Muslim99Muslim99
← Tafsir library

2. Al-Baqara

The Cow · Medinan · 286 ayahs

سُورَةُ البَقَرَةِ

Reading Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies

Ayahs 71–80 of 286

71

قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌۭ لَّا ذَلُولٌۭ تُثِيرُ ٱلْأَرْضَ وَلَا تَسْقِى ٱلْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌۭ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا۟ ٱلْـَٰٔنَ جِئْتَ بِٱلْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا۟ يَفْعَلُونَ

(موسٰی) وویل: یقینًا هغه وايي چې بېشكه هغه یوه داسې غُوا ده چې نه كار كوونكې ده، چې ځمكه قُلبه كوي او نه فصل اوبه كوي، روغه رَمَټه ده، هېڅ داغ ټكى په كې نشته، هغوى وویل: اوس دې واضحه خبره راوړه۔، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى

پس موسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: د دې غوا صفت دادی چې دا نه په یوې (کولبه) وهلو کې د چا تابع شوې ده او نه په ارهټ وهلو (زمکه خړوبولو) کې، او دا دله ټولو عیبونو څخه پاکه ده، په دې کې د زېړ رنګ پرته د بل رنګ نښه هم نشته، نو په دغه وخت کې دوی وویل: اوس دې راته د غوا پوره او دقیق صفتونه راوړل، نو حلاله یې کړله پس له دې چې نږدې وو چې حلالول ترې د دوی د جګړې او سرکشۍ له امله پاتې شوي وی.

Al-Baqara 2:71Listen in Qur'an →
72

وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًۭا فَٱدَّٰرَْٰٔتُمْ فِيهَا ۖ وَٱللَّهُ مُخْرِجٌۭ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ

او كله چې تاسو یو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مینځ كې په جګړه شوئ، او الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول

او هغه وخت یاد کړئ چې تاسو د خپل منځ څخه یو وواژه نو تاسو د خپلو ځانونو دفاع کوله، هر سړي خپل ځان څخه د قتل تهمت لرې کولو، او پر بل یې ور اړولو، تر دې چې شخړه مو وکړه، او الله تعالی څرګندونکی دی د دغه بې ګناه وژل شوي چې تاسو پټولو.

Al-Baqara 2:72Listen in Qur'an →
73

فَقُلْنَا ٱضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْىِ ٱللَّهُ ٱلْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

پس تاسو ته مو وویل: د هغې غوا چې تاسو ته يې د حلالولو امر شوی ؤ د وژل شوي پر بدن د هغې یوه برخه ووهئ؛ پس بېشکه الله تعالی به یې ژوندی کړي چې خپل وژونکی (قاتل) وښایي! پس دوی دا کار وکړ او خپل قاتل یې وښود، او د همدې مړي د ژوندي کېدو په څېر به الله تعالی د قیامت په ورځ مړي هم را ژوندي کوي، او تاسو ته به د خپل قدرت ښکاره دلائل درښایي، ښایي چې تاسي د عقل څخه کار واخلئ او په الله تعالی حقیقي ایمان راوړئ.

Al-Baqara 2:73Listen in Qur'an →
74

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِىَ كَٱلْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةًۭ ۚ وَإِنَّ مِنَ ٱلْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ ٱلْأَنْهَٰرُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ ٱلْمَآءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى

له دې بلیغه پندونو او حېرانونکو معجزو وروسته هم ستاسو زړونه سخت شول، تردې چې د تيږو غوندې شول، بلکې له هغې هم سخت شول؛ ځکه چې دا د خپل حالت څخه بېخي تغییر نه مومي او هر چې تيږې دي نو هغه تغییر مومي او بدلېږي، پس د تېږو څخه ځېنې هغه دې چې ترې ویالې بهېږي، او ځېنې یې چوي او اوبه ترې راوځي، په ځمکه روانې چېنې، چې خلک او څاروي ترې ګټه اخلي، او ځېنې تيږې د الله تعالی له وېرې پورته غرونو څخه راغورځي، او ستاسو زړونه داسې نه دي، او الله تعالی ستاسو د کړنو څخه بې پروا نه دی، بلکې هغه پرې خبر دی، او زر دې چې تاسو ته به یې سزا درکړي.

Al-Baqara 2:74Listen in Qur'an →
75

۞ أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا۟ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌۭ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل

ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.

Al-Baqara 2:75Listen in Qur'an →
76

وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍۢ قَالُوٓا۟ أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِۦ عِندَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ!

د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.

Al-Baqara 2:76Listen in Qur'an →
77

أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ

ایا دغه (خلق) په دې نه پوهېږي چې یقینًا الله په هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او په هغو چې دوى يې ظاهروي

دا یهودیان ډېره بده لاره نیسي او ګویا که دوی له دې نا خبره دې چې الله تعالی په ټولو پټو او ښکاره ویناوو او کړنو خبر دی او زر دی چې الله تعالی به یې بندګانو ته ښکاره کړي او رسوا به یې کړي.

Al-Baqara 2:77Listen in Qur'an →
78

وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّآ أَمَانِىَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ

او په دوى كې ځینې اَمیان دي، په كتاب نه پوهېږي، مګر په تشو بې دلیله ارزوګانو، او دوى يواځې تش ګمانونه كوي

او د یهودیانو یوه ډله ده چې په تورات نه پوهېږي، مګر دا چې له مخې یې لولي او په معنا یې نه پوهېږي، او دوی سره له دروغو پرته بل څه نشته چې له خپلو مشرانو یې تر لاسه کړي، دوی ګومان کوي چې دا هغه تورات دی کوم چې الله تعالی نازل کړی دی.

Al-Baqara 2:78Listen in Qur'an →
79

فَوَيْلٌۭ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ ٱلْكِتَٰبَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشْتَرُوا۟ بِهِۦ ثَمَنًۭا قَلِيلًۭا ۖ فَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌۭ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ

نو د هغوكسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بیا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قیمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو لیكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي

نو ډېر سخت عذاب او هلاکت د هغو کسانو انتظار کوي چې په خپلو لاسونو باندې کتاب لیکي او بیا په دروغو سره وایي چې: دا د الله تعالی لخوا دی؛ دې لپاره چې د حق او هدایت په بدله کې د دنیا نا څېزه قیمت واخلي، لکه مال او مشري، نو دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې د دوی لاسونو په الله تعالی باندې دروغ لیکل، او دوی لپاره هلاکت او سخت عذاب دی له دې امله چې له دې کار څخه څه ترلاسه کوي، لکه مال او مشري.

Al-Baqara 2:79Listen in Qur'an →
80

وَقَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًۭا مَّعْدُودَةًۭ ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ ٱللَّهِ عَهْدًۭا فَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ عَهْدَهُۥٓ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ (اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ

او په دروغو او غرور سره دوی وویل: هیڅکله به مونږ ته د دوزخ اور ونه رسېږي او نه به دوزخ ته ننوځو مګر لږې ورځې، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو په دې خبره د الله تعالی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده؟ نو که چېرې داسې وي بیا خو الله تعالی د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي، یا تاسو -په دروغه- په الله تعالی باندې هغه څه تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟

Al-Baqara 2:80Listen in Qur'an →

Commentary: Al-Mukhtasar in Interpreting the Noble Qur'an by Tafsir Center for Quranic Studies. Qur'an text and translation via AlQuran Cloud.