركله چې دوى به وعده وكړه، كومه وعده، نو په دوى كې یوې ډلې به هغه وغورځوله، بلكې د دوى اكثره خلق ایمان نه راوړي

او د یهودیانو له بدو حالاتو څخه دا دی چې کله هم دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت د ایمان لرلو ژمنه وکړي -چې تورات هم په دې دلالت کوي- نو یوه ډله له دوی څخه ژمنه ماتوي، بلکې زیات یهودیان د الله تعالی لخوا پر رالېږل شوي کتاب رښتونی باور نه لري؛ ځکه چې ایمان په ژمنه وفا کولو ته سړی هڅوي.

Al-Baqara 2:100Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.