Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 81–90 of 286

81

بَلَىٰ مَن كَسَبَ سَيِّئَةًۭ وَأَحَٰطَتْ بِهِۦ خَطِيٓـَٔتُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

ولې نه! چا چې بدي وكړه او په ده خپله ګناه راچاپېره شوه، نو همدغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې تل ترتله وي

داسې هم نده لکه څنګه چې دوی ګومان کوي؛ پس بېشکه الله تعالی هر هغه چاته سزا ورکوي چې د کفر ګناه یې کړې وي او ګناهونه ترې له هرې خوا را چاپېره شوې وي او دوی ته د دوزخ په داخلېدو سزا ورکوي او هلته به تل پاتې وي.

Al-Baqara 2:81Listen in Qur'an →
82

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، همدغه كسان د جنت والا دي، دوى به په هغه (جنت) كې تل ترتله وي

او هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پېغمبر ایمان لري او نېک اعمال تر سره کوي، د دوی بدله د الله تعالی په نزد په جنت کې داخلېدل دي، چې هلته به تل پاتې وي.

Al-Baqara 2:82Listen in Qur'an →
83

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَانًۭا وَذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًۭا وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًۭا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ

او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ

اې بني اسرائيلو هغه ټینګه ژمنه در په ياد کړئ چې له تاسو مو واخېستله، چې الله به يو بولئ او له هغه سره به د هيچا عبادت نه کوئ او دا چې له مور اوپلار، خپلوانو، يتيمانو، اړمنو او بې وزلو سره به ښه کوئ او خلکو ته به پرته له توندۍ او سختۍ د نېکۍ د امر کولو او له ناروا د راګرځولو سره ښې خبرې کوئ او په هغه ډول به لمونځ کوئ چې امر مې درته کړی او د زړه په خوښه به وړخلکو ته زکات ورکوئ، بيا له دغې ژمنې وروسته چې درڅخه اخېستل شوې وه، تاسو پر هغې له درېدلو وګرځېدلاست، مګر هغه څوک چې الله له تاسو څخه ساتلي وو؛ نو هغه د الله په ژمنه او تړون وفا وکړه.

Al-Baqara 2:83Listen in Qur'an →
84

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَآءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَٰرِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ

اوكله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وینې به نه تُویَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بیا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه یئ

او یاده کړئ هغه کلکه ژمنه چې مونږ له تاسو څخه په تورات کې اخیستې وه چې د یو بل وینې تویولو، او یو بل د خپلو کورونو څخه د ویستلو ناروا والي په اړه، بیا تاسو پر هغې ژمنې چې مونږ له تاسو اخیستې وې اعتراف وکړ، او تاسو د هغې په صحت باندې شاهدان وۍ.

Al-Baqara 2:84Listen in Qur'an →
85

ثُمَّ أَنتُمْ هَٰٓؤُلَآءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًۭا مِّنكُم مِّن دِيَٰرِهِمْ تَظَٰهَرُونَ عَلَيْهِم بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَٰرَىٰ تُفَٰدُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ ٱلْكِتَٰبِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍۢ ۚ فَمَا جَزَآءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْىٌۭ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰٓ أَشَدِّ ٱلْعَذَابِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

بیا هم تاسو هغه كسان یئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله یوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د یو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بندیان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فدیه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې دهغوى وېستل حرام دي۔، ایا نو د كتاب په ځينې (حكمونو) ایمان راوړئ او په ځینو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى

بیا تاسو د دې ژمنې مخالفت وکړ؛ نو یو بل وژنئ او وباسئ تاسو خپله یوه ډله له خپلو کورونو څخه چې په تېري او زیاتي سره د دوي پر ضد د دښمنانو څخه مرسته غواړئ، او کله چې تاسو ته د دښمنانو په لاسونو کې بندیان راشي نو تاسو کوښښ کوئ چې د دوی فدیه ورکړئ او له بند څخه یې خوشې کړئ، سره له دې چې د دوی له کورونو څخه ویستل هم تاسو ته ناروا وو، پس څرنګه تاسو د تورات په ځېنو احکامو باور لرئ چې د فدیې وجوب دی، او ځېنې نور احکام یې نه منئ چې د وینو ساتنه او یو بل له کوره ویستل دي؟! پس د داسې کس لپاره بله سزا نشته پرته له دې چې د دنیا په ژوند کې سپک او ذلیل وي او په آخرت کې به سخت عذاب ته وروګرځي، او الله تعالی د هغه کړنو څخه چې تاسو یې کوئ بې پروا نه دي، بلکې ترې خبر دی، او زر ده چې د دې سزا به درکړي.

Al-Baqara 2:85Listen in Qur'an →
86

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلْءَاخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

دا هغه كسان دي چې دنيايي ژوند يې د اخرت په بدل كې اخيستى دى، نو نه به له دوى نه عذاب سپك (كم) كړى شي او نه به له دوى سره مرسته كېږي

دا هغه خلک دي چې د دنیا ژوند یې له آخرت سره بدل کړی، او فاني (ختمېدونکې) ته يې پر باقي (پاتې کېدونکې) غوره والی ورکړی، پس له دوی څخه به په آخرت کې هېڅ عذاب سپک (کم) نه شي، او نه به دوی سره په دغه ورځ کوم مرستندوی وي.

Al-Baqara 2:86Listen in Qur'an →
87

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَقَفَّيْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ بِٱلرُّسُلِ ۖ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدْنَٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ ۗ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًۭا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًۭا تَقْتُلُونَ

یقینًا یقینًا مونږ موسٰی ته كتاب وركړى و، او له هغه نه بعد مو پرله پسې رسولان لېږلي وو، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او مونږه هغه په پاك روح سره قوي كړى و، ایا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) یوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله

او موسی ته مو تورات ورکړ او د هغه په پل مو ډېر رسولان ورپسې کړل او عیسی د مريم زوی ته مو څرګندې د هغه د رېښتينولۍ بيانوونکې نښانې ورکړې، لکه د مړو ژوندي کول، له موره پيداشوي ړانده جوړول او د پیس جوړول او هغه مو په جبرئيل - عليه السلام - پرېښتې سره پياوړی کړ، آيا ای بني اسرائيلو چې کله هم تاسو ته د الله له لوري کوم رسول راځي چې ستاسې د نفسي غوښتنو سره سم نه وي، د حق پر وړاندې لويي کوئ او د الله د رسولانو پر وړاندې لوړوالی ښايئ؛ نو له هغوی يوه ډله درواغجن بولئ او بله ډله وژنئ.

Al-Baqara 2:87Listen in Qur'an →
88

وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَل لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًۭا مَّا يُؤْمِنُونَ

دوى ویل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ایمان راوړی ډېر لږ دي

د محمد په نه پيروۍ کې د يهودو دليل دا و چې زموږ زړونه بند دي ته چې څه وايې هغه بيخي نه ورسيږي او نه پرې پوهيږي، خو حال داسې نه و لکه هغوی چې ګومان کوي، بلکې الله د هغوی د کفر له امله له خپلې لورېينې لېرې کړي و؛ نو دوی ایمان نه راوړي مګر په ډېر لږ له هغه څه چې الله نازل کړي دي.

Al-Baqara 2:88Listen in Qur'an →
89

وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتَٰبٌۭ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌۭ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا۟ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَمَّا جَآءَهُم مَّا عَرَفُوا۟ كَفَرُوا۟ بِهِۦ ۚ فَلَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ

او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدیق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پیژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى

او کله چې دوی ته د الله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې د تورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به د قرآن د نازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو د الله تعالی لعنت دی.

Al-Baqara 2:89Listen in Qur'an →
90

بِئْسَمَا ٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۖ فَبَآءُو بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍۢ ۚ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌۭ مُّهِينٌۭ

بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې الله نازل كړى دى، د دې كینې (او حسد) له وجې چې (ولې) الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په یو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى

ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې د خپلو ځانونو برخې چې په الله او د هغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او د هغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، د تېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی د څو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا د مخې اړولی وو، او د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره د قیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی.

Al-Baqara 2:90Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.