الٓمٓ
الف، لام، ميم
(الم) دا له هغو تورو څخه دي چې د قرآن کریم ځېنې سورتونه پرې پېل شوي دي او دا د هجاء توري دي، کله چې یوازې راشي نو په خپل ذات کې هیڅ معنا نه لري، لکه: (أ، ب، ت، تر پایه) او دا لوی حکمت او معنا لري؛ ځکه په قرآن کریم کې داسې څه نشته چې له حکمت څخه خالي وي او له مهمو حکمتونو څخه یې: دې خبرې ته اشاره ده چې قرآن کریم له همغو تورو څخه جوړ دی کوم چې دوی یې پېژني او خبرې پرې کوي؛ له همدې کبله ډېر ځله (له دې تورو) څخه وروسته د قرآن کریم یادونه کېږي، لکه څنګه چې په دې سورت کې دي.